جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

په کوم یو ستوري …؟

په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟

چې اسمان شین شو

مات وزرې مرغۍ

کړکۍ ته راغله خپل زخمونه د کړکۍ د ښیښې

په انعکاس کې ګوري

پر وړو سترګو یې د درد درنې څپې راځي

اوریځې واغونده

د باران څاڅکو ته

تړم ملهم ورکړه

مځکه خوږیږي مرغۍ تنده ګالي

ګلونه ټول بې رنګه شوي دي

د رنګ او نګهت، رنګینه ساه غواړي

په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟

چې ږغ مې اورې که نه؟

خیال دې راولیږه

چې ورځې د سپېدو په ګلابي سیند کې

د څپو شونډې ښکل کړي

د بڼ انګور خواږه شي

د تاک شنې لپې

د حیات د اوبو ډکې شي

شراب راوړي

د انار شونډې خونابې شي

د بڼ ټولو څانګو، څانګو باندې

د کلي ټول ماشومان

د پاڼو، پاڼو په شان

خپلو لاسونو ته کیسې د سرو غمیو وکړي

نجونې پر شونډو د انارو د بڼ

سره، نمکین، خواږه خوبونه نقش کړي

 بابا خوشحال شي

څو خواږه، خواږه لفظونه

د ابۍ د سیوري، څنګ ته تیر شي

بنجارۍ راشي پلنډه ډکه

د لونګ او سرو مرجانو راوړي

د رنګریز خم کې رنګیني

د وصل خوب وویني

په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟

د اسمان سیند دې وړانګې، وړانګې

د څپو بیړۍ کې  سمندري ښاپیرۍ

درومي مزلونه وهي

ډکه ټوکرۍ د سپینو، سپیو مرغلرو

او الماسو راوړه

شهسوارانو نجونو د سپینو وړانګو په لټون

ځنګل کې لار ورکه کړه

لارې کنګل نیولي

د غرني بادامو ونې

د بهار په انتظار ستړي شوي

په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟

په کوم یو ستوري کې قدم وهي؟

۲۰۲۵ / ۱۱ / ۱۰

نومبره …!

نومبره، د زړه مراندې مې پرې کیږي

سوي ساه مې رګ پر رګ باندې خوږیږي

نومبره، مذکر منصور حیران دي

اندامونه مې بې اوره ستي کیږي

ستا نازونه د غرب غرونه پر لمن وړي

پر زرغون بخمل دې پاڼې نن لوبیږي

ستا وږمې په غاړو، وړي د سرو هارونه

پل پر پل دې طلایي وړانګې ځلیږي

نومبره!

د زړه مراندې مې پرې کیږي

دلته ډکې بګۍ راوړي ژړ رنګونه

طلایي رنګونه وشیندي پر نجونو

د شېبو تر ملا راتاو کړي دوه لاسونه

د څپو پر مړوندونو

کیسې ولیکي کاروان، کاروان مزلونه

نومبره!

د زړه مراندې مې پرې کیږي

هلته مه ځه!

هلته ستا سیلۍ د قهر او عذاب په پلونو راشي

د ماشوم د لاس څه وچه ډوډۍ یوسي

زما وطن د بې اسرو ښځو څه ډک دی

خړ پوړنی یې د یخ څخه رپیږي

ستنې نشته چې لمنې په رفو کړي

د هوس د شیطانانو د نظر په تاو سوځیږي

په سړو، سړو قبرونو کې

د مړو ساړه کیږي

ستا اوریځ راوړي د خاورو بارانونه

لارې، لارې ریبې پلونه پر ورانیږي

خړو غرونو کې د شپون څه لار، ورکیږي

هلته مه ځه!

هلته پاڼې لپې لپې خاورې شیندي

هلته مه ځه!

د وطن د ماشو مانو تبې کیږي

و سړو، سړو کورونو ته

د لمر ساه نه رسیږي

هلته مه ځه، هلته مه ځه!

۲۰۲۵/ ۱۱ /۱۵

       غزل

د پناه پر پلونو راغلمه ژوندۍ شوم

سرابونه مې چیښله بارانۍ شوم

ستا ګومان مې د یقین پر لارو پوخ کړ

د خیالونو شبستان ته تلم سپوږمۍ شوم

ما په خوب کې زرین لمر بڼو کې واخیست

وزرونه مې ټکور شوله مرغۍ شوم

د افق پر تندي شین سهار، راوخوت

هسکې څوکې لولم، لولم غرڅنۍ شوم

ناڅرګنده، ناپیژانده وم ذره وم

وړانګو ښکل کړمه څرګنده سارانۍ شوم

ستا تر سترګو لکه میینه څڅېدمه

ته بیده شوې زه (پروین) شوم ملالۍ شوم

۲۰۲۵ / ۱۱ /۱۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب