جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ نقاد هم مړ دی…!؟ | نعمت الله صدیقي

 نقاد هم مړ دی…!؟ | نعمت الله صدیقي

د معاصرو تخلیقي ادبیاتو د تحلیلي یا ارزونې په تقریبا ټولو اصولو او نظریاتو کې اساس متن او لوستونکي ته په دې وجه ورکړای شوی دی، چې د رولان بارت په خاص اعلان، چې «مصنف یا پنځګر مړ دی» او د دې بسټي نقطه او مدعا همغه د مانیز نظام هغه استدلال دی، چې که یو متن سل و زر لوستونکي لولي؛ نو د سلو و زرو ماناوو او برداشتونو استخراج ترې راوځي، ځکه خو له متن سره یوازې د ماتن یا پنځګر یوه مانا مهمه او حتمي نه ده.
دا د معاصرې تیوری او نقد هغه کرښه ده، چې که له متن سره یې د پنځګر مړینه درته حساسه او ګرانه پرېوځي؛ نو د بېلا بېلو یا په مختلفو ماناوو خو یې حتماً پنځګر له خپل متن شړلی دی؛ البته د یوه پنځګر په توګه یې د نوم نسبت ورسره شته او هېڅوک به یې ترې لرې نکړای شي.

نقد او دلیل / نعمت الله صدیقي

د پورته سرلیک منظور دلته په نقد کې همغه نقاد دی، چې د تخلیقي ادبیاتو په ارزونه، قضاوت او مانا راویستنه کې خو پنځګر په خپلې مانا مړ یا وشړي؛ ولې خپله چې یوازې د لوستنې په تړاو د متن خپل دی، په «زه» او «ما» د یوه متن په اړه داسې خبره او قضاوت کوي، لکه متن چې د ده خپل پنځ یا تخلیق وي. زموږ موخه هرګز دا نه ده، چې نقاد دې قضاوت او یا د خبرې کولو حق نلري؛ بلکې موخه دا ده، چې که له یوه متن ماتن یا پنځګر شړلی شي؛ نقاد هم باید له خپل قضاوت، خبرې او مانا سره احتیاط وکړي؛ کنه که پنځګر د یوې مانا په وجه مړ دی؛ نو بیا خو نقاد هم یوازې د همغه خپلې یوې مانا یا څو ماناوو سره شړلی یا مړ بوله؛ ځکه دای خو هم یوازې یو لوستونکی دی؛ ممکن د بل نقاد او لوستونکي هم مانا بل ډول او له ده مختلفه وي.
نقاد له متن شړل د همدې یوې مانا یا د همغه څو ماناوو چې له نقاد سره وي، په محدودیت شړل کېږي؛ نه د نقاد د خبرې او قضاوت یا د مانا په کوم بل تور او اتهام؛ دویمه وجه یې دا ده، چې په خپله د ادبي متونو تخلیقي مانیزه پراختیا او اعجاز هم دا دی، چې ګنې یو ادبي متن ځکه څو مانیز ادبیت لري، چې هغه په یو زماني او مکاني محدوده کې نه وي بند؛ بلکې خپلې ادبي نښې او او داخلي قراردونه او کوډونه یې ورسره هم په داسې یوه فني تخنیک ایجاد کړي وي، چې د هر چا لپاره په هر ځای کې د همداسې مانیزې او لامحدودې پراختیا په اساس خپله خپله مانا او مفهوم افاده کړي، دا که د تخلیق تعریف یا پېژاند نشي کېدای؛ خو اولینه او بلکې بېخي بنسټيزه ځانګړنه یې حتمي ده. زه فکر کوم که یو تخلیقي متن یا پنځونه د خپل همدې داخلي ادبي ارزښت له مخې هم په خپله یوه لوستونکي ته د یوې او مطلقې مانا ځای نه پرېږدي؛ نو لوستونکی یعنې یو لوستونکی یا یو نقاد څوک دی؟ چې خپله یوه یا څو ماناوې به پر متن تحمیلوي؟
د یوه تخليقي او ادبي متن لوستونکي ته پکار دي، چې د متن دغه حساسیت او د همدې نازکۍ خیال وساتي او په خپله مانا که هر څومره معتبره او مهمه هم وي؛ خو مطلقه او حتمي دې یې نه وایي او د بل هغه دې نه نفي کوي. ځکه دا د یوه ادبي متن همدغه پورته اولینه او خورا مهمه غوښتنه او ځانګړنه ده؛ البته اختلافي موادرد بېل دی.

د نقد ډولونه ولې نشته؟ | نعمت الله صدیقي

موږ پورته دوه درې وارې لوستونکي او نقاد ته د احتیاط خبره وکړه، پوښتنه دا ده، چې دا څه ډول احتیاط دی؟ او د دې احتیاط ریښه چېرې ده؟
اول خبره خو دا ده، چې له متن سره دغسې یو چلند هغه وخت کېږي، چې یو نقاد او لوستونکی د متن د خپل داخلي نوعیت او اساس پر ځای پر بهرني هغه اصولو او ځانګړنو تکیه وکړي او متن په یوه خاص او محدوده نظریه او ایډلوژیکو زاویو مطلق یا جامد لولي. دغه ډول لوستنه متن خپلو سیاقونو ته اچوي، چې هیڅ ادبي خصوصاً معاصره ادبي تیوري یې ملاتړ نه کوي. دویمه خبره یې هم تقریباً ورته ده، چې موږ په تېره لیکنه «د نقد تعیین» کې هم ورته اشارې وکړې، چې باید یو متن د ادبي ارزښتونو په اساس هغسې ولوستل او نقد شي، چې ذاتي یا فردي نوعیت یې پرې هغسې بارز یا غالب نه وي، چې د یوه متن خپله او داخلي یا په خاصه اصطلاح څو مانیزتوب یې نفي کړای شي.
دا دواړه ډول لوستنې او په نقد کې لیکنې هغه وخت له یوه نقاد او لوستونکي ترسره کېږي، چې اکثریت یې پرې د خپلې پوهې او نظریې نرګسیت غالب وي او یا د معاصر نقد او تیوری له بنسټ او اساسه ناخبره وي، د دوی په لیکنو کې د ادبیاتو اړوند د علمي او نظري اساساتو پر ځای د نورو علومو او نظریاتو کلیې او اصول وي او په خپلو ذاتي صیغو یې نقد ډک وي؛ مثلاً «زه» او «ما» یې خاص دي او «نه یې منم» او «دا غلط دی» داسې حکمي او ذاتي نوعیت لرونکې جملې په اکثریت استعمالوي، چې دا د همغه مړه نقاد د نقد او کرکتنې رویه او چلن کېدای شي؛ که مصنف یا پنځګر د خپلې مطلقې مانا په نوم مړ دی، نو نقاد هم د خپل مطلق قضاوت په نوم مړ دی؛ ژوندی یوازې همغه متن دی او د هغه بې‌پایانه ماناوې دي، چې په ټوله مانا ادبي او څو مانیز وي.

د نقد تعیین / نعمت الله صدیقي

د مرحوم روهي صاحب په اړه دا قول مشهور دی، چې هغه به حتی یوه ناسم متن ته هم په داسې مطلقو قیدونو او ذاتي صیغو مخاطبې او رد نه کاوه؛ بلکې څرګندو ناسمو ته به یې هم د «تامل وړ ده» جمله کاروله؛ ځکه خو زموږ نقادان له خپلو حساسو پنځګرو او لوستونکیو سره په بېخي ډېر احتیاطي چلن اړ دي او شاید هغه وخت زموږ د نقد عامه شعور او روحیه هم ورسره بدلون ومومي
په تلو تلو کې ممکن زموږ په څېر له نقد او نقاده سره د چندان نه لګېدو ټولنه او ځینې ادیبان دې ته خوشال شي، چې نقاد مو له متن مړ یا شړلی دی؛ خو واقیعت دا دی، چې دا د یوه بل نقاد موندل او زیاتول دی، په دې مانا چې که متن محدود نه دی؛ نو نقاد هم یو نه دی؛ بلکې نقادان دي او ډېر نقادان ډېرې ماناوې راویستلی او ارزولی شي او دلته یې دا شړنه اصلاً د نقاد نه ده؛ بلکې د نقاد د «زه» او «ما» شړل دي او نقاد ته د یو بنسټیز اصول او استدلال په توګه لا زمینه سازي او لار جوړول دي.

د نقد یو نوی هویت!؟ | نعمت الله صدیقي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب