تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی سرمفتش، جان سوپکو، ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې، سره له دې چې ټریلیونونه ډالر پرې ولګېدل، د خلکو د وژنې، د فساد د پراخېدو، د پیسو د ضایع کېدو او د ترهګرۍ د پیاوړتیا سبب شوه.
هغه ویلي، کابو ټولو نړیوالو بنسټونو د افغانستان له جګړې ګټه کړې ده.
سوپکو له وایس نیوز سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸ مه) خپره شوه، ویلي، امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره له شاوخوا ۱۴۸ تر ۱۵۰ میلیارد ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، د دې پیسو لویه برخه د افغانستان د پخواني پوځ، پولیسو او حکومت د روزنې، تجهیز او ملاتړ لپاره مصرف شوې ده.
سوپکو وویل، دا پیسې یوازې پوځي قراردادي شرکتونو ته نه دي تللې، بلکې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او شاوخوا ۳۰ نورو امریکايي دولتي ادارو له لارې هم لګول شوې دي.
سوپکو زیاته کړه چې د امریکا د بیارغونې نژدې ۶۰ سلنه پیسې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له لارې مصرف شوې دي.
ده د نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او د خوړو نړیوال پروګرام نومونه واخیستل او ویې ویل: «ټولو له دې جګړې ګټه پورته کړه. ټولو د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو ګټه واخیسته.»
د هغه په خبره، امریکايي خلکو له دغو لګښتونو هېڅ ګټه و نه کړه او په پای کې طالبان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته بیا واک ته ورسېدل. سوپکو دا پایله «سل په سلو کې ناکامي» وبلله.
د افغانستان د بیارغونې پخواني امریکايي سرمفتش وویل، امریکا په افغانستان کې «ډېر خلک» ووژل او شپني عملیات، د کلیو او جوماتونو بمبارۍ د دې سبب شوې چې ملکي وګړي او د جګړې قربانیان افراطیت ته ورټېل وهل شي.
هغه وویل، امریکا د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې هم میلیاردونه ډالر ولګول، خو د کوکنارو کښت د افغانستان د اقتصاد یوازینۍ وده کوونکې برخه وه.
سوپکو د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د دوهم لاس الوتکو د پېرلو یادونه هم وکړه او ویې ویل، امریکا له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالر پر هغو الوتکو ولګول چې له ایټالیا اخیستل شوې وې، خو کله چې کابل ته رسېدې، پرزې به یې ترې جلا کېدې.
هغه زیاته کړه، امریکا افغانستان ته روسي څرخکې هم واخیستې، خو د هغو د کارولو لپاره نه کافي پیلوټان موجود وو، نه تخنیکي پرسونل او نه هم ځمکني کارکوونکي.
سوپکو د یوې بلې پروژې یادونه هم وکړه چې هدف یې د سړک د غاړې د بمونو د ځای پر ځای کولو مخنیوی و. د هغه په خبره، قراردادي شرکت د هر ځای لپاره هماغه یو عکس استولی و، او امریکايي چارواکو هم نه وو کتلي چې کار رښتیا ترسره شوی که نه.
هغه وویل، دا ستونزه یوازې په یوې پروژې پورې محدوده نه وه، بلکې د ښوونځیو، روغتونونو او دولتي ودانیو په جوړولو کې هم موجوده وه.
سوپکو وویل، د دې ناکامۍ یو مهم دلیل دا و چې امریکا بری د لګول شویو پیسو په اندازه سنجاوه. د هغه په وینا، هدف دا و چې د ماموریت تر پای ته رسېدو مخکې یو څه د بریا په نوم وښودل شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخواني سرمفتش وویل، امریکا په جګړه کې قوي ده، خو د دولت او هېواد په جوړولو کې ناکامه ده.
سوپکو زیاته کړه، امریکا په پیل کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملانو د نیولو لپاره افغانستان ته راغله، خو وروسته یې د پاتې کېدو دلیل څو ځله بدل کړ.
هغه وویل، امریکا وروسته وغوښتل چې په افغانستان کې دیموکراسي، د ازاد بازار اقتصاد او د لوېدیځو هېوادونو په څېر نظام جوړ کړي، خو دا روښانه نه وه چې ایا دغه هدف د امریکايي سرتېرو او افغانانو د وژل کېدو ارزښت درلود که نه.
سوپکو وویل، د افغانستان تجربې وښوده چې جګړې ته ننوتل اسانه دي، خو ترې وتل سخت دي.
جان سوپکو له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش و.
دغه امریکايي بنسټ (سیګار) په افغانستان کې د امریکا د مرستو د لګښت څارنه کوله او په خپلو راپورونو کې یې د فساد، د پیسو د ضایع کېدو، ناکامو پروژو او د بیارغونې پر مرستو د کمزورې څارنې په اړه معلومات خپاره کړي وو.
د جان سوپکو دا وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ د عواملو په اړه تر ټولو زغردې او له حقیقت سره نژدې څرګندونې دي چې یو امریکايي چارواکی یې بیانوي.