Homeخبرونهپه امریکا کې د دوو نجونو د جنسي تېري او وژنې معما...

په امریکا کې د دوو نجونو د جنسي تېري او وژنې معما له کابو ۵۰ کلونو وروسته حل شوه

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د امریکا د پنسلوانیا ایالت پولیسو د نوې ډي‌اېن‌اې ټکنالوژۍ په مرسته د دوو هغو ځوانو نجونو د وژنې پېښې روښانه کړې دي چې نژدې ۵۰ کاله مخکې وژل شوې وې. پولیسو د دغو دواړو وژنو د عامل هویت هم معلوم کړی دی.

د پنسلوانیا ایالت د پولیسو په وینا، د دواړو نجونو قاتل جېمز ریچارډ کلارک و، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۶۶ کلونو په عمر د طبیعي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د پولیسو په وینا، ۲۱ کلنه سوزن رش په ۱۹۷۶ کال کې یو ماښام د خپلې کورنۍ له غړیو سره د ماښامنۍ لپاره کلیسا تلله، خو هلته ونه رسېده. بل سهار یې ورور د هغې موټر د سړک پر غاړه وموند. د موټر په شاتنۍ برخه کې د سوزن مړی پروت و. د پلټنو پر مهال څرګنده شوه چې پر هغې جنسي تېری شوی او وروسته په مرۍ کې په رسۍ یا بل شي زندۍ شوې ده.

له دې پېښې شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، د ۱۹۷۷ کال په مې میاشت کې، ۱۸ کلنه برېنډا رېټر هم په ورته ډول ووژل شوه. هغه یوه توپاني شپه د خپل ملګري له کوره خپل کور ته روانه وه، خو کور ته ونه رسېده.

بله ورځ یې موټر د یوه کلي د سړک پر غاړه وموندل شو. پولیسو د څرخکې په مرسته د هغې مړی سړک نژدې په یوه غره کې وموند. د پولیسو په وینا، پر هغې هم جنسي تېری شوی و او وروسته زندۍ شوې وه.

چارواکو د دواړو وژنو ترمنځ د ورته والي له امله هڅه وکړه چې د دغو پېښو اړیکه معلومه کړي، خو د څو لسیزو پلټنو هېڅ ګټه ونه کړه.

د پولیسو په وینا، په ۲۰۰۸ کال کې د برېنډا رېټر د وژنې له ځایه د ترلاسه شوې ډي‌اېن‌اې نښه د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌اې) د ډي‌اېن‌اې په زېرمتون کې ثبت شوه، خو له هېڅ پېژندل شوي مجرم سره یې سمون نه درلود.

په ۲۰۲۵ کال کې پلټونکو د دواړو قضیو د ډي‌اېن‌اې شواهد د نوې څېړنې لپاره د بایوټکنالوژۍ بېلابېلو شرکتونو ته ولېږل. د «سایبر جینیټیکس» شرکت د دواړو نمونو له څېړلو وروسته داسې پیاوړي شواهد وموندل چې ښودله یې په دواړو کې د یوه کس ډي‌اېن‌اې موجوده ده.

پولیس وايي، د ډي‌اېن‌اې په نوې څېړنه کې دواړه قتلونه سره وتړل شول او پلټونکي د جېمز ریچارډ کلارک هویت ته ورسېدل. د دواړو وژنو پر مهال د هغه عمر په ترتیب ۱۹ او ۲۰ کاله و او د واشنګټن کاونټي په سیمه کې اوسېده.

پولیس وايي، د کلارک د تېر ژوند او د نورو احتمالي جرمونو په اړه یې څېړنې روانې دي. چارواکي شک لري چې ښايي هغه په دغو دوو وژنو سربېره په نورو جرمونو کې هم لاس ولري.

د پولیسو یوه افسر جېمز پیتروسکي ویلي، پلټونکي باور لري چې ښايي دغه کس نور قتلونه هم کړي وي؛ له همدې امله د هغه پخوانی ژوند او اسناد څېړي.

چارواکو د دواړو وژل شویو نجونو کورنۍ د پلټنو له پایلو خبرې کړې دي. کورنیو د خپل شخصي ژوند د درناوي غوښتنه کړې ده.

د پولیسو په وینا، له نژدې پنځو لسیزو وروسته د دې قضیې روښانه کېدا د قربانیانو د کورنیو لپاره یو مهم پرمختګ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...