تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) کابل ښاروالي غواړي چې د څلورو اونیو په ترڅ کې ۱۸۰ زره نیالګي په کابل کې کښېنوي. ښاروالي وایي، د هوا د ککړتیا کمول، د شنو ساحو پراختیا او د چاپېریال ښه کول؛ د دوی د سږني خزاني کمپاین اساسي اهداف دي.
کابل ښاروالي د ډسمبر په درویشتمه د سږکال د مني په موسم کې د نیالګیو کښېنولو دا کمپاین د نادرخان په غونډۍ کې د ازادي پارک په سیمه کې پیل کړ. دا درېیم پرله پسې کال دی چې کابل ښاروالي د منې په وخت نیالګي ږدي.
د کابل ښاروالۍ د ویاند نعمتالله بارکزي په وینا، د دې ادارې د لومړي خزاني کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۱۰ زره، په دویم کال کې نږدې ۱۰۰ زره او سږ کال د ۱۸۰ زره نیالګیو د کښېنولو پلان لري.
د هغه په خبره، په دغو نیالګیو کې بادام، پسته او ارغوان شامل دي، چې د مني په موسم کې یې کښېنول د ودې او زرغونتیا لپاره مناسب بلل کېږي.
د نیالګیو ساتنه د ښاروالۍ او ښاریانو ګډ مسوولیت
د کابل ښاروالي د زرغونتیا رییس عبدالوکيل متوکل د کمپاین د پیل په مراسمو کې د نیالګیو د ساتنې او پالنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښار د زرغونتیا مسوولیت یوازې د ښاروالي پر غاړه نه دی، ښاریان هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د نوموړي په وینا، شنې ساحې او پارکونه د ټولو ښاریانو د ګټې لپاره جوړېږي؛ له همدې امله باید خلک د نویو کښېنول شویو نیالګیو په ساتنه، اوبه کولو او پالنه کې له ښاروالي سره همکاري وکړي.
متوکل ټینګار وکړ چې د نیالګیو د ساتنې ټول مسوولیت باید یوازې پر ښاروالۍ وانه چول شي او نه هم یوازې ښاریان مسوول وګڼل شي، بلکې د دواړو لوریو ګډې هڅې د ښار د زرغونتیا لپاره اړینې دي.
کابل له چاپېریالي ستونزو سره مخامخ دی
د نیالګیو د کښېنولو دغه کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې کابل ښار په وروستیو کلونو کې د هوا د ککړتیا، د اوبو د سرچینو د کمښت او وچکالۍ له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
د ښار د نفوس زیاتوالی، د ودانیو پراختیا، د شنو ساحو کمښت او د هوا ککړتیا هغه عوامل دي چې د کابل پر چاپېریالي وضعیت یې اغېز کړی دی.
ونې او شنې ساحې د ښاري چاپېریال په ښه کولو کې مهم رول لري. ونې د کاربن ډای اکسایډ په جذب، د دوړو په کمولو، د هوا په پاکولو، د تودوخې په تنظیم او د ښاري سیمو په ښکلا کې مرسته کوي. همدارنګه، شنې ساحې د خلکو لپاره د تفریح او استراحت مناسب چاپېریال برابروي.
له همدې امله، د کابل په څېر ګڼ مېشت ښار کې د ونو او بوټو زیاتول یوازې د ښار د ښکلا موضوع نه ده، بلکې د چاپېریال ساتنې او د ښاریانو د ژوند د کیفیت له ښه کېدو سره هم مستقیم تړاو لري.
د کمپاین د بریا لپاره دوامداره پاملرنه ضروري ده
د چاپېریال ساتنې په برخه کې د نیالګیو کښېنول یو مهم ګام دی، خو د دې بهیر تر ټولو مهمه برخه د کښېنول شویو نیالګیو ساتنه او پالنه ده. که نوي نیالګي په مناسبو شرایطو کې ونه ساتل شي، پر وخت اوبه ورنه کړل شي او د وچېدو او زیانمنېدو مخه یې ونه نیول شي، ښايي د کښېنولو هڅې مطلوبه پایله ورنه کړي.
په ځانګړي ډول د کابل د وچ اقلیم او د اوبو د سرچینو د کمښت له امله، د نویو نیالګیو لپاره د اوبو رسولو منظم سیستم، د ساتنې دوامداره پروګرام او د ښاریانو همکاري ځانګړی اهمیت لري.
د کابل ښاروالي مسوولینو هم په خپلو څرګندونو کې پر همدې موضوع ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د نیالګیو په کښېنولو سربېره د هغو د ساتنې او اوبه کولو مسوولیت هم پر غاړه واخلي.