جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبتنكۍ ځواني پخه شاعري / سعيد زابلى

تنكۍ ځواني پخه شاعري / سعيد زابلى

د سروش د شعر په لوستلو داسې فكر كېږي، لكه د پاخه عمر كس شعر چې لولو، د دې علت دا دى چې سروش د شعر لپاره بلا رياضت او مطالعه كوي، كه څه هم سروش په شخصي ژوند كې خاموشه ځوان دى، خو دا خاموشي يې كله كله دومره ورباندې غالبه شي، چې ان په مشاعره كې يې له شعر ويلو پاتې راولي، په دې خوشحاله وي چې د بل شعر واوري، خو ځينې شاعران داسې فطرت لري، د عرب شاعر  نزارقباني له خولې ويل كېږي چې كله كله پر سټيج د شعر ويلو راته وويل شي، حيران شم چې كوم شعر ووايم وارخطا وارخطا پاڼې اړووم، كوم شعر به سم وي او كوم شعر به سم وي. په داسې حال كې چې نزارقبانې ته به په زرګونو مينه وال ناست و، طبيعي ده چې دا مينه وال د ده د ښه شعر له كبله و، مګر بيا هم نزار قباني د شعر ويلو پر مهال ټكنى كېده. ښايې دا ټكني كېدل به د شاعر شاعرانه قوت نور هم پياوړى كوي او دې ته به يې هڅوي چې له پخوانه ښه شعر وليكي، كوم وخت چې شاعر پر ځان مين شو يا يې ځان داسې څوك احساس كړ، چې بس نو زه يم!!! هغه مهال يې نو د ښې شاعرۍ مزه ځكه له منځه ځي چې د شعر لپاره يې رياضت او ژور فكر را لنډيږي.

خو حكمت الله سروش هم يو له هغو شاعرانو دى چې كله كله د شعر ويلو پر مهال ټكڼى كېږي چې دا  په راتلونكي كې موږ ته د يوه ښه شاعر پيغام راكولى شي، مګر تر دا مهال چې يې كومه شاعري كړې ده، د حساب وړ شاعري ده، د محتوا له مخې د پاخه خيال او فكر او عاطفې  څخه مالا مال ده، سروش چې دا مهال غزل، تړلي او ازاد نظمونه ليكلي دي، په ټولو كې د محتوا او تصوير له مخې ښكلي حالتونه ترسيموي، خو دا حالت سره له دې چې ژور حالت وي، مګر د تورو او الفاظو په جادو يې لوستونكي ته دومره ساده كړى وي، چې د هرې كچې لوستونكى خپل هدف ځينې اخستلى شي او په ازادو نظمونو كې تر ټولو مهمه دا ده چې څنګه كولى شو، مقصديت په روښانه انځور لوستونكي ته ورسول شي.

پر نننۍ شاعري دا نيوكه هم ډېره كېږي چې دوى زړې خبرې كوي، دا نيوكه پر ځاى ده، شاعر كه زړه خبره په نوي انداز كې ونه كړي، نوښتګر نه شو ورته ويلى، د سروش غټه خوبايي دا ده چې زړې خبرې په خورا نوي انداز كوي، تنهايي زموږ په شاعري كې ډېره ياده شوې ده،  مګر د دې شاعر په ازاد نظم كې په خورا عالي تصويرونو ورسره مخ كېږو:

ټک … ټک… ټک

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه له يوه څخه اوښتې

شپه ژورې خاموشۍ غېږ کې اخيستې

بس يوازې له ساعته ټک- ټک خيژي

کله کله په تېزۍ يو ګاډى تېر شي

د کوټې تر کړکۍ تېزه رڼا راشي

ورپسې د کوڅې ټول سپي په غپا شي

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه اوس له دوو څخه اوښتې

په کوټه کې پاڼې ښې خورې ورې دي

موده وشوه چې همدغسې پرتې دي

هره خوا خواره واره دي کتابونه

يو څومات او څو بې سره قلمونه

د دوى منځ کې هغې پاڼې رانه ورکې

پر ليکلي چې مې چا ته و شعرونه

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه اوس له درو څخه تېرېږي

خداى خبر چې نن بيا څه ورپېښه شوې

زړه حيران دى زړه نرى نرى خوږيږي

بيچاره يوازيتوب په سر اخيستى

له چوپتيا نه لېونتوب په سر اخيستى

موده وشوه د خبرو سړى نشته

ورسره بلا خبرې او کيسې دي

خو د ده د اورېدلو سړى نشته

پر دېوال و راځوړند ساعت ته ګورم

کوچنۍ ستنه له څلورو نه ورتېره

شپه ژورې خاموشۍ غېږ کې اخيستې

بس يوازې له ساعته ټک- ټک خيژي

زړه حيران دى زړه نرى نرى خوږيږي

کله کله په تېزۍ يو ګاډى تېر شي

د کوټې تر کړکۍ تېزه رڼا راشي

ورپسې د کوڅې ټول سپي په غپا شي

د تنهايى په اړه ډېرې غزلې او نظمونه ليكل شوي دي، خو سروش چې كوم حالت بيانوي نوى انداز دى، او په خاموشى كې يوازې د ساعت ټك ټك ټك ډېر تمثيلوونكى دى، شيرين عمر چې تيريږي درېغه درېغه( او په كوټه كې يوازې د چا په خيالونو كې ناست بې سره قلمونه پراته او په خورو ورو كې پاڼو كې ورك د يو چا په اړه ليكل شوې شعرونو لټول او بيا په كوڅه كې د موټرو ګړندى تګ< كوټې ته د تېرزو بتيو را لوېدل، ورپسې د كوڅې د سپو غپا، تنهايي او شپه نوره هم سيوا كوي. د سروش په نظمونو كې تر ټولو غټه خبره داده چې هغه د پيغام لپاره ډېره ښه زمينه سازي كوي، په ازادنظم كې تر ټولو مهمه داده چې څنګه كولى شو، بې درده توري درمن او بې نڅا ټكي په نڅا څوك پيغام ته ورسوي، د سروش ازاد نظمونه له ګڼو تصویرونو ډك وي، همدغه تصويرونه دي چې لوستونكى يا اورېدونكى نېغ په نېغه د موضع تل ته بيا يي، د تصويري كلام په اړه تكړه شاعر او ليكوال عبدالغفور لېوال وايي: کله کله موږ په ورځنیو خبرو کې د داسې مطلب په هکله خبرې کوو، چې اورېدونکی یې د خبرو اورېدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو کلېماتو ته توجه کوي، بلکې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقیبوي چې موږ پرې خبرې کوو او بل دا چې د ټاکلې موضوع کیسه په داسې بڼه وکړو چې پیښې، څېرې، اشیاء او حرکات د اورېدونکي لپاره تمثیل شي. د هرې کلېمې شاته یو مفهوم پروت دی، د مفاهیمو منظمې او په ارادي بڼه جوړې شوې مجموعې ته ژبنی تصویر او د کلیماتو مجموعې ته تصویري کلام ویلی شو، د سروش پورته ازاد نظم د لېوال صاحب د دې خبرو مصداق ګرځي، خو په دې وروستيو كې چې سروش كوم نظم (د دې دور عجيبه غوندي انسان دى)ليكلى دى، ښايې په لوستلو يې ډېر لوستونكي فكر وكړي،چې سروش رښتيا هم د خورا عالي فكر خيال او عاطفې شاعر دى، هغه ژوند په څومره ژورانداز څېړلى دى، په ټولنه كې يې د هرڅه له اروا خبرې كړې دي، د هغه دغه نظم د دې ګواهي وركوي، چې هغه معاصر شاعر دى، معاصر هغه چاته ويلى شو، چې د خپل وخت خبرې وكړې، خپل وخت انځور كړي، خو سروش چې په دغه نوي نظم كې كوم حالت انځور كړى دى، د ده تر عمر ډېر پوخ ښكاري خو دا چې د شعر لپاره شپې شپې رياضت كوي همدا علت دى چې تر خپل عمر پوخ او ښكلى شعر ليكي:

د حكمت سروش نوى نظم

د دې دور عجيبه غوندې انسان دى

نه پوهيږي چې پر كومه خوا روان دى

لا يې داړې سرې په وينو دې د مځكې

اوس په لټه د نيولو د اسمان دى

د فطرت رنګينۍ وژني خوشاليږي

د نبات له قتله هيڅ نه ستړى كيږي

د سيمټو بلا ګانې ور روانې

د ځنګل لمنه ورځ په ورځ ټوليږي

د ګلاب له وينو ځان ته عطر جوړ كړي

ښكار ته لاړ شي پر هوسيو محشر جوړ كړي

ډېر بې ژبې ځناور له چړو تېر كړي

دى خوشاله وي، ګډيږي، اختر جوړ كړي

په هوا كې په هوا چې څه مرغان دي

د انسان له الوتكو پرېشان دي

سمندر كې د كبانو كور ور ړنګ كړي

دوى په تېښته او اوبتلي ور روان دي

له وختونو د ثبات پر سر جنګيږي

دا ټوم پر اوږو سپور پسې ګرځيږي

د بشر د حفاظت لپاره ې غواړي

د وسلې له اختراع نه ستړى كيږي

د دې خپل فكر تاوان ته يې پام نشته

د راتلونكې وخت انسان ته يې پام نشته

د ګوګل په سترګه ټوله جهان ګوري

خو په څنګ كې و جانان ته يې پام نشته

حكمت سروش د يوې داسې ټولنې ځوان دى چې ټول وخت يې په دردونو او جنګونو كې تېر شوى دى، كوم مشر ويلي و، چې موږ جنګونو پاخه كړو، همدغه حالات و چې پر پښتو يې داسې شاعران ولورول، سروش سره له دې چې د خپلې ټولنې غم په شعرونو كې منعكس كوي، د دې ترڅنګ دې ته هم پام كوي چې د ننني دور انسان پر كومه خوا روان دى، په پورته نظم كې چې د ننني انسان كوم انځور سروش په عالي شاعرانه انداز وړاندې كړى دى او كوم توري چې ده شاعرانه كړي دي او بيا يې شعر په كوم پيغام پاى ته رسولى دى، ښايې د ډېرو د وس خبره نه وي.

دا نظم نه يواځې د سروش په شعرونو كې شهكار دى، بلكې د ده د همزولو په شعرونو كې ښايې په لومړۍ ليكه كې راشي، په دې نظم كې چې د انسان كوم حالت بيان شوى دى، خورا دردوونكى دى، انسان چې د مځكې پر مخ كوم حالت رامنځ ته كړى له هغې ستړى نه دى او اوس غواړې په سپوږمۍ او مريخ كې اډې ولري، يا د ځنګلونو لمن ورځ په ورځ ټوليږي، له دې كبله چې انسان پرمختګ كړى دى او يا انسان چې غواړې په ټولنه كې د دې لپاره چې ځان ښكلى وښيي بيا نو د ګلونو وينې نښتېځې او ځان ورباندې ښكلى كوي او بيا هم دغه انسان دى چې د هوا مراغان چې له مځكه پورته پنا وړي هم په امان كې نه دي پرېښي او د دريابونو په تل كې يې د اوبتلو له كبله د ماهيانو كورنه ړنګ دي، خو بيا هم دا انسان دى چې د سولې لپاره هلې ځلې كوي، مګر طنز يې په دې كې دى چې د سولې لپاره د اټوم پر اوږو سپور ګرځي او د دې شعار لپاره چې د ټولنې حفاظت وغواړي اسلحې توليدوي، چې دا پخپله ضد او نقض حالت دى او د نظم په پاى كې چې يې كوم پيغام وړاندې كړى دى، د نظم خوند يې نور هم زيات كړى دى، انسان سره له دې چې دا كار د خپل ځان لپاره كوي، مګر خپل فكر ته يې چې د هر انسان ارمان جوړي وي هيڅ پام نه دى كړى، د هر انسان دا هيله وي چې خپل اولاد او لمسيانو ته ښه پر مختللى ژوند جوړ كړي، خو ننني انسان هرڅه د خپل ځان لپاره وكړل، هغوى ته يې هيڅ فكر ونه كړ، او د دې نظم وروستۍ فقره چې له مينې سر اوچته وي خورا هيجانوونكې ده:

د ګوګل په سترګه ټول جهان ته ګوري

خو په څنګ كې و جانان ته يې پام نشته

په دې نظم كې له شكه پرته چې سروش ډېر نوي ترکیبونه جوړ کړي، د ګوګل سترګه، د ا ټوم اوږې، د ګلاب وينې، د ځنګل لمنه، د سيمټو بلاګانې، كه څه هم په ټوليز ډول د ده په شاعري كې توري، متحرك وي، لكه د لمر په وړاندې ځلېدونكې ايينه، څو رڼاوې پاشي، خو د دې ترڅنګ په دې نظم كې چې هغه د تخييل او فكر ترڅنګ څومره لوړه عاطفه كارولى د هغه استعداد نور هم په ډاګه كوي، ښايي داسې نظمونه ډېر كم زموږ په خپله شاعرۍ كې وي، خو د سروش له طبعې داسې معلوميږي چې هغه په دې لاره كې خورا بريالى دى، كه وخت وفا ورسره وكړي او خپل رياضت همداسې ګړندى وساتې نو يو وخت به همدا تنكى ځوان، په پښتو شاعرۍ كې د لويو لاسته راوړنو شاعر وي.

خو سروش د دې ترڅنګ په غزل كې هم ښه پر مختګ كړى دى، هغه چې د ژوند په چاپيرچل كې كومې تجربې او مشاهدې كړې له بلا رياضته وروسته يې په شاعرانه  كليمو ټولنې ته وړاندې كوي، كه څه هم هغه خپلو شعرونو ته له څومروالي پرته پر څنګه والي فكر كوي، همدغه علت دى كه يې لږ شاعري كړې، نو ښه شاعري يې كړې ده.

سروش له خپل ولس سره هم بې كچه مينه لري، همدا مينه ده چې له ده په نا خوداګا ډول  بيا بيا په خپل شعر كې اظهار كېږي، د مثال لپاره يې د لوى پښتون وطن دا ارمان يوه ښه نمونه ده:

پر يو بدن دى ،که د هر غړي دى

که د زابل، که د خيبر درد دى

د سروش په شعر كې چې تر ډېره جوت او د لوستونكو د جذب قوه لري هغه عاطفه ده،ځكه عاطفه ده چې شعر ته ښكلا وربخښي او مينه وال زياتوي، خو عاطفه بېلا بېل سمبولونه لري مګر د عاطفې په پيغام كې د ماشوم يادول بيا دا مانا نوره هم پياوړې كوي، يو وخت رحمت شاه سايل ويلي و:

ماشومان كه د مشرق كه د مغرب دي

د خندا او د ژړا انداز يې يو دى

خو سروش بيا په ټولنه كې د عاطفې لپاره د هغو وګړو سخت زړونه پوښتلي چې د دې ولس په وينو كې يې لسيزې لسيزې خپل لوغړن عزت ولټاوه:

اورئ د ماشوم ژړا!

نه مو واخيست زړونو اور؟

د سروش په شاعري كې بل مهم اړخ ،اروايي حالت دى چې په ډېرو غزلو او ازادو نظمونو كې يې ښكاري، كه ټوله دنيا ارامه وي، خو زموږ چې ذهن نا ارامه وي، هرڅه به راته كمرنګه ښكاري، د دې علت دا دى چې زموږ په لاس ته راوړونو كې كومه نيمګړتيا احساسوو، همدغه احساس مو، له اروايې پلوه د ژوند په چارو كې ټكني كوي:

نن مې ټکی هم سبق و نه وايه

خدای خبر چې بيا خپه په څه ومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب