جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهمین و پر عدم (لنډه کیسه) حیات ژوند

مین و پر عدم (لنډه کیسه) حیات ژوند

لاسونه یې پر دواړو زنګونونو کېښوول، له خولې يې زګېروی وخوت او په بې سېکه ګامونو د دروازې پر لور روان شو. سر يې له دروازې بهر کوڅې ته پوڅ وويست، د دروازې یوه اړخ او بل اړخ يې ته وکتل؛ خو هېڅوک نه و. یو ګام راشا ته شو او په قهرجن غږ يې وویل: «نو سپینې ږيرې ته مې هم نه ګوري!»

په انګړ کې يې اسمان ته سترګې ونیولې، دوریځو اوښان کتار روان وو. هغه هماغسې اسمان ته کتل، چې له خچنې ګوتې يې نازګ لاس ورتاو شو. بوډا يې پر سر لاس ورتېر کړ او د وريځو کاروان ته يې اشاره وکړه: «عایشې لسمۍ! وګوره، وریځې څومره په بيړه روانې دي.» او بيا يې له ځان سره وويل: «لکه زما عمر.»

عایشې خولې ته لاس ونیو: «توبه وباسه ابا! ګناه ده، که ووایو وریځې روانې دي.»

بوډا د عایشې پر اوږه لاس کېښود او په انګړ کې پر پراته او وراسته تير کېناستل.

««««»»»»

بوډا له ځانه شړۍ تاو کړه او په ستمېدلې ساه بیا د وره پر لور روان شو. دروازه څو شېبې مخکې په زوره زوره درې ځلې ټکېدلې وه؛ خو د کور هېڅ غړي ورته نه وه خلاصه کړې. پر امسا يې لاس تکیه کړ او په انګړ کې د دروازې په لور روان شو، تر پښو لاندې يې ترنګ شو: «انګړ دی که اشپزخانه! دا چمچه مو ولې په انګړ کې اچولې ده؟»

له کوټې ورغږ شو: «سړیه! لمسۍ دې نازدانه روږدې کړې، چې څه ورته ووایو، بیا يې ته ننګه کوې، چې وړه ده. اوس نو پر موږ مه غورېږه.»

بوډا له وره څخه کوڅې ته سر وويست، يو څوک يې له نظره تېر کړل، دوه ګامه مخکې لاړ او یو ځل بیا يې پخوانۍ خبره تکرار کړه. کوڅې ته يې شا وګرځوله. چې کور ته دننه کېده، په امسا يې وړوکی شی وربرابر شو، لاندې يې وروکتل او په زحمت ورټيټ شو.

««««»»»»

امسا يې د کوټې په کونج کې ودرلوله، پر توشک يې پلتۍ ووهلې. په کوڅه کې پیدا کړی بوتل يې په ورغوي کې واړاوه راواړاوه او سترګې يې ورټيټې کړې: «څومره رڼې دې، کټ مټ لکه د زم زم اوبه!)

ده خوله بلې خبرې ته جوړوله، چې مېرمن یې کوټې ته ورننوته او په زهیر غږ يې وویل: «اوبه مې درته تودې کړې دي، ځان یو ځل له اوبو تېر کړه.»

ــ له وسه مې نه کېږي، نن دې وي، سبا به بیا ګورو، همدا پرون مې اوبه پر ځان تېرې کړې.

ــ ته هره ورځ همدا بهانې کوې، تر دې وروسته به درته یو ګوټ اوبه هم په اور ګرمې نه کړم، مه کوه چې ډډوزي دې اسمان ته پورته شي.

مېرمنه له کوټې بهر شوه، بوډا وړوکی بوتل بیا سترګو ته نژدې کړ. له بوتله يې سرپوښ لرې کړ او یوه جوټه اوبه يې د بوتل په سرپوښ کې واچولې، سپږمې يې ورنژدې کړې؛ خو بوی يې نه لټېده: «کټ مټ لکه د زمزم اوبه.»

ــ زهر نه وي؟!

بوډا شونډه پر ژبه تېره کړ او په جوټه اوبو يې لمده کړه، ژبه يې په تالو پسې ونښلوله؛ خو اوبه اوبه وې. بوډا د بوتل سرپوښ پر سر واړاوه او کوچنی غوړپ يې تر ستونې تېر کړ. په زړه کې يې وېره خپره شوه او له خپله کاره پښېمانه شو؛ خو اوبه له ستونې تېرې شوې وې. د بوډا پر اندامونو لرزړه خپره شوه.

د بوډا اندامونه به د زهیرۍ له وجې پخوا هم لړزېدل؛ خو د نننۍ لړزې پر دلیل پر خپله دی هم نه پوهېده چې د جوټ اوبو له وېرې وه که د زهیرۍ او کمزورۍ له وجې.

بو‌ډا پر ځان شړۍ کش کړه، خو خوب ورنغی، سکون يې نه لاره، پاڅېد او لمسۍ يې له لاسه ونیوه، دواړه بهر ووتل.

«««»»»»

بوډا ته دوو زلمیو اوږه ورکړې وه او تر مړستونه يې ورساوه. ټول خلک له مړستونه لرې ودرېدل، بوډا په کړوپه ملا بېلچه راواخیسته او پر مړستون يې خاورې واړولې، په دې سره د کلي ټولو خلکو بېلچو ته لاسونه وغځول، د سترګو په رپ کې پر مړستون خاورې انبار شوې.

«مومنانو وروڼو، مرګ د نوي ژوند پيل دی، مرګ رحمت دی او باید د رحمت په توګه يې ومنو. خدای پاک انسان ته چې له جنته راووت، مرګ ورنصیب کړ، چې هماغه ارماني ځای ته بیا ورستون شي، تاسې باید همدغه ارماني ځای ته په ورتګ خوشحال شئ.» مُلا څادر وڅانډه او زیاته يې کړه، چې د ماسپښین د لمانځه وخت رانژدې شوی.

د بوډا وېښتان د لمر وړانګو ته لکه زرتار ځلېدل، پر سپينه ږیره يې لاس تېر کړ، تر جنازې وورسته خلک مات شول، له مُلا سره ډله خلک د جومات پر لور رهي شول؛ خو بوډا کور ته چې دوو ځوانانو له اوږو نیولی وو، يووړل شو.

په هوجره کې ‌ډله خلک ناست وو، بوډا د کوټې په سر کې کېناست او خلکو ورسره خواخوږي پيل کړه: «مېرمنه د ژوند همرازه وي، خدای دې د زړه صبر درکړي، موږ ټول د خدای پر لور روان یو او په ورتګ باید خوښ شو.»

بوډا په ځای کې اوږود وغځېد، سر ته يې بالښت کېښوول شو او نری پټو پرې هوار شو. خلک له کوټې ووتل، لمسۍ يې ورغله: «ابا، پلار مې ناروغ دی، لکه په انۍ پسې يې زړه اچولی.»

بوډا سترګې لوڅې کړې، لمسۍ يې پیاوړې تر سترګو شوه، لوړه، دنګه او میینه. وریاد شول، چې اوولس کاله مخکې چې دواړه په انګړه کې ګرځېدل، مېرمنې یې ورته ویلي و، چې تا لمسۍ نازدانه اموخته کړې، له دې سوچ سره يې پر روح یو ځل بیا د غم څپه خپره شوه.

عایشې ابا په کوټه کې یوازې پرېښود، ور يې ورپسې وتاړه او د پلار د خونې پر لور رهي شوه: «پلاره، زړه مه خوره! انۍ چې نشته، زه خو یم، ادې مې هم شته.» پلار چوپ او غلی پروت و.

«««»»»

بوډا په کټ کې پروت و، ستمی يې خاته. څلورو کسانو په کټ د مړستون (هدیرې) پر لور رهي کړ، په مړستون کې ګڼ خلک راټول دي، قبر کیندل شوی، د بېلچو کړنګی خوت، دیارلس کاله وړاندې، ښايي څه باندې دیارلس کاله وړاندې صحنه يې بيا په ذهن وریاده شوه، چې پر مېرمنې يې کوټه خاورې انبار کړې وې.

کلیوال یو بل سره وپسېدل او له منځه يې یوه ځوان نارې کړې:

ــ مُلا صاحب، هوا سړه ده، جنازه به ورټيټه کړو.

ــ هو، هر مړی باید ژر خاورو ته وسپارل شي. دا سړی بختور دی، مړستون يې ډېر ښه کیندل شوی.

بوډا په کټ کې مړستون ته نژدې کېښوول شو، له مخې يې خلک څنګ ته شول، د زوی مړستون يې ښه روښانه لیدلی شوای، مخ يې د خپل زوی د جسد خوا ته واړاوه، خو دا ځل يې توان نه لاره، چې پر مړي خاورې واړوي، جنازه خاورو ته وسپارل شوه، بوډا بېرته څلورو کسانو په کټ کې تر کوره ولېږداوه.

««««»»»»

عایشه کوټې ته وردننه شوه، یوه وړه ماشومه يې په غېږ کې نیولې وه. بوډا ته ورپه زړه شول، چې یو وخت به يې عایشه له وړې ګوتې نیوله او په کوڅه کې به يې ګرځوله، خو اوس دا پخپله د خپل ماشوم ګوتې نازوي.

ــ ابا! د غنچې سترګې تا ته شوې دي.

ــ هو لمسۍ، خو ژوند يې ما ته مه شه ورته.

عایشې د خپلې لور په وېښتانو کې ګوتې ووهلې او تر څنګ يې کېنوله، ماشومې بوډا ته وکتل، خو ترهېدلې وبرېښېده. ماشومه غنچه په ژړا شوه، عایشې له کوټې بهر یووړه، بوډا سترګې په چت کې ښخې کړې. لاس يې په زحمت له ټټره لرې کړ، تر څنګ يې یو ګیلاس اوبه اېښوول شوې وې، لاس يې وروغځاوه، خو بېرته يې ترې لرې کړ: «نه! د هماغه یوه څاڅکي اوبو له لاسه اوس نه مرم. کاش چې کوڅې ته نه وای تللی، کاش چې نه وای مې څښلې.»

عایشه یو ځل بیا کوټې ته وردننه شه او وټوخېده: «ابا! پلار پسې مې دې زړه مه اچوه!»

د بوډا زګېروی وخوت، شونډو يې پاړ نیولی و، شونډې يې خبرو ته جوړې کړې، د شونډو پاړ تار وکړ.

ــ پر هغه رحمت ورېدلی، زړه به ولې ورپسې اچوم.

بوډا نورې خبرې ونه شوای کړای، ستونی يې وچ غوندې و؛ خو اوبو ته یې لاس ورنه وړ.

««««»»»»

بوډا د خپل لاس رګونو ته متوجه و، په نري پوستکي کې جوت ښکارېدل له ځان سره وګوڼېد، غوږ ته يې لاس یووړ، د اورېدو آله يې له غوږه ښکته غورځېدلې وه، یو ځل بیا يې بېرته غوږ ته برابره کړه، په غوږ کې يې شڼا وشوه.

بوډا سترګې پټې کړې، پخواني وختونه يې یو یو په ذهن کې راغبرګ کړل، د مېرمنې مرګ او بیا دیارلس کاله وروسته د زوی مرګ، د عایشې وړه ماشومه… دوه نسله تللي وو؛ خو په ده کې ساه چلېده.

په وره کې یو تت تصویر يې تر سترګو شو، تصویر ورنژدې شوه، ده پر سترګو زور رواست، خو تصویر يې روښانه ونه شوای لیدلی، عینکې يې په سترګو وربرابر شوې. تصویر یو څه روښانه شو. د کلي ډم و.

بوډا د لاس په اشاره ډم ته د ناستي وویل او په زهیر غږ يې وویل:

ــ څنګه دې پېښه کړې.

ډم غاړې تازه کړې، تر څنګ يې کېناست. د بوډا پر سوړ وجود يې لاس تېر کړ، د بوډا ورغوی يې وموښه او په مات غږ يې وویل: «عایشه مړه شوه.»

بوډا سترګې پټې کړې او له خولې يې ناڅاپه د «الحمدوالله» کلمه ووتله.

ډم وویل، چې مړی يې خاورو ته سپارلی او د دې لپاره یې بوډا نه دی په زحمت کړی، چې د تګ نه و.

ډم د بوډا ورغوی خوشې کړ، د بوډا لاس پر توشک مړ ولوېد، ګوتې يې لړزېدلې، خو شېبه وروسته ډم په کوټه کې نه و.

بوډا پښې ټولې کړې، د کوټې کړکۍ نيمکښه پرانیستې وه، سړه هوا کوټې ته دننه کېده، په اسمان کې د ورېځو لوی کاروان يې تر سترګو شو، د لمسۍ عایشې خبره وریاده شوه: «توبه وباسه ابا! ګناه ده، که ووایو، وریځې روانې دي.» د وریځو کاروان پر ځای ولاړ و او په زړه کې يې تېر شول: «کټ مټ لکه زما منجمد عمر.»

بوډا غاړې تازه کړې؛ ستونی یې وچ و، ګیلاس ته یې لاس کړ، زړه نازړه شو، په لړزېدلیو ګوتو يې ګیلاس پورې واهه او د ګیلاس اوبو پر غولي لاره وکړه، د ده ګیلاس اوبه ته تر هغو کتل، چې په پر غولي کې زېم شوې.

پای

۲۰۱۹/۰۵/۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب