زه، لکه پېروته درنه تاو ومه
ته لکه ګلاب له ځوزه ډکه وې
زه لکه اوبه چې تنده ماته کړي
ته لکه لمبه، اور يا سکروټه وې
زه لکه يو زغم چې پټ په زړه کې وي
ته لکه حسرت، عقده، بدنيته وې
زه لکه ساده کوچۍ په کلي کې
ته لکه ناوۍ، ښاري لعبته وې
زه لکه زَړه بوډۍ چې سوال غواړي
ته لکه مالکه بااعظمته وې
زه لکه آسيې چې موسی يې وژغوره
ته لکه فرعون، غرقه له شکه وې
واووو زبردست او له محتوا ډک غزل و
زه لکه آسيې چې موسی يې وژغوره
ته لکه فرعون، غرقه له شکه وې
👏🥰
له ښکلي نظره دې مننه کوم عابدې جانې!
که چیري د اخیري بیت (يې) لیري سي او پر ځای یې چې (چي+ یې= چې) یوازي استفاده سي د بیت سکته له منځه ځي.
مرهون صاحب مننه،
(يې) لنډه ولوستل کيږي، که همداسې لنډ ولوستل سکته ګي په کې نه راځي.