تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د افغانستان یوې نوې چاپېریالي ادارې د اوبو د مرغانو لومړنۍ ملي سروې ترسره کړې ده؛ دا لومړی ځل دی چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یو افغان بنسټ د مرغانو د څارنې دا ډول پراخه څېړنه کوي.
دا سروې د «ریوایلډ» Rewild په نوم د یوې افغان چاپېریالي ادارې له خوا ترسره شوې او افغانستان یې د اوبو د مرغانو د نړیوالې کلنۍ سرشمېرنې برخه وګرځاوه؛ هغه نړیوال پروګرام چې ۱۸۹ هېوادونه پکې ګډون لري.
د سروې ټیم د افغانستان شپږو مهمو لندو سیمو او ډنډونو ته سفر کړی و، چې د منځنۍ اسیا د مرغانو د موسمي کوچ پر مسیر مهم تمځایونه بلل کېږي. دغه مرغان هر کال دوه ځله د هند او پاکستان له ژمنیو سیمو د منځنۍاسیا او سایبریا د دوبي سیمو ته کوچ کوي.
د سروې مشران وايي، د افغانستان د مرغانو او طبیعي استوګنځایونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه وچکالۍ، د اقلیم بدلون، ښکار، د کرنې پراختیا او د اوبو کمښت د ډېرو لندو سیمو د له منځه تلو سبب شوي دي.
د «ریوایلډ» اجرائیه مشر ایوب علوي ویلي، د سروې پایلې ښيي چې د افغانستان ډېری تاریخي لندې سیمې یا خو وچې شوې او یا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه وویل:
«د پخوانیو راپورونو پرتله اوسنی وضعیت ښه نه دی. د مرغانو ژوند تر فشار لاندې دی او ډېری سیمې سختې زیانمنې شوې دي.»
ټیم د کابل سیند پر بندونو، د آمو سیند د غاړو پر لندو سیمو او د غزني په «آب ایستاده» جهیل کې څېړنې کړې دي.
د غزني «آب ایستاده» جهیل، چې پخوا د فلامینګو مرغانو مهم استوګنځای و، اوس په بشپړه توګه وچ شوی دی. څېړونکو ویلي چې هلته یې هېڅ مرغان ونه لیدل.
دغه جهیل پخوا د زرګونو فلامینګو مرغانو د تم کېدو او نسل اخیستو ځای و، خو وچکالۍ، د اوبو بندونو، د ځمکنیو اوبو ایستلو او ښکار یې وضعیت خراب کړی دی.
برعکس، د غزني د «سرده بند» سیمه د مرغانو لپاره تر ټولو مناسبه وموندل شوه. سروې کوونکو هلته د مرغانو ۴۵ بېلابېل ډولونه ثبت کړي، چې پکې زرګونه د اوبو مرغان شامل وو.
د سروې ټیم ویلي، د افغانستان په ډېرو سیمو کې غیرقانوني ښکار لا هم د مرغانو لپاره جدي ګواښ دی، په ځانګړي ډول شمالي سیمې او د کوچ کوونکو مرغانو مسیرونه.
دوی خبرداری ورکړی چې که د لندو سیمو ساتنې، د ښکار مخنیوي او د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه ونه شي، افغانستان به د طبیعي مرغانو او نایابه ژوو ډېر مهم استوګنځایونه له لاسه ورکړي.
د «ریوایلډ» اداره وايي، غواړي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان نورې مهمې طبیعي سیمې هم وڅاري، څو د مرغانو، وحشي ژوو او طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره پراخ پروګرامونه پیل شي.