یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+کابلي والا؛ يو ګډ درد، يوه تلپاتې اړيکه

کابلي والا؛ يو ګډ درد، يوه تلپاتې اړيکه

ګل رحمن رحماني

کابلي والا د ټاګور له مشهورو کيسو څخه ده چې موضوع يې په هندوستان او افغانستان پورې اړه لري، په کلکته کې د يوه پرديس افغان ژوند انځوروي او دا کيسه اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ  په يوه تاريخي ارزښت بدلېدونکې ده.

د دې کيسې ستاينې اوس د ليکوالو او داستان ليکونکو سربېره د دواړو هېوادونو د سياستوالو او مشرانو په خولو هم جارې شوې او د ښو اړيکو په جوړولو کې د هغوى لپاره يوه ښه بېلګه ده او دا ثابتوي چې ادبيات هم د دوو هېوادونو او دوو ملتونو په يو ځاى کولو کې د پام وړ رول لري.

هسې خو هندوستان و افغانستان له پخوا نه يو د بل سره غوره تاريخي او کلتوري اړيکې لري، د دواړو هېوادونو مشرانو تل يو له بل سره دوستي او ښې اړيکې پاللې، هندوانو افغانان او افغانانو هنديان په ښه ډول پېژندلي دي.

ددې ترڅنګ د ګڼو افغان فرهنګي او سياسي مشرانو او مبارزينو قبرونه همدا اوسمهال هم په هندوستان کې دي، افغانانو په دې هېواد د خپلو پاچاهيو زرينې دورې تېرې کړې او هلته يې تاريخي او کلتوري يادونه او تاريخي پرېښې دي.

په افغانستان کې که څوک نالوستي وي، په جغرافيوي لحاظ هند ونه پېژني او يايې د يوه هېواد په توګه په اړه معلومات ونه لري، خو د پښتو فولکوريکو داستانونو او نکلونو له لارې له هند سره بلد دي، د مومن خان – شيرينو او نورو کيسو  کې دا هېواد ثبت شوى دى.

دوى ته په ياد دې چې کله به د پښتو ولسي کيسو اتلان له خپلو معشوقو او کورنيو مرور شول، نو د يوه لرې وطن او پرديسۍ نوم به هندوستان و، په وطن کې له ژوند تريخېدو وروسته به يې هندوستان ته د مساپرۍ پنډه تړله.

مومنه مه ځه هندوستان ته

د هندوستان نجونې زمرۍ وبه دې خورينه

يار مې د اور ګاډي ته خېژي

د سرشمله يې د ډيلي شمال وهينه

هندوستانى شه پروپۍ راوړه

په کورنو  روپو مې مور نه درکوينه

د دې ترڅنګ افغان سوداګرو له ډېر پخوا نه د پلي کاروانونو له لارې د هند بازارونه کتل او په مياشتو مياشتو سفرونو به له وطنه ورک وو، خو ددې اړيکو کلتوري برخه هم د هند په لرغوني تاريخ او هم اوس کې د ځانګړې يادونې وړ ده.

ويل کېږي چې د هندي په سينمايي او فلمي بهير(باليووډ) کې ګڼو پښتنوخانانو پراخه ونډه درلوده او همدا اوس مهم ددې صنعت ګڼې پرمختللې څېرې په دې اقرار کوي چې نيکونه يې پښتانه دي او پېړۍ وړاندې له هندوستان نه راغلي او دلته مېشت شوي دي چې د (پټان)نوم ورته اخيستل کېږي. په دوى کې ګڼ هغه اوس هم خپل دودونه پالي او پښتو يې نه ده هېره کړې.

د هندي په فلمي نړۍ کې هم ځينې کيسې له افغانستان سره تړاو لري چې د افغاني کلتور ځينې برخې يې په کې راڅرکندې کړې او د اړيکو د ټينګښت لپاره يې کار کړى دى، د هندي فلمۍ نړۍ مشهور فلم(خدا ګواه) هم داسې يوه کيسه لري چې د يوه پښتون(پاچاخان) په کرکټر کې تمثيل شوې د پښتني کلتور ځينې ځانګړتياوې شرحه او له يوه هندي راجپوت سره يې په سختو حالاتو کې  خپله ژمنه او ملګري پاللې ده.

