تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د ملي پراختیا شرکت، چې د قوشتېپې کانال د جوړولو چارې پر مخ وړي، وايي چې د دې کانال د دوهم پړاو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د آمو سیند اوبه به «ډېر ژر» دغه کانال ته ورګډې شي.
د طالبانو اړوند حریت راډیو د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په څلورمه، د ملي پراختیا شرکت په حواله راپور ورکړی چې د قوشتېپې کانال د سربند د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او د پاتې برخو له بشپړېدو سره به د آمو سیند اوبه دغه کانال ته ورواړول شي.
د قوشتپې کانال د جوړولو چارې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې. دغه کانال شاوخوا ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري. دا په افغانستان او سیمه کې تر ټولو ستر مصنوعي یا د بشر په لاس جوړېدونکې اوبلار ده. د دې کانال له جوړېدو سره د افغانستان په کرنه کې انقلابي بدلون راتلای شی. د دې کانال د جوړېدو هدف په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو او پراخو دښتو خړوبول دي.
د دې اوبلارې لومړۍ برخه، چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې بشپړه شوې وه.
د کانال پر سر د رېلګاډي او موټرو د تېرېدو لپاره څو لوی پلونه هم جوړ شوي دي.