پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+پسرلی او استفهام نښې|عجب ګل تکل

پسرلی او استفهام نښې|عجب ګل تکل

په نښه پوهنه يا (Semiotics) کې، هره نښه د ځانګړی شکل ترڅنګ، خپل مفهوم او تفسير لري.

پوښتنيزه/ استفهام نښه هم د‌ نورو نښو په څير د محسوسې بڼې تر څنګ ګڼ مفاهیم او تفسيرونه لري.( په‌ يو څه استثناء)

سواليه نښه یوازې د پوښتنې ګرامري/ ګرافيکي شکل نه دی؛ بلکې هره منل شوې پدېده‌ تر ګڼو پوښتنو لاندې را ولي، د بېلګې په توګه که استفهام نښه دال وګڼو او ورته د معرفت او فکر عينکې په سترګو کړو، نو معلومه به شي چې څومره ګڼ مدلولونه لري.

هر مدلول يې د ژوند‌ هره په ړوند تقليد منل شوه ښکارنده له جامد او ولاړ حالت څخه متحرکه کوي او له‌ کامل سکوت څخه يې ژغوري.

که په وينا، خبرو او متن کې هرې کلمې، عبارت، جملې او پراګراف پښو ته تل دا ( ۰ ) نښه ناسته وي، ژوند به ټپه ولاړ او ړوند تقليد به سمې پښې غځولي وي.

ژوند کې خو دا ( ؟ ) نښه حرکت، بدلون، نوښت معنا… پيدا کوي. سوال د انسان د شعور او ذهني حرکت تر ټولو لومړنی ګام دی او د معنا دروازه ده. دا ( ؟ ) نښه یوازې د پوښتنې نه، بلکې د لټون، شک، اعتراض او معرفت د تکامل سمبول دی.

ټولې مادې او معنوي پدېدې له: چا، څه، څنګه، ولې، کله، چيرته، نه، مه، خو، که داسې، آيا او… الفاطو لاندې را تلی شي، ( بغير له مقدساتو.)

د‌ نورو علومو او هنرونو په څير په شعر کې د استفهام نښه کارول، شعر بلاغي کوي او انسان فکري کمال ته رسوي/ هڅوي.

په‌ شعر کې هم، د نثر په څير استفهام یوازې حقيقي نه وي، بلکې انکاري، بلاغي، تعجبي، تمسخري، انتقادي، تقریري، تحذیري، شکاکي، تمنایي او نور ګڼ ډولونه لري.

په شعر کې پوښتنه د معنا د زیږون سرچینه ده. په شعر کې جمله له تړلې بڼې خلاصېږي، فکر له خطي حالت څخه وتښتي، او د تصور نړۍ ته داخلېږي. د استعاري فکر یوه ځانګړې نښه دا ده چې پوښتنه د حقیقت په څنګ کې د خیال او احساس اړیکه ټینګوي. کله چې شاعر وایي: «مرګ څه دی؟ ژوند څه دی؟» نو دا یوازې لغوي پوښتنه نه ده؛ بلکې د حقيقت يو توپان وي.

په پښتنو شاعرانو کې به زما په نظر، يوازينی شاعر مرحوم استاذ محمد صديق پسرلي وي، چې په شعرونو کې يې گڼې استفهام نښې( ؟ )  کارولي په ځانګړې توګه په څلوريزو کې.

هره استفهام نښه يې ګڼې غوټې او باريکۍ لري، چې خلاصول يو عالم علم، مهارت، وړتيا، پوهې، خلاقيت… غواړي.

دلته به يې له رېشې يو موټی را واخلو او بل وخت به يې سره له استفهامي بيتونو يوه يوه شنو!

بنيادم څه دی، هوا يې څه ده؟

عدم يې څه و، بقاء يې څه ده؟

څه حساب اخلې ربه له هيڅه

ثواب يې څه دی، خطا يې څه ده

+++

که شوه ثابته، چې په بل ستوري

شته ژوندي ساري، خوري څښي او ښوري

فکر به يې څه وي، خيال به يې څنګه؟

په کوم نظر به بشر ته ګوري؟

+++

زما ګناه به، خاونده څه وي؟

ستا د ليک کار دی، که بد که ښه وي

زه هم ستا ښکلی جالب رمان يم

چې نه پوهیږم پای به يې څه وي؟

+++

ژوند دې را وخوړ، ورک حقيقته

لا به دې چيرته، لګوم پته

دومره پوهيږم، نخښې شوې پاته

خداي ده روان يم، پورته که کښته؟

+++

څه بې مقصده مزلونه نغاړو

په څه پسې ورک يو، څه پسې غواړو؟

د ژوند د « بست » هم دروازې دوې دي

په يوه راغلو، په بله لاړو

+++

که لاړ شو ومرو،نو بيا به څه وي؟

وايي فنا ده، فنا به څه وي؟

هيڅوک رانغی، له ډېرو تلليو

د خاموشانو دنيا به څه وي؟

+++

مرګ به ارام وي، که به ستړیا وي؟

وروستی پړاو دی، که به لا بيا وي

که بيا وي چيرته؟ چه نه وي ولې؟

ورکو ته مخکې بیا ورکيدا وي؟

+++

د‌‌ عدم غيږ کې، سوکه ويده وو

نه خير او شر و، نه بد او ښه وو

که بيا عدم وي، نو پاکه ربه

د‌ پاڅولو مطلب دې، څه وو؟

+++

لويه خاونده، لويه خاونده

ما ته څه نه شوه، سمه څرګنده

که جهان جيل وي، نو مطلب څه و؟

پخوا له جرمه، زموږ له بنده

+++

ع. تـکل

۷/۹/۱۴۰۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...