دې ټولو ته په پام سره د جواهر لال نهرو پوهنتون هم د خپلې پښتو ژبې او ادب څانګې له لارې دا اړيکې په ښه ډول پاللې دي. همدا رنګه د افغان هندوانو او سکانو تګ راتګ ددې اړيکو د تلپاتې کېدو او غوړېدو بل سبب دى.

په هند کې د (ال اينډيا) راډيو خپرونې هم د ځانګړنې پاملرنې وړ دي، ځکه چې ددې راډيو پښتو څانګې هم د پښتو ژبې او ادب، افغانستان او افغاني شاهيرو په اړه ګڼې خپرونې او معلومات وړاندې کړي او ګڼو پښتنو اديبانو او ژورناليستانو ته يې په خپل وخت سره  د کار زمينه مساعده کړې ده.

د کابلي والا داستان هم په دې برخه کې خپل اوچت اغېز او محبوبيت لري، ټاګور په دې داستان کې د ژبې د ساده والي ترڅنګ د کابل او کلکتې او بيا ددې دوو ښارونو ترمنځ د يوه افغان پرديس د تګ راتګ ډېره په زړه پورې او طبيعي انځورګري کړې ده.

ټاګور په خپل ژوند کې د ماشومانو سره د ژورې مينې په سبب د ماشوم ادب لپاره ګڼې کيسې او شعرونه ليکلي، د هغوى د روزنې په اړه يې نظري او عملي اقدمات کړي، نو ځکه خو د ماشومانو په ارواپوهنه او د هغوى د کړو وړو پر بيان هم له نورو ښه پوهېږي. د کابلي والا په پيل کې د خپلې ماشومې لور په اړه وايي:

((زما لور موني د پنځو کالو په عمر کې هم دومره ډېرې خبرې کولې چې ګرانه وه د يوې شېبې لپاره هم غلې شي ،  مور يې د هغې له دې عادت نه په تنګ وه ، خو ماته د هغې ساده او معصومو خبرو خوند راکولو،  زه پوه شوی وم چې چپ پاتې کېدل د هغې فطرت سره سمون نه خوري . زما او موني خبرې د هغو خلکو لپاره ډېرې په زړه پورې وې چا چې د ماشومانو له جذباتو سره مينه درلوده .))

ماشومان په خپل ژوند کې له بېلابېلې ذهني پوښتنو سره مخ کېږي، د هر څه پر وړاندې پر ځاى او بې ځايه پوښتنې کوي، دوى غواړي چې د ژوند او په ژوند کې د پېښو موضوعاتو په اړه خپلې ذهني تشې ډکې کړي، قناعت ورکړل شي او څوک يې د هيلو او پوښتنو پر وړاندې خنډ نه شي.

د ماشومانو د ارواپوهنې استادان وايي چې که د ماشوم هره پوښتنه ځواب شي، نو دې ماشوم ته تر ټولو غوره راتلونکى انتظار دى، خو برعکس کې تهديد شي، خبره يې د پښتنو په اصطلاح په خوله کې ور وچه شي، بې ارزښته او بې ځايه وګڼل شي؛ نو راتلونکى يې هم تت او تياره دى.

موږ په افغاني ټولنه کې له همداسې ستونزو سره مخ يو، د خپلو ماشومانو د راتلونکي شخصيت په اړه راسره فکر نه وي، ځکه خو دهغوى راتلونکى هم چندان روښانه او باوري نه دى، خو ټاګور د همدې موضوع د بيان لپاره د خپلې لور موني پوښتنې څومره ښې ځوابوي.

ابا! دا راته ووايه چې رام ديال ور ماته ګود ګودا ولې وايي؟

او ابا! بهولا وايي چې په ورېځو کې يو فيل ناست، کله چې هغه له خپل خرطوم نه اوبه را پرېږدي؛ نو باران کېږي…

لا مې ځواب ته خوله جوړوله چې درېيمه پوښتنه يې وکړه:

ابا! رېښتا، دا خو راته ووايه چې زما مور ستا څه کېږي؟

ټاګور د خپلې لور دا پوښتنې د هغې د ذهنيت په کچه ځوابوي، د موني او کابلي رحمان ترمنځ د ځانګړي تړاو انځورګري هم بيخي طبيعي، له خوږلت او درده ډکه ده.

ددې کيسې متکلم راوي خپله ټاګور دى، خو په کيسه کې ګورو ځان يې څومره ښه او په رېښتني ډول انځور کړى دى، هغه يو ليکوال او داستان ليکوونکى دىو د کيسې په جريان کې خپل ناول ليکي، هلته يو ليکوال ګورو، په ذهن کې مو راځي چې د خپل کور په کړکۍ کې ناست وي، سوچونه کوي او د خپل نوي ناول د څپرکو په بشپړولو لګيا دى.

(( يوه ورځ زه د خپل ناول په بشپړولو بوخت وم چې موني زما کوټې ته راغله او لاس يې زما په لاس کې راکېښود.))

د کابلي والا په يوه بله برخه کې راځي:

((ځينې خلک د کوټو او دهليزونو په سينګارولو بوخت وو، خو زه هم اوس هم خپله کوټه کې د خپل ناول د پلاټ په سمونه بوخت وم، په همدې کې يو سړى زما کوټې ته راننوتلو او د سلام کولو نه وروسته غلى ودرېد.))

د کابلي والا کرکټر په هند کې يو پرديس او مساپر افغان دى چې رحمان نومېږي، په کابل کې يې خپله کوچنۍ لور يوازې پرېښې، د هغې مينه د ټاګور په ماشومه موني ماتوي، د موني مور پرې شکمنه وي چې هسې نه دغه شډل  کابلى يې لور وتښتوي، خو پلار يې  د هغه په خلوص پوره بارو لري، د يوه پلار په توګه يې درک کوي. رحمان د خپل يوه پوروړي د وژنې په تور څوکاله بندي شي، له موني او کورنۍ يې هېر وي او هغه مهال راخوشي کېږي چې د موني واده تيار وي.

(( ته نه يې خبر چې کابليان ماشومان پټوي؟ او دا هم نه ده درته معلومه چې په کابل کې اوس هم غلامان پالل کېږي؟ زه وايم چې دا دنګ پلن سړى به په دې تلو راتلو کې يوه ورځ زما لور هم وښتوي.))

خو د مساپر رحمان په زړه کې پټه پښتني سپېڅلتيا هغوى ته نه څرګندېږي. کابلي والا يې څومره عجيبه انځور کړى دى.

کابلي والا… کابلي والا…

ګورم چې رښتيا هم يو کابلى خيرن کالي پر ځان، پر اوږو باندې يوه پنډه او په لاس کې د انګورو يوه پيټي سره په سړک را روان دى.))

په کابلي والا کې ګڼې نورې ادبي او معنوي ښېګنې او زړه را ښکونکې جملې موجودې دي، هر څوک په اسانۍ سره هغه درک کوي او د يوه بېنوا انسان له درده مو خبروي.

يوه بې وزلي خپله کورنۍ او کوچنۍ لور د کابل په کوڅو کې پرېښې او خپله د کلکتې په کوڅو کې وچې مېوې خرڅوي، د کيسې د زمان او مکان په طبيعي انځورونه کې بيا هم د ټاګور له ځانګړي انداز او ژبې سره مخ يو:

((په باغونو خزان لګېدلې و، سحر مهال و ، زه که څه هم لا د کلکتې په يوه کونج کې اوسېدم ، خو خيال مې د ټولې نړۍ پر سر الوت کاوه، د نورو هېوادونو د نوم اورېدو سره به مې هيلې را ژوندی شوې، د سړک پر غاړه روان د هاغه نا اشنا سړي د وطن غرونه ، درې ، په ځنګلونو کې اوسېدونکي کليوال او د هغوی وړې وړې جونګړې به مې سترګو ته نېغې ودرېدلې .))

افغانان اکثره وخت ډېرې او بې ځايه غورې (لاپې شاپې) کوي، کله کله په يواځې ځان له نړۍ سره ډغرې وهي، ځانونه ورته سره او شنه زمريان ښکاري، تر ځان او موقف لوړې خبرې کوي. په کابلي والا کې به رحمان کوچنۍ مونې ته د هغه ماشومانه نړۍ او ذهنيت ته په پام سره د يوه پلار په توګه داسې خبرې کوي، خو خپل طبيعت يې هم  له دې خبرو سره چندان فاصله نه لري، هغه موني ته ځواب کې وايي:

((ــ کابلي ماما، ته خپلې سخرګنۍ ته روان يې ؟

کابلي په خندا ځواب ورکړ .

ــ هو خوږې جينۍ، هماغلته روان يم، خو افسوس چې دا لاسونه مې تړلي دي ، ګني نو دې بدمعاشو سخر خېلوسره خو به مې کتلي وو ، خو مجبوره يم .

پوليسو کابلی محکمې ته وړاندې کړ ، هغه په وژونکي بريد تورن شو او د څو کالو قيد سزا ورکړل شوه .))

افغانان که لوستي دي يا نالوستي، د سياست په اړه له بحثونو ډډه نه شي کولى، ټاګور هم د رحمان دا طبيعت درک کړى وي. په کيسه کې وايي:

ما له هغه نه يو څه سامان واخيست ، بيا مو سره د امير عبدالرحمن خان ، روسانو ، انګيزانو او د سرحدي خلکو په هکله خبرې پيل کړې….

يا زموږ د وطن دا انځورګري:

کابلی مې راپه زړه شو . داسې تصور مې کاوه چې ګوندې د بار اوښانو اوږده قطارونه او د سوداګرو جګې جګې پګړۍ په خپلو سترګو و ينم ،  خو دا خيالي تصوير به مې هغه وخت پيکه شو کله به چې د موني مور راته وويل چې په دې سړي به ډېر پام کوې

د يوه افغان  کرکټر او اخلاق څنګه بيانوي:

ما هغه سوغات ورنه واخيست ، غوښتل مې يو څه بيه يې ورکړم ،  خو کابلي زما لاس ونيوه او په عاجزۍ سره يې وويل: ما مساپر لپاره بس همدا هم ډېره ده چې کله کله مې ياد کړی ، زه خو د مينې غلام يم ، روپۍ مې نه دي پکار .

يا:

ستاسو د موني په شان زما هم يوه وړه لانځکه شته، په کابل کې زما کور کې ده،کله مې چې هغه په زړه شي نو بس د هماغې مينې له جوشه بې واکه دې خواته راځم او موني لپاره دا څه څيزونه راوړم، خدای (ج) مه کړه په دې کې مې د ګټې مطلب نه شته…

رحمان چې کله له زندان را خوشي شي، ناڅاپي د ټاګور کور  ته ورځي، خو هغه د لور (موني) په واده بوخت وي، وخت نه ورکوي، دا جمله مو څومره زده دردوي:

ما بيا هم ورته وويل چې زه اوس مصروف يم ،  ښه به دا وي که کوم بل وخت راشې .

له دې خبرې سره د هغه زړه مات شو، ماته يې له حسرته ډکو سترګو سره راوکتل ، سلام يې وکړ او روان شو.

خپلې دروني او بيروني جذبات په څومره ښه ډول کېږي، دزمان او حالت کښنه يې څومره زړه راښکوونکي او يوه افغاني چاپېريال ته ورته ده:

شېبه په شېبه مېلمانه ډېرېدل، د هغوې لپاره دنګې پراخې خېمې لګول شوې وې ، ځينې خلک د کوټو او د دهلېزونو په سينګارولو بوخت وو، خو زه اوس هم خپله کوټه کې د خپل ناول د پلاټ په سمونه کې بوخت وم …

وخت بيا هم مخ پر وړاندې روان و ، د موني د واده ورځ را لنډه شوه ، د واده لپاره پوره تابيا نيول شوې وه ، هغه له غمه ډکه ورځ ورو په ورو رانږدې کېدله کله چې د مور او پلار د زړه سکون تل لپاره له هغوی څخه بېلېږي ….

کابلي والا کيسه د يوه ملت ډېره لوړه درجه او موقف هم بيانوي، د کيسې ليکوال په يوه ځاى کې له قاتل، څه چې له قتل شوي هم کرکه لري:

زما زړه په درزا شو،  له دې مخکې مې په ژوند کې کله هم له داسې سړې سره خبرې نه وې کړې چې پر چا يې وژونکی بريد کړی وي ، خدای (ج) شته په زړه کې د هغه  په راتلو پښېمانه وم .

د کيسې پيل او پاى د يوه سينمايي نندارې غوندې زړه راښکونکى او طبيعي دى، په پاى کې يو بېنوا و مساپر د خپلو کور کلي په لور روانېږي، ټاګور د واده ځينې سامانونه پلوري، رحمان ته يې ورکوي، سترګې پټې کړي او په زړه کې يې د خوښۍ احساس غزونې وکړي.

((هغه شېبه زما سترګو يو ليرې وطن کې د نړۍ تر ټولو خوشحاله منظر ليدلو، يوې لور د خپل مساپر پلار په غېږه کې سر اېښی ولاړه ده او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښکې بهېږي .))

کابلي والا داستان هم د ټاګور په شهکارونو کې راځي چې د هغه مړينې وروسته يې دادي لسګونه کلونه ژوند وکړ، د دوو ملتونو او هېوادونو پر اړيکو يې  مثبت اغېز ساتلى، ګڼې نورې ځانګړتياوې او ښکلاوې هم لري، د ټولو سپړل او بيانول يې زما له توانه اوچته خبره ده. دغه تلپاتې کيسه په بيا بيا لوستلو ارزي.

يادونه: د کابلي والا په نورو ژباړو کې د رحمان نوم، عبدالرحمن ياد شوى او د نوموړي د کوچنۍ لور نوم ( فاطمه ) راغلى دى چې په دې کيسه کې يې د لور نوم نه دى ياد شوى او عبدالرحمن يوازې رحمان راغلى دى.(رحماني)

د “کابلي والا“ په اړه د محمد اشرف غني نظر:

ډېرى ادبپوهان او د ادبياتو مينه وال په دې اند دي چې  د ټاګور کابلي والا کيسه له کلونو وروسته  اوس هم د هند او افغانستان تر منځ د تړون وسيله ده. دا کيسه اوس له اديبانو پرته د سياستوالو ترمنځ  هم خوله په خوله ګرځي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په اپرېل مياشت (٢٠١٥م) کې د هند رسمي سفر پر مهال هم د ټاګور د کېسې يادونه وکړه چې د افغانانو حقيقي پېژندنه يي هنديانو ته څرګنده کړې.

غني ويلي وويل چې کابلي والا اوس هم د دواړو هيوادونو وګړو ته  د يو بل سره د نږدي والي احساس ورکوي. “ټاګور چې په هند کې مونږ ته کوم برانډ “شناخت” را پر برخه کړی که مونږ په مليارډو ډالر هم په تبليغاتو مصرف کړو دومره ښه شناخت به پيدا نه کړو “.

غني وويل، د تاريخ په اوږدو کې افغانانو د سوداګرۍ، جنګ او نورو عواملو له امله هند ته سفرونه کړي او اوس يي هم کوي خو د اوسني هند په غرب بنګال ايالت کې د ۱۹ پيړۍ يو افغان “عبد الرحمان” کيسې افغانانو ته په هند کې يو رومانوي پيژندنه ور په برخه کړې.

پر دغې کيسې ډير اوږده داستانونه، فلمونه او تمثيلي ټوټې جوړې شوي دي او اوس هم جوړېږي. په دی جمله کې دافغانستان دپخواني ولسمشر ډاکټر نجيب لور موسکا نجيب او هندي خبريال نازش افروز هم خپل هنر په کار اچولی دی.

دوي د غرب بنګال په پلازمينه کلکته ښار کې ميشت د ۲۱ مې  پيړۍ “کابلي والا” يعني د افغانانو ژوند څيړلی او په انځورونو کې يې خوندي کړی.دوي له ” کابله تر کلکلتې” تر عنوان لاندې دغه انځورونه يې  د مارچ مياشت کې د کابل په پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړل، بيا يي د هند پلازمينې ډهلي ته، وروسته د بنګله ديش پلازمينی ډهاکې ته او په پاې کې د مې په مياشت کې کلکبې ته وړي.

نازش په کابل کې د نندارتون پر مهال وويل چې د کلکټې اوسنی “کابلي والا” (افغانان) د ټاګور د کيسې له کردار سره ډېر توپير لري.

عبد الرحمان او ملګري يې د کلکتې خلکو او د کلکتې خلک دوى ته نوي وو، د يو بل په مزاج او رواج خبر نه وو، خو اوسني افغانانو هلته ودونه کړي، د رسم او رواج سره اشنا شوي خو خپل تمدن، ژبه او د وطن سره مينه يي له لاسه نه ده ورکړي.

هغه زياته کړه چې ټيګور دغو افغانانو ته د کابلي والا نوم ورکړی ،خو دوی ټول د افغانستان د سوېل ختيځ، پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو سره اړيکه لري او ډېرو يې په ژوند کې هم کابل په سترګو نه دی ليدلی.”دوى اوس هم د اختر په ورځ د کلکتې په باغونو کې اتڼ کوي او ورځپاڼو کې يې انځورونه خپرېږې”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب