د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په وروستۍ شاوخوا یو نیمه لسیزه کې د افغانستان د ځنګلونو مساحت ۴۲۷ زره هکتاره زیات شوی دی.
دې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ تصویرونو په کارولو سره د هېواد د ځنګلونو اندازه ټاکلې ده. د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۰ کال پرتله د ځنګلونو پوښښ ۴۲۷ زره هکتاره، یا ۳۵ سلنه زیات شوی دی.
ادارې زیاته کړې چې د سپوږمکۍ د نقشو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې افغانستان شاوخوا ۱.۶ میلیون هکتاره ځنګلونه لري، چې د هېواد د ټولې ځمکې ۲.۵۴ سلنه جوړوي.
په بیان کې ویل شوي چې د ځنګلونو او بوټو ګډ مساحت نژدې ۳.۳ میلیون هکتاره ته رسېږي، چې د هېواد شاوخوا ۵.۰۶ سلنه خاوره پوښي.
همداراز، د وروستیو شمېرو له تحلیل څخه څرګندیږي چې د ۱۳۹۰ کال پرتله د ځنګلونو مساحت ۴۲۷ زره هکتاره او د ځنګلونو او بوټو ګډه ساحه ۱.۵ میلیونه هکتاره، یا ۸۳ سلنه زیاته شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، د ځنګلونو تر ټولو ډېر زیاتوالی په پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، بادغیس، ننګرهار، کونړ، هرات او لغمان ولایتونو کې ثبت شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې نورستان د هېواد تر ټولو ډېر ځنګلي مساحت لري، چې ۲۷۴ زره هکتارو ته رسېږي، ورپسې کونړ (۲۵۳ زره هکتاره)، بادغیس (۱۸۰ زره هکتاره)، پکتیا (۱۷۰ زره هکتاره)، خوست (۱۲۸ زره هکتاره) او پکتیکا (۱۱۹ زره هکتاره) ځای لري.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د نورستان او کونړ په ځنکلونو کې په ځلونو پراخ اورونه بل شوي او د پراخو ساحو ځنګلونه یې په ایرو بدل کړي دي.
یو له دغو اورونو د تېر کال په نوومبر کې و چې د کامدېش ولسوالي لسګونه هکتاره ځنګلونه پکې وسوځېدل.