Homeخبرونههلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه منظور شوه

هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه منظور شوه

تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو طرحه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې منظور شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به په ۱۲ زره متر مربع ځمکه کې جوړ شي.

د سرچینې د خبرپاڼې پر اساس د دې روغتون د جوړېدو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي او ټول به ۲۱۴ میلیونه افغانیو لګښت پرې راشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې، په دغه روغتون کې به بېړني، داخله، سرپا، ارتوپیدي، جراحي، سترګو، عقلي او عصبي، کوچنیانو او نسایي ولادي ناروغیو د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي.

د نظر خاوندان وايي، په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم ګام دی او ناروغانو ته به په خپل ولایت کې د درملنې زمینه برابره شي.

دوی زیاتوي، د روغتون د جوړېدو ترڅنګ باید د متخصصو ډاکټرانو، مجهزو طبي وسایلو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو لپاره هم لازم امکانات برابر شي، څو دا مرکز وکولای شي په رښتینې توګه د خلکو روغتیايي ستونزې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...