سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبکره کتنهپر لوستونکي ولاړه کره کتنه/ اجمل ښکلى

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه/ اجمل ښکلى

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه(Reader oriented criticism) د شلمې پېړۍ د اوومې لسيزې په وروستيو کې پيل شوه.

پر لوستونکي ولاړه کره کتنې په اړه د (phenomenological) کره کتنې د لوى الماني ادبپوه ولف ګانګ ايزر(Wolfgang iser) اثار مشهور دي.

د دې کره کتنې يوه موخه د پنځګر له شخصيته د پنځونې پرېکون او بله موخه د متن د مطلق العنانۍ ختمول وو. د دې کره کتنې جرړې تر رغښتوالې(سټرکچرليزم) پورې رسي. موږ ته پته ده، چې د فرديناند دي سوسور افکارو په شلمه پېړۍ کې له ټولنيزو علومو دوړې وڅنډلې، چې په دې کې ژبپوهنه او ادب تر ټولو مخکې وو.

د رولان بارت تر (پنځګر ومړ) وروسته په رغښتوالې او پسرغښتوالې پورې تړلې نظريې له پنځګر سره هغسې دروند چلن ونه کړ، څنګه چې پخوا کېده.

د فرديناند دي سوسور په اند له ژبې نه موږ استفاده نه کوو، بلکې ژبه له موږه استفاده کوي. د ده ادبي پلويانو ورته خبره په ادب کې وکړه، چې له ادبه پنځګر استفاده نه کوي، بلکې ادب د خپل ايجاد او اظهار لپاره له شاعر و ليکواله استفاده کوي.

د دې مطلب دا شو، چې ژبه او ادب مخکې له مخکې بشپړ، ماناوال وي او رغښت لري، موږ پکې صرف انتخاب کوو؛ خو که فکر وکړو، انتخاب هم لويه خبره ده.

په دې توګه، خبره د ادب او لوستونکي ترمنځ پاتې کېږي؛ خو له ادبه لوستونکى څه مانا اخلي، دا د دې کره کتنې مهمه موضوع ده.

د دې کره کتنې له مخې متن يا ټيکسټ پخپله څه نه وايي، که څه وايي او څه اوري يا څه اورېدل غواړي، هغه مخاطب دى. ويونکى/پنځګر، ژبه/ادب او مخاطب/ لوستونکى او ژبې او هنر ته ماناورکوونکى فرهنګ د لويديځ د ژبپوهنې او ادب مهم موضوعات وو او دي؛ خو تر رغښتوالې وروسته وينو، چې خبره تر پنځګر وروسته تر ادب هم راتېره شو او مخاطب ته راورسېده، چې مخاطب يا اورېدونکى له مانا څنګه مفهوم اخلي او ولې د هر يوه مخاطب اخيستې مانا بېله وي؟

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه متن د رغښت او مانا له پلوه خنثى ګڼي. وايي، چې متن ته مانا او ارزښت لوستونکى ورکوي. له متنه خوند لوستونکى اخلي او که نه يې اخلي هم لوستونکى يې نه اخلي.

د دوى په اند متن ثابت حقيقت نه دى، چې هر وخت دې يوه مانا او يو اغېز ولري. د وولف ګانګ ايزر په اند، مانا داسې يوه پديده نه ده، چې تعريف دې شي، مانا خو اغېز دى، چې تجربه کېږي. اوس که خپل زاړه متون له دې زاويې وګورو؛ نو ويلى شو، چې د خپلو زړو متونو په اړه زموږ غبرګون رنګ اړولى دى. موږ له مسجع نثر نه هغه خوند نه اخلو، لکه پخوانو چې اخيسته، بوللې مو په هغه بڼه اوس نه دي پکار. د دې دنيا په اړه د رحمان بابا بېزاره بيتونه خوند نه راکوي. د روښانيانو اثار په هغه خوند نه لولو، لکه پخوانو چې لوستل. دا راته وايي، چې زمان په متونو کې بدلون نه راولي، ځکه متون خو همغه دي؛ نو که بدلون راځي په لوستونکي کې او د لوستونکي په ذهنيت کې راځي. همدا ليکنه ښايي څو لسيزې وروسته لوستونکي لپاره چندان اهميت ونه لري. په دې توګه، خبره د لوستونکي په ذهن کې ده.

همدا لامل و، چې دې کره کتنې د متن او لوستونکي پر رابطه فکر وکړ. د ايزر په اند مانا د متن او لوستونکي له رابطې نه پيدا کېږي، ځکه نو لوستونکى له متنه بهر نه دى او نه متن له لوستونکى څوک بېلولى شي. متن هله متن ګڼل کېږي، چې څوک لګيا وي، لولي يې او لوستونکى هله لوستونکى شي، چې لګيا وي، متن لولي؛ نو داسې دواړه يو شي.

د ايزر د لوست نمونه له درو حالتو جوړه ده. يو حالت متن دى، متن بې لوستونکي مبهم دى او مانا يې بالقوه ده،دويم حالت د لوستونکي د لوست چاره ده، چې په متن کې مانا پيدا کوي او درېيم حالت د لوستونکي او متن ترمنځ ټکر دى. د ايزر په اند د پنځونې د تار دوه څوکې دي، يوه هنري څوکه(يعنې رغښت) او بله ښکلاييزه(اغېز). هنري څوکه د پنځګر متن دى او ښکلاييزه هغه چې لوستونکى ترې خوند اخلي. داسې، نوموړى پنځونه د پنځګر د متن او د لوستونکي له منښتې(Realization) پرته درېيم څيز ګڼي، ځکه نو مانا نه په متن کې ده، نه په لوستونکي کې، بلکې مانا د دې دواړو له اړيکې نه پيدا کېږي. متن ورته وسايل پيدا کوي او لوستونکى ترې مانا جوړوي.

که مانا د لوستونکي او متن له له ټکره زېږي، بيا د لوستونکي ذهنيت، مطالعه، وخت، تجربه او داسې نور ضرور دي. هر لوستونکى له يوه متنه بېل تاثر اخلي، ځکه چې د هر لوستونکي فکر، تجربه او مطالعه بېله ده؛ نو دا لوستونکى دى، چې متن ته مانا ورکوي او تاثر ترې اخلي. دا تاثر له متنه بېل نه دى؛ خو د دې تاثر په رامنځته کولو کې د لوستونکي ذهنيت مهم نقش لري. د (phenomenology) د نولسمې او شلمې پېړۍ مهم فيلسوف ايدمند هوسرل واقعيتونه د انساني شعور زېږنده بولي. د ده په اند واقعيتونه هغه دي، چې زموږ په شعورکې موجود دي. زموږ په شعور کې چې کوم مظاهر دي، د همغو له مخې موږ پديدې توصيفوو؛ نو واقعيتونه زموږ له شعوره بهر نه دي. د دې فلسفې له مخې انساني ذهن د ټولو ماناوو او واقعيتونو منبع او پيلټکى دى، چې د پر لوستونکي ولاړه ادبي تيوري ترې د لوستونکي مانا اخلي.

د ايزر په اند، لوستونکى د متن مانا بشپړوي. ادب د ايجاز ډګر دى. ډېر داسې شعرونه او داستانونه به مو لوستي وي، چې مانا يې نيمګړې وي او لوستونکى يې له خپل ذهنه بشپړوي. د رحمان بابا دا يو بيت يې وړوکى مثال دى:

و آسمـــــان تـــــــه لاس د عـــــقـــــل نـــــه رسيــــــــږي

دا خو عشق دى، چې په عرش کرسي قدم ږدي

(دا خو عشق دى) غونډ کې يواځې تاکيد نه وينو، بلکې ايجاز هم وينو. يعنې نور هم ډېر څه په دنيا کې دي، چې د مثالونو راوړل يې په دې بيت کې شونې نه دي؛ خو يواځې عشق په عرش، کرسي قدم ږدي. دا نور څه دي؟ لوستونکى ترې د خپلې تجربې او مطالعې له مخې مانا اخلي.

د دې کره کتنې پر بنسټ، د کره کتونکي دنده دا ده، چې پر لوستونکي د يوې پنځونې اغېز وارزوي، ځکه اخر هم متن د لوستونکي لپاره ايجادېږي، ځکه نو لوستونکى په ادب کې مهم فکتور دى، چې د ادب ماهيت او ارزښت ټاکي.

خو که موږ د ادبي متونو ارزښت د لوستونکي په سترګو کې وګورو؛ نو د ادب عينيت يا خپل وجود څه شو؟ بله پوښتنه دا ده، چې داسې لوستونکى به څنګه پيدا کوو، يعنې دا لوستونکى واقعيت هم لري که نه؟ درېيمه پوښتنه دا ده، چې د هر لوستونکي فردي تجربه بېله ده؛ نو له فرهنګي، مهالي او مکاني مشترکاتو سره بيا هم د لوستونکو تاثر يو نه دى؛ نو د يوې ادبي پنځونې په اړه به د نظرونو يووالى څرنګه ترلاسه کوو؟

د لومړۍ پوښتنې ځواب خو پاس د ايزر په ځينو خبرو کې څرګند شو. دويمې پوښتنې ته ايزر د (implied reader) په اصطلاح ځواب وايي. implied په عربي کې ضمني ته وايي؛ خو موږ پښتو کې ضمني د ضم شوي پر ځاى د څنګزني لپاره کاروو؛ نو ښه ده، چې ګډلى يا مختلط لوستونکى ورته ووايو. ايزر مختلط لوستونکى له دوو نورو لوستونکو سره توپيروي، چې په هغوى کې يو ايډيل يا بېلګه يي او بل عام لوستونکى دى. عام لوستونکى ښايي، د ادبي ماهيت کچ راټيټ کړي، مبتذل شيان هم په ادب کې ورګډ کړي. همداسې ايډيل لوستونکى د ادبي ماهيت دايره تر اړتيا ډېره تنګولى شي؛ نو درېيم يا ضم شوى لوستونکى هغه دى، چې پخپله متن روزلى وي. يعنې هغه لوستونکى، چې د متن د اغېز يا تاثر لپاره وړنده او بسنده تمايل ولري.

داسې ښکاري، چې د ايزر موخه له دې لوستونکي نه د لوستونکو منځنى پوړ دى، چې نه د ايډيل لوستونکي هومره کم او نه د عام يا واقعي لوستونکي هومره ډېر دي. دا لوستونکى د عام لوستونکي پر کمزوريو هم خبر وي او د مثالي لوستونکي له خيالي او فکري الوته هم. دا لوستونکى د دې پنځونې په ګډون د ټول ادب کلي درک لري او پر ادبي دود پوه وي. مطلب، دا چې د لانګ(ټول ادب) او پارول(د دي پنځونې) ترمنځ پر رغښت او له دې رغښته او خپله ذهنه راولاړېدونکې مانا باندې پوه وي.

د لومړۍ او درېېمې پوښتنې ځواب تقريبا يو شان دى. هغه دا چې د همدغو مختلطو يا په پنځونو کې د ضم شويو لوستونکو نظر به د يوې ادبي پنځونې او ټول ادب ماهيت ټاکي. که موږ خپل اوسني ادبي بهير ته وګورو، ټول نه خو د زياترو شاعرانو او ليکوالو په اړه د ادبپوهانو قضاوت ته ګورو. څوک چې راته دوى ليکوال يا شاعر معرفي کوي، همغه د شاعر و ليکوال په توګه پېژنو.

په شلمه پېړۍ کې د رغښتوالې له راتګ سره سم که د ژبپوهنې په نظريو کې فلسفه ورګډه شوه، نو ادب هم له دې نظريو بچ پاتې نه شو.

پر لوستونکي ولاړه کره کتنې ته که دقيق شو؛ نو ايزر او پلويانو يې د ادب له مستقل حيثيت انکار ونه کړ، بلکې څرنګه چې رغښتوالو پنځونه د پنځګر له وجوده وشکوله او د ادب ماهيت يې پخپله د ادب په داخلي رغښت کې وليد، دغسې فنومنولوجيستانو په دې رغښت کې مختلط لوستونکى ورزيات کړ، چې بې لوستونکي د متن رغښت نيمګړى دى او له نيمګړي رغښته بشپړه مانا نه اخيستل کېږي.

ښايي، موږ د ادب په ډېرو اړخونو فکر نه وي کړى او لوستونکى راته له ادبي بهيره بهر فکتور ښکاره شي؛ خو که فکر وکړو، د مانا او د پنځونې د اغېز په بشپړتيا کې لوستونکى او ذهنيت يې مهم دى. دا کره کتنه راته وايي، چې له لوستونکي سره څنګه چلن وکړو، څنګه يې اغېزمن کړو او څنګه يې په خپله ادبي تجربه کې له ځان سره شريک کړو. پر لوستونکي فکر رښتيا هم مهم دى، ځکه چې موږ څه رامنځته کوو، هرومرو مو خپل مخاطب په ذهن کې ګرځي؛ نو ښه ده، چې د خپل مخاطب روڼ تصور راسره وي.

———————

په تاند کې د ښاغلي ښکلي ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر،جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل ، هنر او زموږ ماورالطبیعت، د هنر تار، موسیقي او اهنګ ، اساسي پوښتنې، د شعر وزن،

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب