Homeخبرونهمصنوعي ځیرکتیا د ډي‌این‌اې وړاندوینه کوي

مصنوعي ځیرکتیا د ډي‌این‌اې وړاندوینه کوي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) د ایندپندنت د راپور له مخې، د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا څانګې ډیپ‌مایند د الفاجینوم«AlphaGenome» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو نوی سیسټم معرفي کړی او ادعا کوي چې دا کولی شي د ډي‌این‌اې (DNA) د بدلونونو  وړاندوینه وکړي، چې له امله یې د طبي موندنو په برخه کې بنسټیز بدلون رامنځته کېدای شي.

دا ټکنالوژي همداراز له ځانګړو ناروغیو سره د تړلو جینونو د پېژندلو او د نادرو ناروغیو د رامنځته کېدو د لاملونو د موندلو امکان هم برابروي.

د تېر کال د جون له میاشتې راهیسې، چې دا سیستم فعال شوی، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونو څېړونکو له الفا جینوم څخه د عصبي تخریبي ناروغیو، ساري ناروغیو او سرطان په اړه د څېړنو لپاره ګټه اخیستې ده.

دا ماډل وړاندوینه کوي چې څنګه د ډي‌اېن‌اې بدلونونه یا واریانتونه د جینونو د تنظیم اړوند پر بېلابېلو بیولوژیکي بهیرونو اغېز کوي.

دا وړتیا څېړونکو ته د ناروغیو د دقیقو لاملونو په تشخیص، د جینیټیکي ازموینو په ښه کولو او د نوو درملو د پراختیا په چټکتیا کې ستره مرسته کوي. همدارنګه اټکل کېږي چې دا مصنوعي ځیرکتیا به د انسان د جینوم په اړه د څېړونکو پوهه لا پراخه کړي.

الفاجینوم د انسان او موږک د جینومونو په کارولو روزل شوی دی. د دې سیسټم جوړوونکو په یوه څېړنه کې چې په نیچر علمي مجله کې خپره شوې، ویلي چې دا پروګرام کولی شي په یو وخت کې د انسان د ۵۹۳۰ جینیټیکي سیګنالونو او یا د موږک د ۱۱۲۸ جینیټیکي سیګنالونو وړاندوینه وکړي.

د دغو وړاندوینو پایلې په ۲۶ ارزونو کې په ۲۵ مواردو کې یا د پرمختللو موجودو ماډلونو له کړنو سره برابرې وې او یا یې تر هغو غوره پایلې لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...