که بسمل مرغه په څنګ راپریوځي
کلی چې ووینی او ړنګ راپریوځی
اوس نه الفت شته ده نه مینه ښکاری
دابی احساسه ولس ووینی په ننګ راپریوځي
د خپل خاورین کلی د څاه په بمبه ترهه نکړی
د بل په لمسه ورانوی یې او په ننګ راپریوځی
سړک د کلی یې هم څو ځایه په بم والوځاو
کار چې د بل په ګټه وکړی نو په درنګ راپریوځي
بس دا جهاد ګڼی چې کلی ورانوی او هم کور
د ازلی دښمن په خوښه خپل ولس ته لکه بم راپریوځي
ځان مجاهد او هم غازی ګڼی پر ی فخر کوی
د افغانی ورور پر ټټر ګولۍ د غم راپریوځی
زموږ د کونډو یتیمانو اوښکې پاکې نشوې
وریندار کړی کونډه ووړ وراره ته لوی ستم راپریوځي
د خپل عزت په معنی نه پوهیږی درک نلری
عزت چی خپل خرابوی ورته په ننګ راپریوځی
د پنجابک په اشاره د ورور مرګی ته راشی
ځان چې پخپله ورانوی د ځان په ننګ راپریوځی
د خپل وجدان په محکمه کې هم ځان پړ نګڼی
چې پړه په ځان هیڅ نه منی او لا په ننګ راپریوځي
د ازلی ګمراه چاره نشته ده
خو چې ځان پوه ملا ګڼي او لا په جنګ راپریوځي
بم چې د تور ملا په خوښه راوړی دلته یی ږدی
زموږ ښوونځی زموږ روغتون را نړوي تور مخ بدرنګ راپریوځی
شعر خوب است برای منفقان سیاه روی و نوکران پنجاب ها
دير شايسته نظم دي كاش جي هغه خلك يي ولولي أو كتور ثابت شئ