سه شنبه, فبروري 24, 2026
Home+په کیسه کې د اشارې او ‌ذهنیت جوړولو تخنیک | ایمل پسرلی

په کیسه کې د اشارې او ‌ذهنیت جوړولو تخنیک | ایمل پسرلی

زموږ په ځینو کیسو کې پیل خورا شاعرانه، انځوریز او تشریحي وي، کله کله دغه پیل له نورې کیسې سره سر نه خوري . یو کیسه لیکوال دی چې د کیسې د پیل یو یا ان دوه پراګرافه یې کله کله  اوږده او له موضوع وتلي تصویرونه وي، یو وخت مې وپوښت دا اضافي خبرې ولې لرې؟ ویل یې هرې کیسې ته زمینه سازي پکار وي، وار له واره خبره سمه نه وي. د کمساري کیسه لیکوال انتوان چیخوف بیا  یوه خبره ډېره مشهوره ده چې ویل یې که د کیسې په پیل کې پر دېوال ټوپک راځړېږي باید تر پایه یو نه یو ځای دغه ټوپک ډز وکړي کنه نو یادول یې بې ځایه دي.  زمینه سازي که د کیسې له راتلونکي سره سر ونه خوري بیا نو د چحوف خبره د غلي ټوپک یادول بې ځایه دي.

د زمینه سازۍ په تړاو په داستاني ادب کې دوه اصلاحات،  اشارې ( foreshadowing)  او ذهنیت جوړول  ( Priming) د لیکوال هغه تخنیک ته وایي چې د کیسې په پیل کې یې کاروي او په حقیقت کې د لوستونکیو ذهن او احساس د راتلونکو پېښو یا پایلې لپاره چمتو کوي. که څه هم دواړه د کیسې په اړه د لوستونکو د نظر جوړولو لپاره کارېږي او سره ورته ښکاري، خو له یو بله توپیر لري. فورشډوینګ یا اشاره هغه تخنیک دی چې تر مخه یې لیکوال د کیسې د راتلونکو پېښو ، پایلې یا د پېښېدونکو حالاتو په اړه مخامخ یا نا مستقیم ځینې اشارې ورکوي. بریتانیکا دائرة المعارف کې یې تعریف داسې شوی دی ٬٬ فورشیډوینګ د پېښو داسې تنظیمول دي چې لوستونکی د راتلونکي پرمختګ لپاره وار له مخه تیار کړي یا ورته اشاره وکړي.،، ۱

په بله ژبه د دې تخنیک له لارې لیکوال په لوی لاس د راتلونکو پېښو ځینې نخښې نښانې لوستونکي ته ورکوي. د نوبل جایزې ګټونکي ترکي لیکوال اورهان پموک په ناول د معصومیت موزیم کې د کیسې په پیل کې څو ځایه یوه له مهمو کریکټرونو فوسون وايي د لمرګل د پټیو په سمندر کې ډوبېدل غواړي. دغه ناول چې مې لوست فکر مې کاوه چې دا هسې یوه شاعرانه خبره ده، د لمرګلو په پټو کې ورکېدل یعنې څه. له دې ناوله چې سریال جوړ شو، پموک یې که څه هم سناریو نه وه لیکلې خو په جوړولو کې یې ونډه لرله، هلته د فلم په وروستیو برخو کې همدا نجلۍ خورا تېز موټر ځغلوي، په تنګ سړک سپی مخته ورځي، دا موټر ترې چپ کړي، د لمرګلو په پټي ورشي او لږ لیرې یې په همدې پټي کې له یوې ونې سره وجنګوي او دا پکې مړه شي. ځینې شاید ووایي چې د لمرګل ښکلی پټی د سینمايي هنر او د ښکلې سیمې لپاره انتخاب شوی ځای دی ځکه چې په لیکلي متن کې مړینه یوازې د موټر د ټکر له امله شوې او داسې ځای نه دی پکې یاد شوی. ان که سینمایي اغېزو لپاره هم دغه کار شوی وي ‎و د لمرګلو په پټي کې ورکېدل د دغه انجام لپاره کامله اشاره ده.

  تر دغې پېښې وړاندې دې نجلۍ ته چې د لمرګلو پټي ته مخامخ په څوکۍ ناسته ده همدا سپی ورشي او سر پورې موږي. د دې سپي داسې راتګ او هغه انجام همدا اشارې نه دي؟ دا د سپي راتګ او ټکر فورسیډوینګ دی که د ټکر لپاره د منطقي دلیل پیدا کېدل دي؟. دغه ځای کې یو هوټل دی چې د ناول اتلان پکې شپه کوي، دلته د راتګ پر وخت همدا سپی د دوی موټر ته غاپي، دغه غپا د پرمېنګ یا ذهنیت جوړولو بېلګه بللی شو ځکه چې د خطر او ډار نخښه ده، لکه سپي چې له څه دوی یا نور خبرول. دغه راز د ناول په منځویو برخو کې چې د کیسې اتل د نجلۍ کور ته ځي او د هغې له کوره یو یو شی د یادګار په توګه پټوي، یو هم د سپي مجسمه ده، که څه هم دی له هغه کوره ډېر څه  خپل وروسته جوړ کړي موزیم ته پټ کړي خو دغه سپی او وروسته د سپي له امله ټکر شاید اشاره وي.

د ادبي اصلاحاتو تر ټولو معتبره امریکایي وېبپاڼه، ادبي لارښود یا لېټچارټ فورشیډینګ داسې تعریفوي: ٬٬ فورشیډوینګ هغه ادبي وسیله ده چې لیکوال پرې د خپل پلاټ د هغه پرمختګ  په اړه اشاره کوي چې په کیسه کې ډېر وروسته پېښېږي.،، ۲

پرمینینګ یا ذهنیت جوړول اصلآ له سایکالوژۍ راغلې اصطلاح ده چې له فورشیډوینګ سره نژدې ده خو توپیر ورسره لري.  فورشیډوینګ راتلونکو پېښو ته اشاره کوي خو پرېمینګ یا د ذهنیت جوړولو تخنیک بیا د لوستونکي ذهنیت وارله مخه یو څه ته جوړوي. یو یې اشاره کوي بل یې د لوستونکي په روان څرګند یا ناڅرګند اغېز کوي. په اشاره کې وروسته لوستونکی پوهېږي او په ذهنیت جوړولو کې لوستونکی د ټولې کیسې تر لوستلو وړاندې د کیسې پای یا انجام په خپل ذهن کې جوړوي. د پرېمینګ له لارې لیکوال د داستان په اړه د لوستونکي رواني حالت هم تنظموي. د پموک په ناول کې چې مې د لمرګلو په پټي کې د ډوبېدو خبره لوسته، دې د کیسې د پای په اړه نه پوهولم بلکې د هغه څه اشاره یې راته کوله چې وروسته پېښ شو. د پرېمېنګ یا ذهنیت جوړولو بېلګه به  د نور محمد سعید په لنډه کیسه، توپاني شپه کې وګورو.

٬٬توپاني شپه

شپه پخه شوه. ماښام پیل شوی باران لاپسې ګڼ شو.له توپاني باد سره مله څاڅکي یې پر کړکیو په شرپ لګېدل.

ناوې ډکې بهیدې او اوبه یې په شرنګي سره له کلا بهر وتلې چرۍ ته تویدې.

ټول کلی په تیاره کې ډوب و، کله کله به له تالندې سره د برېښنا څړیکه په ټیټو خټینو بامونو چټکه تېره شوه.

خو په نوې برجوره کلا کې بیا دوه، درې ځایه د لالټینو تته رڼا کښته-پورته کېده. وروسته یوه رڼا برج ته وخته.

په تور پټو کې نغښتی سپین ږیری سړی د برج پرانیستې کړکۍ ته ودرېد. څراغ یې ټیټ ونیو، پر غولي دوه-درې پاولي او ځونډي پراته وو.

سر یې له کړکۍ بهر وایست. د باد او باران څپه یې پر مخ داسې ولګېده، لکه چا کلکه څپېړه وهلی وي، سست تړلی پټکی یې ړنګ شو.

د برېښنا په رڼا کې یې د کړکۍ په لرګي پورې غوټه شوی پړی ولید، چې په لندو نکریزو ککړ و او تر ځمکې پورې رسېدلی و. پای ،،

د دې کیسه د پیل ټول تصویر د ډار، وحشت، ظلم او زیاتي خبره کوي او د لوستونکي ذهنیت دې ته جوړوي چې یا به قتل شوی وي، یا به بل لوی ظلم شوی وی.  یعنې د لوستونکي احساس یا د ذهنیت لارښوونه پرې شوې ده، یعنې لیکوال په دغه تصویر لوستونکي ته لارښوونه کړې چې کیسه به کوم لور ځي. د دې کیسې د پیل په تصویرونو، یا زمینه سازۍ کې ښاغلي سعید تېښتې ته اشاره نه ده کړې چې فورشیدوینګ یې وبولو بلکې د ډار فضا یې پنځولې چې ورسره لوستونکی د یوه ناورین اټکل کولی شي. ما چې دغه کیسه ولوسته لیکوال ته مې ولیکل ٬٬ کیسه مو د فضا او طبیعت په انځور بوخته ده ، باد، باران، تالنده راښي او د ډار حالت ترسیموي ، پړی، نکریزې او برج  بیا نخښې یا سمبولونه دي، ناوې ده وژل شوې ، میینه ده په دار شوې هر څه چې شوي.،، ښاغلیو بېکسیار او وکیل شینواري راته وویل وژل شوې نه ده ناوې تښتېدلې ده.  دوی دقیق وو، ناوې تښتېدلې ده. دا تېښته پر ځای وه که بې ځایه، تېښته ظلم دی که نه دی، جلا پوښتنې دي خو د کیسې د پیل فضا لوستونکي ته د لا ناوړه پای پرمېنګ کړی دی.

  1. com
  2. https://www.litcharts.com/search?query=foreshadowing

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي؟

پوهندوی آصف بهاند لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بل‌ملگري جانداد جهاني داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي (د مورنۍ‌ژبې نړیواله‌ورځ ــ ۲۰۲۶...