دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعردوه شـــــــعرونه

دوه شـــــــعرونه

وسوسې دي چې په زړه کې مي آرمان خوري

 که سراب دی حقيقت مي د جانان خوري

 ماته ستا د شونډو سره سرونه ياد کړي

 چي مرغۍ د توت په ونه کې توتان خوري

 وخته دا دې څه ناآشنا شان مرحله ده

انسانان پکې لګيا دي انسانان خوري

 يو سړی دی چې د ځان په غم اخته دی

 يو سړی دی چې د بل په غم کې ځان خوري

 دلته هر قانون د وخت په ضد روان دی

 مريدانو ته دې پام دی چې پيران خوري

 د راتلو وعده چي ماته کړي فطرته!

بهانې له اوس قسم کوي قران خوري

 فطرت يوسفزئ – مردان، پښتونخوا

===================

شپه شوه پخه جانانه
له چم ګاونډ ځینې زګروی راځي
داسې ښکاریږي مین درد کاږي
د مینې رنځ کاږي رنځور مین
د چاله درده به پټ پټ ژاړي
د کوم مین پر کور به
د چا د هجر شپه
بس میلمنه وی او ددغه میمله
میلمه پالنه به کړي
درنځ ستاینه به کړي
د خپل زخمی زړګی ټکور لټوی
د خپل جانان په تصویر
ځانته سکون ځانته آرام لټوی
که چیرې داسې پوهیدلی مین
چې مینه څه ده او اخر یی څه وی
نوده به کله هم د مین په نظر
هیڅ یو ګل مخی ته کتلی نه وای
چې اوس ځګر وی کاږی
شپه تر سهاره په رڼو تیروی
ښکاری مین د چا له درده ژاړی
د چا دمینې په سوز
ځان سوځوی او ژاړی
د کوم ګل مخی مخ ته
لکه پتنګ ستی کول غواړی
زما همدا ګومان ده
چې کوم مین به خپله مینه
پس له مودو وي په سفر لیږلې
له دغه ښاره لرې
د بل وطن پرلور
ښایې د تلو سره یې مراندې د زړه
خطا شکیدلی :ښکاری
د ژوند د مینی رنګ یې
په رنګ ګډیږی نه
په نیمه شپه کې ګرانه
د دوی څراغ بل وی
په توره چپه شپه کې
یو څوک له درده ډکې
د عشق سندرې وایې
خوږي خوږې سندرې
له الفت ډکې نیمی مړې سندرې
د ژوند انځور کاږي
لږیې تک تور کاږی
دابه ضرور د کوم مین د زړګی
د اسویلو تاثیروی
چې دلته کله کله
زموږ څراغونه مړه شی
یوه سړه سیلۍ را ولږیږی
د مسافرو په کیږدیو یو طوفان راولی
خودا سړه سیلۍ ؟
د یو مین د اسویلی شمال وي
دابه له درده ډک او د زړګی شمال وی

دابه له دره فریادونه کاږی
مینه به ستایی سره آهونه کاږي
نوځکه ګرانې له دې چم ګاونډه
په نیمه شپه دلته ځګروی راځي
بریال نایاب
08/26/2013
یکشنبه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب