دلته راغله
له دې ځایه څخه تیرشوه
د سیلېو او بادونو سپیره پلونه
د یرغل لښکرو
څانګې، څانګې خوږ کړم
په تیرو غشو یې وویشتل
زما د پاڼو زړونه
زما د رګ، رګ په زبیښلو یې،
ځان موړ کړ
په منګولو کې یې یووړه
زماتو ټه، ټوټه وجود او اندامونه
دلته راغله
له دې ځایه څخه تیر شوه
د یرغل او یرغلګرو خیرن پلونه
زما رېښو کې یې وکرله
تر ابده لوی غمونه
زما پرځالو اوهډونو شولې تیرې
سرې لمبې په لپو، لپو کې اورونه
د سکروټو کروندو کې یې مزلونه
زه یې توی کړم
سرتر نوکه پاڼې، پاڼې
اوښکې، اوښکې د باران سره مې پلونه
خو زه هسک سرلا ولاړ یم
اوس هم پایم
د ټپونو په نفس، نفس ژوندی یم
په هر رګ کې مې ساه اخلې
نازنین، ښکلی دردونه
زما د ساه ټال کې زنګیږې
شپه او ورځ یتیم غمونه
زه پخپل ځای لا ولاړ یم
لا زرغون یم
دوړو مرغېو پوج ته انتظاریم
زه د خپلې سایې خپله نګهبان یم
زه یکړ پر دې میدان یم
زه د سوز او ساز بیان یم
زه ایوب (ع ) یم، زه یعقوب (ع) یم
د یوسف ( ع) د ښایست ښکلې تمنا یم
زه همه واړه دنیا یم
زه د ښکلو پسرلیو شین وزر یم
الوتل د نګهتونو
په سارا او په هسک غر یم
د زرغون نښتر د روح زرغون یقین یم
د سیند یون یم
زه د خپل صبر پخپله نګهبان یم
اوس هم سیوری یمه لمر یم
دمهځای د ستړو، ستړو مسافرو
د ماښام لپو کې وږم د ډوډۍ
توري د الله اکبر یم
زما زړه اوس هم سینه کې
د کوترو په شان ساه اخلي رپیږي
مځکه مه خوږوئ اور اخلي
بچی یې په لمنو کې سوزیږې
مځکه ځای د سجدې دی
د کعبې دي
د وریښمېنو شونډو لمس ته
پاک بستر دي
حریرې پاڼې ګلاب، ګلاب ځیګر دي
ښکلې نخښه د خالق د کائیناتو
کور د ټولو موجوداتو
مځکه مور ده، مځکه پلار دی
مځکه مه خوږوئ
کور د عشق او میینې،
د جانان دی
مځکه مه خوږوئ زړه یې،
زما هیواد افغانستان دی
زما هیواد افغانستان دی
۲۰۲۶ / ۶ / ۳