شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبیو اواز | اسدالله غضنفر

یو اواز | اسدالله غضنفر

یو مشهور نظر دی چې هر شاعر صرف یو اصلي شعر وایي او په مختلفو کتابونو کې یوه اصلي خبره په مختلفو بڼو وړاندې کوي.

شاعر د عاشق غوندې په ظاهره د هوا، اقتصاد، فلسفې، اخلاقو او سیاست په باره کې، د هر څه په باره کې خبرې کوي خو اصلي خبره یې یوه وي. د مجنون په صحرا کې په هوسۍ باندې مینه راغله، ځکه سترګو یې د لیلا سترګې وریادې کړې او په یوه بل حکایت لولو چې مجنون ته چا وویل: کومه کلمه دې ډېره خوښېږي؟ ده ځواب ورکړ: لا ( نه). پوښتونکي ورته وویل: نور خلک خو نعم(هو) خوښوي، ته ولې (لا) یادوې؟ مجنون ورته وویل: کله چې مې لیلا وپوښتله چې درباندې ګران یم؟ هغې ځواب راکړ: لا، نو (لا) چې د هغې له خولې راوتې ده، راباندې ښه لګېږي.

د یوې چینې اوبه په مختلفو لوښو کې مختلفې ښکاري خو په ماهیت کې یې فرق نه راځي. د واقعي شاعر شعر د هغه د روح اواز وي او ان په هغو بیتونو کې یې هم پټ یووالی وینو چې په ظاهره یې متضادې خبرې پکې کړې وي.

د فرانسوي عالم بوفن دا خبره مشهوره ده چې سبک یې شخصیت بللی و او د سبک په باره کې بیا دا خبره کېږي چې په عناصرو کې یې یو پټ وحدت وي. په واقعي سبک کې ځکه پټ وحدت وینو چې څښتن یې ایکې یو واقعي شخصیت وي.

که څوک پردۍ خبرې راواخلي او په خپل کتاب کې یې په خپل نوم تېرې کړي، سبک به یې ځکه یو نه وي چې د مختلفو کسانو خبرې یې ناخپلې کړې رااخیستې دي.

ځينې لیکوال او ویناوال دې ته ګوري چې مخاطبان یې کومه خبره خوښوي. که خلک عرفاني فکر لري، دی عارفانه خبرې کوي او که خلک ملي مضامینو ته چکچکې کوي، د ده شعرونه له ملي احساساتو مالامال شي. دغه شاعر شاید له بل چا غلا ونه کړي خو شعر او لیکنه یې مصنوعي او غیرطبیعي ښکاري او د لوستونکي یا اورېدونکي زړه ته لاره نه کوي. دا سمه ده چې په شاعر او لیکوال باندې چاپېریال اثر پرېباسي او بلکې د ده فکر او ذوق د ماحول پیداوار وي، مګر هغه خبره چې خپله شوې وي او هغه چې نه وي په هغو کې فرق وي. که وړه او بوره او غوړي او د کیکو پوډر دېګ ته ورواچوو او سره ویې لړو، په کیک نه بدلېږي. کېک ورنه هاله جوړېږي چې اور پسې بل کړو او دغه مختلف عناصر د حرارت په زور له یو بل سره ترکیب شي. لیکوال او شاعر هم چې د نورو خبرې، نظریې او تجربې د خپل شخصیت برخه ونه ګرځوي، خپله خبره به ورنه جوړه نه کړي او کله چې یې خپله خبره شوه، له خپلې پرونۍ او سبانۍ خبرې سره به یې د خپلوۍ په مزي خامخا غوټه وي.

موږ هر یو غواړو چې د بل چا جالبې خاطرې واورو خو که پوه شو چې دغه سړی دروغ وایي، نو خاطره که هر څو راته جالبه بیان کړي، زړه مو ورته تنګېږي. هغه شاعر او لیکوال چې د نورو خبرې کوي او یا د شهرت د ګټلو لپاره هغه څه وایي چې مخاطبان یې ورباندې خوشحالېږي، دروغجن بنیادم ته ورته دی چې خبرې یې اثرناکې نه وي.

زما په خیال واقعي شاعر هغه څوک دی چې ټول شعرونه یې د عاشق د خبرو، نظرونو او ارزوګانو غوندې په اصل کې یو اواز وي. دروېش درانی، غني خان یا الفت چې لولو ځکه ورسره نه په تکلیف کېږو چې د دوی هر یوه په شعرونو کې د یوه زړه اواز اورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب