د تعهد اعتکاف
تاریخ به ولیکي ما
چې زه د میینې د تفسیر
تر بریده تیره شومه
پر خپل بدن باندې مې وسکڼله
د روح پر هر قدم مې
د ښکلولو په رنګ وستایله
دا خو هم زه وم چې دلیل او فلسفي ته مې
د کائیناتو د روح سپینه خندا ولیکله
د بڼ تعبیر ته مې
د شنو، شنو څانګو د بلوغ سندره وویله
د خار پر څوکو
د نازکو قدمونو په ږغ تیره شومه
لکه د تیو مقدس څاڅکي
چې د ګریوان پر درشل
د لوږې تور، تور قدمونه وران کړي
تورو تیارو ته مې
د سپینو، سپینو سپېدو
سپینې کیسې د دنګ او ښکلي سهار
د قد قامت او طراوت وکړې
د محمدي ګل، پښوک ې پریوتمه
د سپیڅلتوب پر مصله باندې مې
د تعهد په اعتکاف کې، سجده ولګول
تاریخ به ولیکي ما
چې زه د سترګو په زندان کې
بندۍ اوښکه ومه
ما وبڼو ته د تیرو غشو د جنګ
کیسه ور وښودله
ما ازادي او فتحه په زخم، زخم کې
وسرو اوښکو ته وکرله
ما د انسان په میینه د عاطفې او سخاوت
پر عروج
د التجا او د دوعا کلمه وویله
زه یې خالقه شومه
زه یې رازقه شومه
ما په نړۍ کې د انسان د خلقت
تخمونه وپاشله
هغه هم زه وم چې د رحم
تر څپاند سمندر ولاړمه
بیا مې نړۍ ته د احساس او رحم
درنې، درنې له شور او ژونده ډکي
روڼې څپې راوړې
ما له دې مځکې تر اسمانه پورې
وه ادم زادو ته
د عشق او حسن فلسفې راوړې
ما د سبا وږمو کې میینه د لمر
د غرمو سرو لاسو کې
د طلایې انګورو ډکې پیالې راوړي
ژړ مازدیګر ته مې
د سور شفق د خم، شیبې راوړي
خو، تا وما ته د خوږو ټوکرۍ کې
د زهرو ډکې څو دانې راوړي
کله دې زه د خپل ګمان په رسۍ
زیندۍ زیندۍ کړمه
کله دې زه د بدل، او کله بدو کې
د بند بندۍ کړمه
کله دې وسوزلم
کله ژوندۍ ښخه
کله دې بی اوره ،ستۍ کړمه
تاریخ به ولیکي ما
لوح محفوظ کې به هم ثبت شي، چې زه
د حوا لور وم
د ادم زامنو
د جنسیت په تور بندۍ کړمه
او ویې وژلم
۲۰۲۶ / ۱۱ / ۸
****
د آیینو پښې
ډبرې ماتي شولې
د آیینو پر بلورینو پښو به څه تیریږي
د درشل زړه تنګ شوی
پر تنګ چوکاټ یې د ګردونو تنهايي ده
غرونه، غرونه پرته
د امکان لارې ټولې
اغزن ځنګل کې تیرې
د روڼا سپین، سپین ښځینه لاسونه
اغزو ټپې کړه
وکړکۍ ته رسیدلی نه شي
د کړکۍ زړه تنګ شوی
پر تنګ چوکاټ یې تیاره
لکه هسک غرونه پرته
ستورو د شپې رانجه خوړلي
د کړکۍ سره ، خواله کولی نه شي
کړکۍ تیارو غیږ کې نیولې
د سپوږمۍ پلوشې
د غڼي جال کې بندي
نور تر کړکۍ را رسیدلی نه شي
د کړکۍ زړه تنګ شوی
د دیوال لاندې
د ږغونو هدیره ده لفظ کرلي نه شي
د قدمونو د اهنګ سندره
په هدیرو کې ورکه شوې ده
د وږمو ږغ نازک دی
د زندانونو دروازې پرې ماتولی نه شي
ډبرې ماتې شولې
د ایېنو پر بلورینو پښو به څه تیریږي
۲۰۲۶ / ۱۱ / ۶
*****
غزل
شپه وه، تر بڼو راتله او بېرته تله
بار دې په خیالو راتله او بېرته تله
ما د دروازې تر چاک بهر کتل
هلته ستا ښکالو راتله اوبېرته تله
څاڅکي د روڼا وه څڅېدل پر بام
ورځ وه تر سپېدو راتله او بېرته تله
ژوند و په نښترو کې شین شوی و
ورځ په نڅېدو راتله او بېرته راتله
چا په غیږکې وږم او ګل دواړه وړل
ماته یې ارزو راتله او بېرته تله
وږم یې د ستورو او سپوږمۍ راوړي
زما (پروین) پر غرو راتله اوبېرته تله
۲۰۲۶ / ۱۱ / ۵