تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۵ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر، اوچا د سئشنبې په ورځ اعلان وکړ چې آیرلنډ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳ میلیون یورو، چې شاوخوا ۳.۴۴ میلیون ډالره کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا ویلي چې دا پیسې به په افغانستان کې د بشري چارو له عملیاتو سره مرسته وکړي، څو د هېواد بېوزلو او زیانمنو ټولنو ته ملاتړ برابر شي.
اوچا په یوه خبرپاڼه کې د ایرلنډ د مرستې مننه کړې او ویلي یې دي: «ستاسې ملاتړ بشري اقدامات پیاوړي کوي او مرسته کوي چې په افغانستان کې تر ټولو اړو خلکو ته کومک ورسېږي.»
د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ملګرو ملتونو له مهمو میکانیزمونو څخه ګڼل کېږي چې له لارې یې په هېواد کې فعالو بشري بنسټونو ته مرستې رسول کېږي، څو د بیړنیو حالاتو پر مهال خوراکي توکي، روغتیايي خدمات، سرپناه او نورې اساسي اړتیاوې برابرې کړي.
دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې بشري بنسټونه خبرداری ورکوي افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخامخ دی؛ هغه بحران چې د بېوزلۍ، د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو، وچکالیو، بېځایه کېدو، له ګاونډیو هیوادونو د میلیونونو کډوالو د راستنېدو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له کبله رامنځته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې لا هم میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودجې د کمښت له امله مرستندویې ادارې اړې شوې چې ځینې پروګرامونه محدود کړي.
بشري عملیات هم له زیاتېدونکو ستونزو سره مخامخ دي، چې اداري محدودیتونه او د مرستو د وېش په چارو کې لاسوهنې پکې شاملې دي.
ایرلنډ له هغو نړیوالو مرستهکوونکو هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې هم په افغانستان کې د بشري مرستو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.