شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير ځانګړې غونډه

د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير ځانګړې غونډه

د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير / راپور (۲۱)

ځای: انلاین 

نیټه: د اکتوبر ۱۵ مه 

راپور: ځلا نور 

وړاندې کونکې :نسرین حمیدي

د ګډون والو شمېر: ۴۰ 

د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير غونډې هره يوه يې تر بلې متفاوته وي او له ځانګړي خوند او رنګ سره جوړېږي. دا غونډه هم د افغانستان د مشهورې ښځینه کيسه ليکوالې شريفه شريف د لنډو کيسو په نوي چاپ شوي کتاب «چا و چا ويل»  مخ کتنې په وياړ جوړه شوې وه.

غوڼدې دوه برخې لرلې. د غونډې په لومړۍ برخه کې د پیل وینا او د ډاکټرې شریف پر کتاب او کیسو د نورو لیکوالو د مقالو لنډیز وړاندې شو. د غونډې په دویمه برخه کې له ډاکټرې شریف سره د داستان او ادبیاتو په هکله مرکه وشوه.

 ګډونوالو په لسګونو په زړه پورې مقالې لیکلې دي، چې په غونډه کې يې لنډيز شريک شو. اغلې نعیمې غني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د غونډې پرانیسته وکړه.

هغې وویل چې د نن غونډه زموږ له اونیزو غونډه بیله ده ځکه په دې غونډه کې د تکړه لیکوالې شریفه شریف د نوې چاپ شوې ټولګې (چاو چا ویل) او په ټوله کې د نوموړې د ادبي هڅو درناوي ته ځانګړې شوې ده. 

اغلې غني زیاته کړه چې په پښتو ادب کې د ښځو په قلم د لیکل شویو اثارو عمر ډېر اوږد نه دی. د دې تر څنګ د هغوی په لیکلو کې د ټولنې د بیلابیلو ټولنیزو او کلتوري پابندیو په وجه د ښځینه ژوند، احساساتو او عواطفو ته ډېره ژوره پاملرنه نه ده شوې. 

هغې وویل چې میرمن شریف یو له هغو لیکوالو څخه ده چې لیکل یې د ښځې د ژوند په بیلابیلو اړخونو راګرځي له همدې امله د هغې لیکوالي د پښتو ادب لپاره خاصه او مهمه ده.

وروسته بیا نعیمې غني د اغلې شریف د لیکوالۍ دوو مهمو اړخونو ته په اشارې سره وویل چې د میرمن شریف د مهاجرت او په وطن کې د ژوند پراخې تجربې د هغې لیکوالۍ ته بیل رنګ ورکړی. د هغې لیدلوری پراخ او لیکوالي یې ژوره او د ژوند په واقعیتونو ولاړه ده. 

اغلې غني زیاته کړه، چې له نیکمرغه په دې وروستیو ورځو کې د پښتو ادب د نه تکرارېدونکې شاعرې پروین ملال کلیات هم تازه له چاپه راوتی نو په دې هیله چې په نېږدې راتلونکي کې د هغه لپاره هم همداسې یوه غونډه راوبولو او دا لړۍ د پښتو ادب د نویو چاپیدونکو اثارو په لمانځلو او راسپړلو سره وغځوو. 

د دې غونډې لپاره، شفیقه خپلواک، لیمه عزیز، فاطمه اعظم، کامله عزیزي، لېمه ودان، فتانه ژوند، میمونه کامران، مینا نظري، مروا ځلاند، نسیمه باري، راشده شایق، هیله پسرلی او  ځلا نور مقالې لیکلې وې. ځینو  بهیروالو د تخنیکي ستونزو له امله په غونډه کې ګډون ونکړ خو ټولې لیکل شوې مقالې به د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر پر خواله رسنیو خپرې شي.

لیکوالو د ډاکټرې شریف د لنډو کیسو پر بېلابیلو اړخونو مقالې لیکلې دي. د مثال لپاره به د ځینو بهیروالو مقالې دلته یادې کړم. د لېمې ودان مقاله چې “د ډېرو او د ځینو کیسه” نومېږي د “چغې” ‍پر کیسې لیکل شوې ده. میمونه کامران په خپلې مقالې کې د “کړکۍ” د کیسې پیغامونو ته تم شوې ده. مروا ځلاند د “کوترې” د کیسې سمبولونه تشریح کړې دي. لېمې عریز د څلورو کیسو کیسې لیکلې دي. فتانه ژوند د “سفر” د کیسې په انځورونو کې زمان او مکان ته ځیر شوې ده. کاملې عزیزي پر هغو ځانګړتیاوو مقاله لیکلې ده چې د «چا و چا ويل» کتاب کیسې یې له نورو بېلې او خاصې کړې دي. 

له مقالو وروسته د غونډې د لومړۍ برخې په پای کې ډاکټرې شریف په ډېرو مهربانو او خوږو الفاظو د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه. د لیکوالۍ په بیلابیلو برخو، د ژوند په تجربو او هغو اصولو چې دا ورته په لیکوالۍ کې ژمنه ده خبرې وکړې. 

دا لومړۍ خوندوره برخه دومره په زړه پورې وه چې زمان دومره  ژر تېر شو لکه څوک چې د ډاکټرې شريف کيسه لولي او چې پام يې شي چې کيسه يوه کرښه پاتې ده نوره خلاصه ده.  

د غونډې لومړۍ برخه چې له دې تلوسې وتله نسرین جانې د يو ښکلي بيت پر کلۍ د غونډې د دوهمې برخې د ګلبڼ دروازه پرانيسته. په دې برخه کې کيسه ليکوالې هيلې پسرلی له ډاکټرې شریف سره مهمه او عالي مرکه درلوده چې، بهیروالو هم خپلې پوښتنې پکې واورولې او ډاکټرې شریف په پوره حوصله ټولو ته په زړه پورې او له معنا ډک ځوابونه ورکړل. 

غونډه اغلې معصومې غرنۍ په یو ښکلي زېري پای ته ورسوله، دا زیری به د هغو لپاره ډیر جالب وي چې له داستان سره مینه لري. دا غونډه ثبت شوې ده او د اکتوبر په ۲۹ مه  به د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر په خواله رسنیو خپره شي، تاسو کولی شئ ټوله غونډه زموږ پر خواله رسنیو وګورئ. 

3 COMMENTS

  1. سلام
    یوشمېر زیاتې لیکوالانې ، څیړونکې ، قدرمنې او عالمې ددې استعداد لری چې دغه ډول غوندی ژوندی وساتی کله چې الله فرمایی علم الانسن با القلم نو دقلم ظرفیت دواړو ته ورکول شی هیڅ ډول کرکه نه منی.
    او وچ سیاست یو بی معنا جهالت ګڼل کیږی.

  2. ډېر خوند يې وکا. زه ستاسو راپورونه په خوند لولم. خدای مو کاميابي لره. له زيري راکولو مو هم مننه.
    که تاند ويب‌پاڼه ستاسو په نامه يوه پاڼه جوړه کي، دا به نور ښه سي. سړی به کولای سي چي ستاسو ليکني په اساني ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب