Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر راپور / کامله عزیزي

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر راپور / کامله عزیزي

وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند

ځای: انلاین

تاریخ: 2026/5/3

د غونډې په پیل کې هیلې پسرلی د سږ کال د جنید جایزې په اړه دا یادونه وکړه چې په دې کې یوه جایزه د نقد لپاره ځانګړې شوې، هر څوک کولای شي پر کیسو، شعر، ناول کره کته ولیکي او په سیالۍ کې ګډون وکړي. 

وروسته د پیر محمد کاروان صاحب پر ناول “شنه غمي واله جلکۍ” باندې د خبرو نوبت را ورسېد. 

په اول کې یوې بهیروالې د دې ناول لنډیز ولوست ورپسې د نظرونو او کره کتنې برخه را ورسېده چې په لومړي سر کې معصومې غرنۍ د ناول په اړه داسي وویل:

ما د کاروان صاحب د شنه غمي واله جلکۍ ناول یو منظوم نثري ناول وموند ، ما چې تر کومه نور ناولونه لوستلي نو ټول په نثر لیکل شوي او ډیر کم پیښ شوي چې کوم پاراګراف یا کرښه دې په کې شاعرانه شوې وي 

او یا دې کوم بیت په کې ورګډ شوی وي خو د شنه غمي وله جلکۍ یو داسې سندریز ناول دی چې ډیري توري ، الفاظ او کرښې  په کې شاعرانه شوي  ځای ځای په کې خوږې  ټپې  او زمزمې راغلي هان تر دې چې د ناول په پای کې د ناول اتله کرکټره په خپلې شاعرې اقرار کوي .

د ناول په سریزه کې لیکوال د لیکلو په نړۍ کې خپل د زړه صداقت داسې لیکلی:

ته او خدای دا انصاف دی چې یوه ښکلې ښاپیرۍ  ستا معشوقه او ملګرې شي ته بیا راولاړیږې د هغې تتنکې ګوتې په تیرې  پاکۍ ورغوڅوې او څاڅکې څاڅکې ویني یې د چینې رڼو اوبو ته ورڅڅوي دڅه له پاره؟  چې د ښاپیرۍ د تنکیو ګوتو وینې تک سره لالونه شي او ته پرې شتمن شې .

لیکوال دا هم نه غواړي چې د کیسې اتل یا اتله یې د خپلې بریا او یا د مینې د ګټلو له پاره خیانت اوظلم ته مخه کړي.نو ځکه هغه د خپل ناول لیکلو ته د وطن درد انتخابوي هغه درد چې لیکوال په خپل هډاو پوست لمس کړی، د هغه اوښکې یې د میزان انګور بللي اود هغه د زخمي تندي وږم یې د زعفرانو په بوی مشام کړی. لیکوال د وطن درد  د لاسونو تغمې چې له اغزن سیم نه یې شوکارې شوکارې راایستلي ښکلوي.

د جنګ په سره اور  له مزله یې په یبلو او تڼاکو پښو سر 

ږدي .لیکوال دغه درد ته چې د وطن درد دی د وخت درد دی او بالاخره د هر زړه درد دی  د درمان او درمان ګرو په لټه کیږي.

د ناول په مقدمه کې لیکوال د یوه اوښ به پلار انځور رااخلي چې خپلې وړې لورکۍ ته داسې دعا کوي

یا الله غرڅنۍ لورکۍ مې یوه لویه حکیمه او درمان ګره کړې چې ټولو میندو ،ماشومانو او درست وطن ته یې خیر ورسیږي د اوښ به پلار  دا دعا د ناول اصلي موښه او پیغام دی چې ناول تر پایه غځوي .د اوښ د بار په مینځ کې د اوښ به ماشوم لور غرڅنۍ ناسته ده چې په پرانستي کتاب کې چې یو شین غمی یې د زړه په سر جیب کې ځلیږي او په پرانیستي کتاب کې په لوړ غږ دا جملې لولي

الف (الله). الف افغانستان

ب. (باران).  ب برکت

د همدغه څو ټکو په لیکلو سره لیکوال لوستونکي ته دا اشاره ورسوي چې ناول د هغه وطن کیسه ده چې د لوی خدای دسپیڅلې نوم په شان ورسره مینه لري  اوهغه وطن چې د خدای رحمت او برکت باران ته احتیاج او محتاج دی.

لیکوال د خپل ناول لپاره د غرڅنۍ مکتب چې د دنګ چنار 

تر سیوري  لاندې یو وړوکی جومات دی پیدا کوي

په جومات کې د ماشومې غرڅنۍ نوراني ښوونکی او واړه ماشومان هلکان او جینکې د ناول کرکټران جوړوي.

د ماشومې غرڅنۍ  په مکتب کې د نورجمال په نوم یو ماشوم زده کوونکی چې د غرڅنۍ له ټټر نه لویدلی شین غمی پیدا کوي او درې ځلې غږ کوي شین غمی مې وموند د ناول پیل او پای سره په هنرمندانه بڼه تړي. 

ناول د یوې افسانوي غرڅنۍ په لږ څه غمجنه کیسه پیلیږي. د کیسې په پیل کې د غرڅنۍ ملګری غرڅه کوم ښکاري په ډزو ولي او په خپله غرڅنۍ هم یو ډز لږیږي  خو ژوبله غرڅنۍ د خپلو دوه کبلیو د ژوندي پاتې کیدو په خاطر له ډیرو ستونزو او کږلیچونو وروسته د بري څوکۍ ته ځان رسوي .دا افسانوي غرڅنۍ  د ناول د اصلي کرکټرې ماشومې غرڅنۍ د ژوند الګو جوړیږي  چې د غرڅنۍ د مور له خوا ورته د نکل په شان ویل کیږي او دا شین غمی چې د غرڅنۍ د مور له خوا هغې ته ورکول کیږي دغره د همغې لوړې څوکۍ غمی دی چې افسانوي غرڅنۍ سیند ته غورځولی او لوړ بخت د شګوم په میراث دې ته له نیکونو ورسیدلی.

د ناول اصلي کرکټرونه په خورا دقت ټاکل شوي دي

هوښیاره او زیرکه ماشومه غرڅنۍ،مهربانه با حوصلې مور ، زیارکښ او نالوستی خو روڼ فکره اوښ به پلار او 

روحاني ښوونکی چې لوستونکی فکر کوي دا ټول کرکټرونه له نږدې پیژني.

د کرکټرونو نوم هم د ناول له محتوا سره ډیر مناسب راغلي:

د غرڅنۍ پلار غمی ،مور یې مینه

د غرڅنۍ خویندې څیړۍ لمنځه مماڼه او ګل اندامه

او ناول بل کرکټر نور جمال

ناول ټول داسې پوخ انځوریز دی ته  به وایې د ناول لیکونکی یوازی لیکوال نه بلکه یو غښتلی او ماهر رسام او انځور ګر دی چې د ناول کرښه کرښه او پاڼه پاڼه یې د یوې ښکلې او له رنګونو ډکې تابلو په شان د لوستونکي سترګو ته درولې . زه یې د بیلګۍ په ډول دوه دې انځوریز پاراګرافونه رااخلم.

۱ تازه باران وریدلی وو د ځنګله له څیړیو  او نښترو خوشبو لټیده د لمر شغلې د غرڅنۍ او غرڅه په لمدو ښکرونو ځلیدې غرڅه او غرڅنې د ځنګله په لمن کې د شنه چمن په سر څریدل.

۲ کله چې د غرڅنۍ بچي په شیدو ماړه شول مور یې په چمر له ځانه سره بوتلل د هماغه شنو اوبو درې ته ورسیدل چې په سر یې د غمیو او شنې رڼا دنګه څوکه ولاړه وه په 

اوبو کې تکه شنه رڼا داسې ښکاریده لکه د شپې د آسمان سپینې سپوږمۍ ته چا شین او زرغون رنګ ورکړی وي او بیا یې رڼا د شپې له خوا په اوبو کې ښکاري.

۳ د غرونو لیرې څوکې په واورو پټې وې له لیرې داسې ښکاریدې لکه د آسمان سره چې لږیدلې وي لکه د آسمان شین رنګ چې د واورینې څوکۍ د تک سپین رنګسره د ښکلا مسابقه کوي لکه لیدونکو ته چې وایې تاسو ووایې مونږ کوم یو ښه ښکارو؟.

په ناول کې پیغامونه داسې  راغلي چې له تکرار او سطحي کیدو څخه ساتل شوي او د عامه پوهوې  یوه ښه پروژه  بلل کیدای شي.

لیکوال د دغو پیغامونو د رسولو له پاره د ښوونکي کرکټر انتخاب کړی ښایي دا په دې خاطر چې زمونږ په ټولنه او په تیره په کلیو او بانډو کې ښوونکی د قدر او احترام وړ کس دی او هره خبره یې د منلو وړ وي.

