جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرایښمه / حاجي محمد نوزادي

ایښمه / حاجي محمد نوزادي

د ښځو د نړیوالي  ورځي په پلمه
                           
          
هغه د اوړي لنډکۍ شېبه مي ،
سپیني سپوږمۍ په ماښام ،
د کله کله په شان ،
نن بیا خاطر ته راغله :
هغه چي ته ،
لکه پسرلي په موسم ،
بس یوه ایښمه راغلې .
راته پر ټول وجود مي ،
له تند بارانه سره ،
و اورېدې ، و اورېدې .
بیا مي د ویني سره ،
د زړه رګو کي تاو  سوې .
او د لمر څرک نه وړاندي ،
تُندي برېښنا  په وزر   ،
له ما  نه والوتلې ،
زه خو هیڅ پوه نه سومه ،
چي ته کوم  لورته ولاړې .
ډیره موده تیره سوه ،
وروسته خبر سوم پدې ،
چي په غلطه پته ،
و  پردي کور ته ولاړې .
خو    ،
زُما  پر شنه اسمان دي ،
له هغې ایښمي څخه ،
هغه خواږه  ګړځونه ،
خدایږو  اوس هم پاته دي .
                             ډنمارک ــــ ۸  /  مارچ  /  ۲۰۱۵ ( د ښځو نړیواله ورځ )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب