Homeخبرونهحقاني: د طالبانو د حکومتولۍ مسوولیتونه د شل کلنې جګړې پرتله درانه...

حقاني: د طالبانو د حکومتولۍ مسوولیتونه د شل کلنې جګړې پرتله درانه دي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، په حکومتولۍ کې د دوی مسوولیتونه د افغانستان تر پخواني حکومت سخت دي.

نوموړي زیاته کړې چې د نظام ساتل او د بنسټونو پیاوړي کول هم دروند مسوولیت دی او د طالبانو چارواکي باید د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

حقاني ټینګار کړی چې «په یوه اسلامي نظام کې د شخص پرتله خپله نظام مهم دی. که مسوولان د ستونزو د حل لپاره پر خپلو شخصي نظرونو ټینګار وکړي، حکومت به پر یوه کس پورې تړلی پاتې شي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همداراز ویلي، د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده فرمانونه او پیغامونه باید د افغانستان تر ټولو لرې سیمو او کلیو ته ورسول شي او خلک د اوسني نظام ملاتړ ته راوبلل شي.

هغه زیاته کړې، هغه نظام چې د شریعت پر اصولو او ارزښتونو ولاړ وي، ثبات او پرمختګ ته رسېږي، خو د ده په وینا، د شریعت مخالف نظامونه دوام نه شي کولی. نوموړي د نظام د بقا لپاره د خلکو ملاتړ ضروري وباله.

حقاني دا څرګندونې د کابل پوهنتون په هغه علمي او څېړنیزه غونډه کې کړې دي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړو چارواکو د هبت‌الله اخوندزاده د ملاتړ او د هغه د فرمانونو پر عملي کولو خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...