ښوونکي ځای په ځای او په بیلابیلو پلمو دا پیغامونه تر لوستونکو رسولي لکه :

1 د جامو او د خوړلو لوښو پاک ساتل

2 له خوړلو نه مخکې او وروسته  په صابون د لاس مینځل

3 زخم په پاکه ټوټه تړل

4 کلینیک او ډاکټر ته په خپل وخت تلل

5 هر کار په احتیاط کول

6 له مرغانو نه د الوتکو د جوړولو د فکر پیدا کیدل

7 د وطن او نړۍ پرتله کول

8 په وطن کې د اوسپنۍ او نورو طبیعي زیرمو یادول

9د ژوند د موسمونو بدلیدل

10  له انسانو سره په غم او ښادې کې شریکیدل

11 طبیعت له پاره د ځنګلونو ارزښت

12 د ځنګلونو له مینځه وړل د سیلاب او آفت د راتللو لامل

13 په ودونو او خوښیو کې له هوایي ډزو ډده کول

او ښایي ځای ځای داسې نور پیغامونه هم راغلي وي. 

په ناول کې د وطن  د ځینو شتمنیو لکه مملایي، د سوما ،کیمیا او نورو ځنګلي بوټو او د نښترو د ژاولو يادونه شوې

د ناول بله ځانګړتیا دا ده چې نوې کیسه  یا پاراګراف په خورا مهارت د مخکینې کیسې  یا پاراګراف له غځولو نه پرته نوې او جلا پیل شوې.

ما په ناول کې ډیرې ګټورې او په زړه پورې خبرې پیدا کړې.  لیکوال په یوه ځای کې لیکي چې نوراتي ښوونکی زده کوونکي په درس کې شریکوي له هغوی اوري او زده کوونکي داسې فکر کړي چې دوې هم ښوونکي دي

د تدریس دا میتود د مانتاسوري میتود دی چې په هغه کې ښوونکی زده کوونکي په تدریس کې له  شاملوي له دوې 

یې اوري او بیا په ګډه نوي درس ته انګیزه پیدا کوي. 

 بل ځای مې ولوستل چې:

غرڅنۍ د خولې له لارې ژوره ساه اخلي او هوا سږو ته تیروي او بیرته یې د پزې له خوا وباسي دا د استرس او اظطراب د کمولو له پاره د یوګا یوه ګټور تمرین دی.

بیا بل ځای یې دا پیغام په ډیر مهارت رسولی، د غرڅنۍ د پلار پښه پړسیږي نو په هغې باندې د نښترو ژواله ږدي چې بیا یې ورو ورو پړسوب کمیږي. 

دلته کیدای شي ځینو ته د دې وخت او زمان په عصري درملنه کې د نښتر د ژاولې درملنه هسې یوه کیسه ښکاره شي خو لیکوال د وطن په لیرو کلیو او بانډو کې حالاتو ته په کتلو ډاکټر او شفاخانې ته د نه لاس رسې له درده دا درملنه هم د عامه پوهوې په توګه را ښکلې تر څو د لوستو له لارې تر نالوستو ورسیږي. او له بلې خوا یې په یو ډول د هیواد د یوې طبیعي زیرمې یادونه کړې. ما په خپله کلي کې د دې درملنې تاثیر د التهاب او پړسوب د کمولو له پاره لیدلی.

راځو د ناول پای ته، ناول په یوه خواږه او مینه ناکه بري پای ته رسیږي،هغه بری چې لیکوال یې رسیدو ته د ناول له پیله لارې کوڅې دښتې غرونه او رغونه مزل کوي تر څو چې د ناول کرکټرونه دې بري ته رسوي. 

د ناول اصلي پیغام همدا بری دی چې په اوسني وخت او زمان کې  ورته رسیدل ناممکنه او محال دي ځکه د ناول کرکټره غرڅنۍ یوه جلکۍ ده چې په واقعي ژوند کې یوازې د مکتب او پوهنتون د بندو دروازو تر شا ولاړه ده . لیکوال د اوسني ناورین یو بل انځور داسې رابرسیره کوي. 

چې کله غرڅنۍ له شپږم ټولګي وروسته د لیک او لوست لیرې پاتې کیږي نو په رواني مرض اخته کیږي هفه واقعیت چې همدا اوس د وطن ډیړې ماشومانې نجونه ورسره لاس او ګریوان دي.

د ناول په وروستیو پاڼو کې یو ځای لولو، غرڅنۍ چې د کلینیک هرې کوټې ته ځي هلته خپله مړه مور او ورور ویني. دلته ناول دا پیغام رسولی چې  دا یوازې د غرڅنۍ مور نه بلکه په سلهاو نورې میندې دي چې صحي مرستو ته د نه لاسرسي له امله د زیږون په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دلته لیکوال په ډیرې مینې او عاجزې  دا غږ اوچت کړی چې دا وطن ښځینه ډاکټرانو ته احتیاج دی چې دا کار یوازې او یوازې د نجونو په زده کړو او تعلیم پورې اړ دی. لیکوال د ښوونکي له خولې دا خبره هم تر خلکو رسولې چې د هر کامیابه نارینه تر شا یوه هوښیاره ښځه ولاړه ده. دا ټول هغه څه وو چې ما د شنه غمي واله جلکۍ په کرښو کې پیدا کړل. د کاروان صاحب په قلم او عمر دې برکت وي خدای دې یې سیوری د پښتو ادب له سره مه کموي. 

شفیقې خپلواک وویل چې دې ناول ته زما ډېره زیاته تلوسه وه ځکه کاروان صیب لیکلی دی.

او بیا یې د نقد او د دې ناول په اړه داسي وویل: 

ما یې له لوستلو وروسته غوښتل لیکل پرې وکړم ځکه موږ د لویو لیکوالو او شاعرانو په اثارو باید بې له کومې وېرې لیکل وکړو هغه که هر څوک وي. 

څو په نویو ځوانانو کې لږ انتقادي فکر عام شي. دا اسانه هم وي ځکه د لویو لیکوالو او شاعرانو په اثارو کې بحث حتما یو څه وي او بله دا چې څوک ډاډه وي چې داسي کس نه دی چې زموږ په نقد یې له لیکوالي زړه تور شي. 

په ټوله کې د کتاب پیغام ښه دی د نجونو د تعلیم په اړه، یا په عموم کې د علم او زدکړي سره علاقه. 

د ناول په حصه کې ښه احساس لږ راپکې د لستاد غضنفر لیکنې پیدا کړ هغه ویلي و چې په دې ناول کې هرڅه 

مثبت او ښه لیکل شوي او له همدې لارې په ټولنه نقد  کوي او لوستونکی دې ته متوجه کوي چې څشی د دوی په ټولنه کې نشته او لیکوال په ناول کې ښیي چې دغسې یوه ټولنه باید ولرو. 

خو زما لپاره په دې کتاب کې ځینې لویې پوښتنې بې ځوابه وې. مثلا د دې کتاب پلاټ څشی دی؟ دا کیسه ده څه؟ بله خبر دا چې کله ما کتاب لوست هیڅ دلیل مې نه درلود چې ولې پاڼه واړوم؟ ځکه په دې ناول کې تلوسه بېخې کمه ده، ځکه ته مخکې له مخکې پوهېږې چې څه پېښېدونکې دي. مثلا کله چې د غرڅنۍ مور په ولادت مړه کېږي او دې ته هلته لا ډاکټره وایي نو لوستونکی پوهېږي چې دا به په راتاونکې کې ډاکټره کېږي. 

په انګلیسې کې داسي کیسو ته یوه اصطلاح موجوده ده چې ټروپس ورته وایي، ټروپس داسي کیسې وي چې له کلونو کلونو په مختلفو ټولنو کې هغه رواج وي مثلا  لکه د نجونو د زده کړو په اړه عام شوي موضوعات، یا هم کله چې یوه مور په کومه ناروغي مري زوی یې راتوونکې کې کوم کلنیک جوړوي، یا لور به دا هیله کوي چې راتلونکې کې ډاکټره شي.

دا کیسه هیڅ نوې خبره نه لري، دا ناول ډېر زیات په کلیشو باندې ولاړ دی، که ناول غوندي یو لوی څه لیکو بیا باید له همدې تکراره ځان وساتو، البته موږ کولای شو 

کلیشو ته نوې زاویه ورکړو دا بیا بېل بحث دی، مګر په ټوله کې چې زه په یو څه پوهېږم دا کیسه داسي کېږي نو ولې یې ځان په لوستلو ستړی کړم؟ 

بله دا چې  د دې ناول پلاټ څه دی؟ غوټه یې څه ده چې راسپړل کېږي به؟ هغه پوښتنه څه ده چې پکې حل کېږي به؟ 

کاروان صیب د ناول مکان نه دی یاد کړی، خو پوهېږو چې دا د غرنیو خلکو داستان دی، خو مکالمې یې طبیعي نه دي، د غرڅنۍ پلار اوښبه دی خو خبرې د پوهنتون د استادانو په څېر کوي. یا هم لکه د تلویزیونونو د دوبلو داسي دي. 

مثلا خوږ، ګران پلار جان په کلیو کې دغسې نومونه هیح نشته دا ډېرې ښاري کلمې دي، غرڅنۍ وایي “دا مې د خوږ پلار جان غږ دی” یو اووه کلنه ماشومه چې په غرونو کې ژوند کوي ښایي فقط ووایي چې اوو د ابا غږ مې راځي یا نور په ټوله کې د ناول مکالمې کاذبي وې او د ناول له کرکټرونو سره یې سر نه خوړ.

بل یې کرکټر جوړونه کمزورې ده، کوم بدلون نه پکې پېښېږي، پېښې ډېرې پکې کېږي خو د کرکټر حالت هماغه یو رقم پاتې دی.

که څه هم د استاد غضنفر مقالې زما نظر ډېر بدل کړي، خو زه وایم یوه کیسه حداقل باید ما چلینج کړي، یو 

کشمکش باید پېښ کړي او په لوستونکي کې یو نه یو غبرګون یا احساس وپاروي او هیڅ عاطفه په لوستونکې کې نه راپیدا کوي.

که څه هم کاروان صیب حساس انسان دی کله چې یې شعر لولې حتما څه احساسوې، خو ناول یې داسي نه و. د ځینو خلکو شاید د کاروان صیب له ناوله هم د هغه د شعرونو غوندې توقع وه.

د کاروان صیب شاعري پخپله د طبیعت غږ دی، هلته هرڅه خپله یوه ژبه لري او په ناول کې یې دغه هم یو ښه اړخ و چې یو کرکټر پکې طبیعت و او فکر کوم دا ډېر لوی کمال دی چې ته طبیعت د انسان په خدمت کې ونه وینې بلکې خپله د انسان د وجود یوه برخه یا ورسره مساوي یې وګڼې!

یوې بلې بهیروالې چې دا ناول لوستی و لومړی یې وویل چې تر لوستلو وروسته مې د زړه تنګون احساس کاوه او زما تمه تر دې لوړه وه شاید څه چېې ما پکې غوښتل پیدا مې نه کړل خپل ځان مې پکې ونه لید که څه هم ما د استاد غضنفر مقاله ونه لوسته خو کوم څه ته چې زه وروسته متوجه شوم هغه زما نظر بدل کړی. ما وېل کله چې ته څه ناڅه ادبیاتو سره بلده یې، مختلف ناولونه هم تا لوستي، نو ته د دغسئ یوې لوستونکې له نګاه دا ناول لولې مګر ممکن کاروان صیب دا ناول د ځانګړو لوستونکو لپاره لیکلی وي چې هغه ته نه یې! 

د کاروان صیب په شاعري کې طبیعت ډېر ژوندی دی.  د ده د هنر کمال دا دی چې ستا په زړه کې له طبیعت او انسان سره مینه پیدا کوي او دا هغه څه دي چې په اوسنۍ ټولنه کې موږ ضرورت ورته لرو.

که چرته موږ کوم څه لولو د هغې ټولنې شرایطو ته به هم پام کوو چې دا لیکل د څه لپاره شوي؟ ضرور نه ده چې ناول دي ډېره تلوسه ولري، موږ دي ډېر حیران کړي کله کله هنر په دغسې ډول هم انځورېږي او دا د هنر کمال دی چې د بېلابېلو لوستونکو لپاره بېلابېل پیغامونه لري.

هیله پسرلی: دې کتاب زه د ماشومتوب د کیسو دنیا  ته بوتلم. په هغو کیسو کې سکون و، د دې ناول لوستلو هم سکون راکړ. په ماشومتوب کې به مې چې کوم کارتون کوت یا کیسه لوسته د هغو کیسو په دنیا کې به داسې نه و چې ستونزې به نه وې خو انسانان، مرغان، حیوانات ګلان او بوټي  دغو ټولو به په نهایت کې ښه کول او تقریبا په ټولو کیسو کې به ښو له بدو ګټله. 

موږ چې لسیزې شوې چې له ناخوالو تېرېږو طبیعي ده چې له ژونده ستړې شوو او په ښو بې باوره شو، ځکه خو هم سکون او پر ښو باور ته اړتیا لرو. دا  ناول دغه دواړه کاره کوي. زموږ په ټولنه کې د ادبیاتو  یو مسولیت باید همدا وي چې سکون وپنځوي. 

زه چې د وطن په هکله نور داستاني اثار لولم معمولا د  بدبختیو، زموږ د عیبوبونو، د کمزوریو انځورونه پکې ډېر وي دا ناول داسې نه وو، په دې ناول کې په ښو تاکید ډېرو او له لوستو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه د دغسې څه لوستو ته مې چې روحي اړتیا لرله. 

دا ناول د پیغامونو له نظر یو له ډېرو انساني داستاني اثارو دی چې ما لوستی. د ناول اصلي پیغام نیکي ده. لیکوال راته وايي‌ چې ژوند هغه وخت ښکلی دی چې انسان، له ځان له نورو انسانانو او له طبیعت سره نیک واوسي. دا کتاب انسان هڅوي چې نیک واوسي او زموږ غوندې ټولنه کې چې خشونت چیغې وهي ګومان کوم د نیکي د نغمې اړتیا ډېره ده. 

کومه دنیا چې لیکوال پنځولې ده دا راته نه وايي چې موږ داسې یوو، راته وايي کاش دغسې واوسو او د دغسې اوسېدو پوتانسل لرو. 

په بحث کې یوه خبره دا وشوه چې په دې ناول کې ټول ښه کوي او ګواکې دا خبره چندانې د داستاني اصولو په حساب مناسبه نه ده. زه ګومان کوم موږ باید داستاني اصولو ته د ریاضي د فورمول په سترګه ونه ګورو چې که سل په سلو کې تطبیق نه شي نو ځواب غلط دی، داستاني اصول باید د ناول یا داستان په دنیا کې تعریف شي. په دې ناول کې لیکوال غوښتل یوه دنیا وپنځوي چې نیکي یې پکې ګټي. شخصا مې د دغه دنیا له پیغامونو، غني انځورونو، مسلطې ژبې خوند واخیست. 

په بحث کې د مکالمو یادونه وشوه چې ګواکې کلي وال داسې خبرې نه کوي  زه ګومان کوم ښاریان هم  داسې خبرې نه کوي، بیرته همغه خبره ده چې لیکوال یوه دنیا پنځولې ده. لیکوال دا راته نه وايي‌ چې موږ دغسې مهربانه خبرې کوو، راته وايي دغسې خبرې هم کولی شو او کاش یې وکړو….دا ناول چې مې لوست احساس مې کاوه چې د دې وطن د دردونو لپاره د استاد کاروان نسخه لولم. لیکوال راته وايي سمه ده چې د دنیا خوار ولس یوو، خیر که د کلي د ښوونځي تعمیر دې پوخ نه وي خو نجونې او هلکان دې پکې درس ووايي. لیکوال راته وايي، ښايي‌ دا وس ونه لرو چې ښوونځی مو دې له ډېرو ښو تعلیمی وسایلو برخمن وي خو دا وس لرو چې استادان مو له زده کوونکو سره مهربانه وي، سوالونه ترې وپوښتي، ځوابونو ته یې غوږ شي. کلینیک ممکن تل ونه لرو خو رحم خو دې ولرو. په خپل کلي کې که د تعلیم امکان نه لرو دغه احساس خو دې ولرو چې له تعلیم وروسته خپل کلي هېر نکړو..‌

دوستانو د ناول په ساختار خبرې وکړې چې د خیالي‌ کیسو او ریالزم تر منځ دی او دغه حالت د ناول لوستل او پرې پوهېدل سخته کړې دي. زما لپاره د دې ناول لوستل اسانه ول. حتا یوه جمله پکې داسې نه وه چې ډېره واضح دې نه وي لیکل شوي. د ساختار له نظره شخصا ماته د خیال او د واقعیت، د انسان او طبیعت څنګ په څنګ کیسې  او نوښت خوند راکړ. داسې احساس مې کاوه لکه یو خوندور خوب چې وینم. 

خدیجې نسا  د ناول هغو ټکو ته متوجه شوې وه چې د دې په نظر ډېرې ښې نه وې هغې د ناول په اړه داسي وویل:

دلته ځینو دا یادونه وکړه چې موږ باید د کاروان صیب د ناول په اړه د استاد غضنفر مقاله ولولو چې هلته دا هرڅه ښه تشریح شوي، خو زه وایم یو کامیاب کتاب هغه نه دی چې پرې د پوهېدلو لپاره یوه مقاله ولولې او دا داسي کتاب هم نه دی چې تشریح ته دي اړتیا پیدا کړي یو ډېر عادي کتاب دی.

که د کیسې له ساختار، پلاټ او د کرکټر له جوړونې یې راتېر شو په کرکټر هیڅ فوکس نه دی شوی مثلا دا چې غرڅنۍ په زړه کې څه هیلې لري، څه غواړي؟ خو بس روانه ده او هر څه سم دي لیکوال باید په کیسه کې داخله کړي داسي نه چې ماته کیسه هوایي وکړي. 

زه یوازې د لوستونکې په حیث وایم چې دا د لوستونکې لپاره ډېر خسته کوونکی و، ډېر زیات په طبیعت و ښکلا غږېدلی و او اصلي کیسه پاته وه! ماته څه ویل غواړې؟ زه ولې دې کتاب کې پاته شم؟

بله دا چې شاخوا شل سلنه کتاب کیسه وه، پنځوس یوازې یو خوب و او خوب هم له کیسې سره چندان هم غږي نه لرله او په پای کې هم د حیرانتیا څه پکې نه و.

بله دا چې ټولو یې پیغام یاد کړ، خو زما لپاره هغه کیسه خوندوره نه ده چې ماته هر څه لیکوال ښایي چې دا ښه ده دا بد دی لوستونکی باید له کیسې وپوهېږي چې څشی ښه دي څه نه؟ 

دا کتاب د کیسې غوندې نه و، د نصیحت غوندې مستقیمې خبرې وې، مثلا نیکي ښه ده، باید ځنګلونه وساتو، مرغانو سره مهربان واوسو… دا هغه څه دي چې مقاله کې یې هم لیکلای شو یا یې که ناول کې راولو په داسي بڼه دي وي چې ناول دي نور هم جذاب کړي. 

بله دا چې له یوې صحنې بلې ته تګ دی، د پراګرافونو منظم کېدل دي، خو دلته لومړی د حیواناتو نکل و بیا انسانان پکې راپیدا شول او همداسي نور ځایونه هم چې ناڅاپه پکې هر څه بدلېدل را بدلېدل. 

که څه هم ناول ډېر ښایسته انځور شوی و، خو دا چې له تاسره ښکلې جملې او انځورونه دي دا په دې مانا نه دي چې ستا په کیسه کې ځایېږي، هره ښه جمله کیسه نه ښکلې کوي پر کیسه تمرکز دا کار کولای شي.

که چرته ما دا کتاب لیکلی ما به دا له یوې زاویې لیکلای، یا د طبیعت، یا د غرڅنۍ یا هم د کوم بل کرکټر له لوري وای، ځکه اوس راوي ورک دی او د کیسې اصلي اړخونه پاتي دي که داسي وای شاید ناول یې لږ جالب کړی وای.

ډیوه علي خیل هم له خدیجې سره تر ډېره هم نظره وه:

زه پخپله له مکتب و پوهنتون پاته شوې نجلۍ یم او دا ناول هم د یو داسي چا په اړه لیکل شوی، خو کله چې مې 

لوست ما هیڅ ځان پکې پیدا نه کړ او دلته چا اشاره وکړه چې شاید دا ناول د ځانګړو لوستونکو لپاره لیکل شوی وي چې هغه ډېر وروسته پاتې دي که یې ولولي زیات اثر به ورباندې وکړي خو زه وایم زه چې د دغسې حالاتو سره مخ شوې هم یم دې ناول  کوم بدلون یا اغېز راباندې ونه کړ، هغوی چې ته چې دا هر څه عادي دي که دا ناول ولولي څه به یې ذهن بدل کړي؟ 

خو میمونه کامران بیا د ناول ځینو وړو ټکو ته متوجه شوې وه چې په دې یې زیات تاثیر کړی و:

په اوسني وختي کې دغه ناول یو شهکار بللی شو. ما چې اولو کې چې ما اورېده لږ ګونګ غوندي نه پوهېدم چې دا اوس څه وشول؟ خو شاید ما تمرکز نه شو پرې کولای یا لږ څه پېچلی و. په ناول کې زیاتره داسي نومونه و چې موږ نوي ورسره اشنا شو او زما لپاره په ناول کې دغه برخه ډېره خوندوره وه. د مور و پلار له لوري چې لور ته فقط په ماشومتوب کې د ډاکټرې نوم اخیستل کېده موږ دې ته متوجه کوي چې په راتلونکې کې په ماشوم څومره مثبت اغېز کولای شی. 

 بله دا چې که پلار یوه لور هم سمه وروزي هغه څومره تکړه کېدلای شي او هیڅ وخت بیا د زوی د کمي احساس نه کوي. دغه ناول ته موږ د پښتنې ټولنې د مسایلو ښه ټولګه ویلای شو نو په همدې لحاظ یو غوره ناول و چې لیکوال توانېدلی و څنګه دغه بېلابېلې خبرې پکې راټولې کړي. د کلیوال او غرني ژوند انځور پکې ډېر ښه شوی و او ماته یې څو ځایونو کې د ماشومتوب ځینې خاطرې رایادې کړې.

امنه عزیزي: ګر چه دا ناول خیالي او سمبولیک دی خو بیا هم هر کله چې موږ یو کیسه او ناول لولو خوند ترې ځکه اخلو او د کرکټرونو په احساساتو یې ځکه ور ګډیږو چې تر ډېره راته رښتیني او واقعي ښکاري، خو په دې ناول کې هر څه واقعي نه محسوسیږي لکه یوه خیالي او جعلې کیسه چې لولې.

طبیعت یې دومره رنګین او ښکلی معرفي کړی او دومره تمرکز یې ورباندې کړی چې کله کله موږ نه انساني کرکټرونه ورک شي، ځکه خو د کیسې تر پایه لوستونکی نه پوهیږي چې غرڅنۍ او نور کرکټرونه څه ډول څېره 

لري، جګ دي که ټیټ؟ ولې د غرڅنۍ دومره صفت کیږي؟ معرفي شوې نه ده نه چې سترګې یې رښتیا هم د غرڅنۍ دي، په وجود هم د غرڅنۍ غوندې نازکه ده که نه. اصلاً د کرکټرونو څېرې بلر دي، نه ښکاري چې څه ډول دي.

د ناول په پیل کې غرڅنۍ وړه نجلۍ ښودل کیږي، تر دې چې کله کله یې پلار په غیږ کې جګوي، په اوښ یې کېنوي، ښکلوي یې، ښوونځي ته هم ځي.

خو نه دي ویل شوي چې دا د څو کالو ده، څووم ټولګي کې ده، سره له دې چې وړه یې یادوي خو بیا هم وزه لوشي، د کور کارونو کې ونډه اخلي، وړه خور غلې او ویده کوي. که وړه وي او د دویم دریم ټولګي زده کوونکي وي نو دغومره عمر نجلۍ خو د کور کارونه نه شي کولی.

په ابتدایه ښوونځي کې ده، ټول ماشومان دي خو خبرې په کې ان د لېسې او پوهنتون تر کچې کیږي، یعنې د ماشومانو په هوښیارۍ او پوهه کې یې ډېره مبالغه کړې ده. پرېښې به یې و چې ماشومان هم په خپله طبیعي او ماشومانه نړۍ کې پاتې وو.

د کرکټرونو په احساساتو کې هم زیاتی شوی، ډېر زر احساساتي کیږي او ژاړي خو دې احساساتو او ژړا کې یې باید دومره زور وی چې لوستونکی یې هم ځان سره ژړولی حتی د غرڅنۍ د مور د مرګ خبره چې ډېره درنه 

وه خو هغې کې یې هم احساسات دومره ژور نه دي انځور شوي چې لوستونکی پرې ور ګډ شي، ښایي لامل دا وي چې کاروان صیب ډېر شاعرانه او نرم سړی دی او ډېره سختي یې نه په کرکټر او نه په لوستونکي پېرزو شي.

همدارنګه پېښې یو بل سره تضاد حالت کې  رامنځته شوي، مثلاً: وایي، ځنګل شین دی، رنګارنګ ګلان غوړېدلي او خوشبوی یې محسوسیږي، د مرغانو آوازونه اورېدل کیږي، بېرته هم مهاله وایي چې مني د چنار پاڼې زېړي کړي او د ماشومانو پر کتابونو را غورځیږي. نو که موسم د مني دی نو ګلان څنګه تازه او خوشبو داره دي، ځکه ډېر ګلان په پسرلي کې غوړیږي او یوازې دې موسم کې د ګلانو خوشبوی زوروره وي، په مني کې د مرغانو آوازونه هم ډېر کم وي، ډېری مرغان په دې موسم کې په ژمنیو ځالو جوړولو بوخت وي یا په ځالو کې پاتې وي.

د دې ترڅنګ د طبیعت له هرې پېښې سره تشبیه ورکړل شوې مثلاً لمر داسې ښکارېده، د مرغانو آوازونه لکه خوندوره موسیقي… چې دا دومره ډېر تبېشهات لوستونکی ستړی کوي او کیسه ترې ورک کیږي.

بله خبره د جمله بندۍ ده، هره جمله او پرګراف کې کلمې او نومونه بیا- بیا تکرار شوي. مثلاً: ۱. د غرڅنۍ پلار غرڅنۍ په اوښ کېنوله او د غرڅنۍ مور هم له دوی سره روانه شوه. داسې هم لبیل کېدی شوه«غرڅنۍ یې پلار 

اوښ ته پورته کړه، مور یې هم دوی پسې شا ته را روانه شوه.» ۲. د غرڅنۍ پلار خندل او ویې ویل. ورپسې بله جمله هم همداسې شروع شوې- د غرڅنۍ پلار په خندا شو او ویې ویل. دا جملې داسې هم لیکل کېدی شوې، د غرڅنۍ پلار په خندا وویل- پلار یې بیا په خندا وویل او…

دا د ناول منفي اړخ کې هغه ټکي وو چې ممکن ځینې لوستونکي د کتاب د مطالعې پر مهال ستړې کړي، ذهن یې ګډوډ شي یا خوند ور نه کړي یا حتی غوسه ورشي یا یې شک پیدا شي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...