Home+د نوبل د ادب جایزې لومړنۍ ګټونکې

د نوبل د ادب جایزې لومړنۍ ګټونکې

تاند- سویډنۍ لیکواله سیلمه لاګیرلوف لومړنۍ ښځه ده چې له نن څخه یې 116 کاله پخوا د ۱۹۰۹ کال د نوومبر په ۱۰ مه د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله.

دا چې د ۱۸۵۸ م کال د نوومبر په ۲۰ مه د سویډن په مارباکه کې زېږېدلې، لومړنۍ ښځینه ناول لیکواله وه چې د نوبل جایزه یې وګټله.

دې په ۱۸۹۱ م کال خپل لومړنی ناول، چې (Gösta Berlings saga) نوږي، په دوو ټوکونو کې ولیکه.

دې په ۱۸۹۴ م کال د خپلو لنډو کیسو ټولګه (Osynliga länkar) «نه لیدل کېدونې اړیکې» چاپ کړه.

سیلمه لاګیرلوف په ۱۸۹۵ م کال د ښوونکې په توګه دنده پرېښوده، ایټالیا ته لاړه او ځان یې لیکوالۍ ته وقف کړ.

دې په ۱۸۹۷ م کال په ایټالیا کې (Antikrists mirakler) چاپ کړ چې د سیسلې په اړه یو سوسیالیستي ناول و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...