تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د دوی د څارنې ټیمونو د کابل ښار د شپږمې او اوومې ناحیو بازارونه د پټاقیو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره اقدام کړی دی.
دیاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، دا اقدام د پټاقیو د واردولو، تولید او کارولو د بندیز د پلي کولو لپاره اخیستل شوی او د بازار په کچه د دې موادو د رسولو مخنیوي باندې تمرکز کوي.
د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دې تفتیشونو په جریان کې، هټیوالو او پلورونکو ته چې د پټاقیو مالکیت یې درلود لارښوونه وشوه چې، د دوی له پلور ډډه وکړي او موجوده توکي سوداګرو ته بېرته ورکړي.
سرچینې په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د بازارونو د څارنې پروسه به دوام ومومي او د هغو کسانو په وړاندې به قانوني اقدام وشي چې، د دې حکم خلاف عمل کوي.
د خبرپاڼې پر اساس د دې اقداماتو هدف د خلکو اندېښنې کمول او په بازارونو کې نظم ډاډمن کول دي.
دا اقدام وروسته هغې اخیستل کېږي چې، څه موده وړاندې په هېواد کې د پټاقیو پر واردولو بندیز ولګېده.
خو په داخل کې هټیوالو سره شته پټاقیو هم خلک تنګ کړل چې، د مسوولانو په وینا د خلکو د شکایتونو د زیاتوالي وروسته دوی دا اقدام کړی دی.
مسوولانو زیاته کړې چې، د دې پرېکړې د پلي کولو لپاره، څارنه ګړندۍ شوې او هڅې روانې دي چې په بازارونو کې د دې موادو د رسولو بشپړ مخنیوی وشي.