Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ایران د ۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

افغانستان او ایران د ۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

تاند (چهارشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه) ‏د افغانستان او ایران ترمنځ د ۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.

د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویلي چې، د طالبانو د حکومت، ایران، ازبکستان او هند د چارواکو ترمنځ د B2B او سوداګریز نښلون غونډه وشوه.

یاده ټولنه زیاتوي چې، په دغه څو اړخیزه غونډه کې د پورتنیو هېوادونو لوړپوړو سوداګریزو چارواکو ګډون درلود.

د دغې ټولنې د راپور له مخې د غونډې په څنډه کې د افغان لوري او د ایران د کښتیو د یوه شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون پر اساس به افغاني توکي د هغوی په کښتیو کې نړۍوالو بازارونو ته رسیږي.

دغه تړون داسې مهال لاسلیک کېږي، چې بل لورته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د کړکیچ له امله په ټپه ولاړه ده.

بل لورته تازه د افغانستان د سوداګرۍ وزیر هم په یوه رسمۍ سفر هند ته رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...