تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت قاضي القضات او د سترې محکمې رييس، عبدالحکیم حقاني ویلي، که طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له نورو افغان سیاسي ډلو سره واک شریک کړی وای د اوسني نظام په زیان به و.
حقاني د کابل پوهنتون په هغه غونډه کې چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، وویل، خدای رحم وکړ چې اسلامي امارت د افغانستان له سیاسي لورو سره له هوکړې پرته واک ته ورسېد.
نوموړي زیاته کړه، که واک د سیاسي هوکړې له لارې وېشل شوی وای، طالبان به اړ شوي وو چې د پخواني حکومت چارواکو ته هم ونډه ورکړي. د هغه په وینا، دغو چارواکو به د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ورو ورو خپل پخوانی ځواک بېرته ترلاسه کړی وای، په داسې حال کې چې طالبان به کمزوري شوي وای او د هېواد وضعیت به د خرابېدو پر لور تللی وای.
د طالبانو د سترې محکمې ريیس همداراز وویل چې د افغانستان اوسنی نظام یوازې د طالبانو د ځواکونو د قربانیو او «د الهي نصرت» په پایله کې رامنځته شوی او هېڅ شورا، سازمان یا بلې ادارې د دغه نظام په جوړېدو او اداره کولو کې رول نه دی لرلی.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د خپلو چارو په اړه د هېڅ لوري لاسوهنه نه مني او په اوسنیو حکومتي پرېکړو کې هم هېڅ بله اداره ونډه نه لري.
حقاني دا هم وویل چې د افغانستان خلک له نژدې پنځو لسیزو وروسته، د قوم، ژبې او سیمې له توپیر پرته، د یوه امیر تر مشرۍ لاندې سره راټول شوي دي.
نوموړي وویل، په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت وروسته حکومت او خصوصي سکتور د بېوزلۍ او لوږې د کمولو لپاره هڅې کوي.
په همدې غونډه کې د میدان وردګ والي خیرالله خیرخواه ادعا وکړه چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې «اسلامي نظام» پکې واکمن دی او د دغه نظام پر وړاندې د شته ننګونو د لرې کولو لپاره باید هڅې وشي.
افغان رسنیو دا غونډه د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو د څېړلو په اړه «علمي او څېړنیز کنفرانس» بللی دی. دا غونډه د لوړو زدهکړو وزارت په نوښت او د دغه وزارت د وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ جوړه شوې وه او د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر دیني عالمانو هم پکې ګډون کړی و.