شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرد غفور لېوال شعر، د فاروق سرور ژباړه

د غفور لېوال شعر، د فاروق سرور ژباړه

اور، شپه او مساپر / عبدالغفور لېوال

لامې په ذهن کې بلیږې داسې

لکه دتورې شپې په غیږ کې دبیابان لمبه

چې له یو تللي مساپر هېره شي

مساپر یخ وهلی ،

                     مساپر لار نه ویني

شاته  داور وروستۍ لمبه ځلیږي

راشه چې تود دې کړمه

راشه رڼا درکړمه  ، ودې سیزم

بیرته راوګرځه ، تیاره ده ، شپه ده

راشه یخني ده ، مرګ دی

مساپر ژاړي ، مساپر وړاندې ځي

مساپر اور نه تښتي

مساپر غېږ کې لمبه نه شي وړلای

مساپر اور ته شا کړه

مساپر مرګ ته مخامخ ولاړدی

اور ته چې ګوري

 دلمبې ځلا یې سترګو کې داوښکوڅاڅکي  لا ځلوي

ستا تصویرونه مې په اوښکو کې همداسې پټ دي

تا ته مې شا ده او مرګي ته مخه

دژوند سړه تیاره لا پای نه لري

زه،  لالهانده مساپر دژوند په لویه بیدیا

ته مې دذهن توروشپو کې شاته پاتې لمبه

چې نه دې وړای

                                    نه پریښودلای شمه

۱۳۹۲دچنګاښ یوولسمه شپه

ژباړه فاروق سرور

“Fire, nightand traveler”

In the darkness of night

The Burning fire of wilderness

Still blazes in my thoughts

But forgot by a traveler

Killed by Cold

Cannot see a trail

A last flame of fire

Burning in the rear

But Invite him to warm

Insisting for light and life

Come back from the dark

Return from the cold and death

The traveler advances and weeps

He escapes from fire

Cannot take the flame in his lap

Moves far away from fire

Faces the death now

But when looking back the fire

The brightness of flame shines in his tears

O my love

Your pictures, lovely pictures

Hidden in my tears equally

You are behind me

While I am facing the death

The darkness of life has no borders

I still remain in the wilderness

Really you exist as a last flame

In my dark imagination

Being wretched and powerless man

I never take nor leave you

1 COMMENT

  1. سرور صاحب کور مو ودان
    دې کار ته سخته اړتیا ده چې زموږ ادب نړېوالو ژبو ته په تېره بیا انګریزي ته وژباړل شي.
    د امریکا د ځینو پوهنتونونو استادان ورته تږي دي.
    خدای مو کامیاب لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب