تاند(یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۸ مه) د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې نژدې دوه میلیونه برېښنايي تذکرې او شاوخوا یو میلیون کاغذي تذکرې وېشلې دي.
د واکمن رژیم ویاند ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۱۸مه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په همدې موده کې افغانانو ته له ۶۹ زرو ډېر پاسپورټونه هم وېشل شوي دي.
ذبیحالله مجاهد وویل، په دې موده کې ۶۵ زره او ۸۶۰ عادي، ۳ زره او ۳۴۵ سوداګریز او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه وېشل شوي دي.
مجاهد زیاته کړه چې د ۱۶ زره او ۱۷۱ بهرنیو اتباعو ویزې هم تایید شوې دي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پیل راهیسې تر ۱۶ میلیونو ډېرې تذکرې وېشل شوې دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ میلیونه نارینه او نژدې ۶ میلیونه ښځو برېښنايي تذکرو ترلاسه کړي دي.
په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د ۱۳۹۷ کال د غويي په میاشت کې پیل شوې وه.
یو شمېر افغانان وايي چې د برېښنايي تذکرو د ترلاسه کولو بهیر لا هم ورو دی او د تاند د معلوماتو له مخې، د برېښنايي تذکرو په درو یا څلورو ماشینونو کې یوازې یو کار کوي او نور خراب شوي دي. له همدې کبله د الیکترونیکي تذکرو وېش چټګ نه دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره باید په خپلو قوانینو کې یو تعداد اصلاحات راولي ، مثلا که د دغه ریاست اداري کارمندان په خپلو اجرااتو کې اشتباه یا غلطي وکړي ، باید خپله غلطي دوی اصلاح کړي او مراجعینو ته سرګرداني جوړه نکړي
د اکثرو دفترونو مامورین خپل مسوولیت سم نه پېژني. دوی باید کافي تعلیم، پوهه او تجربه ولري. تذکره د هر افغان حق ده او په هغې کې د شخص معلومات مهم دي نه د مامور صاحب او یا د دفترونو امضاوې. په یوه حرف سره د انسان هویت بدلیږي مثلا واحد واجد ، صابر جابر ، طاهر ظاهر کیږي یا فیل نه قیل جوړیږي ..
د یو چا د اولادونو د شهرت لپاره د پلار اقرار او خپله تذکره کفایت کوي. که نور ثبوت ضرورت وي ، د کلي ملک ، قریه دار او یا د ګذر د وکیل امضأ او مهر کفایت کوي.
په تذکره کې دشخص هویت باید واضیح ولیکل شي. مثلا نوم، کورنی نوم ، د پلار نوم، د نیکه نوم ، د تولد ځای، د تولد نېټه: ورځ ، میاشت او کال ، ولسوالۍ یا ناحیه ، ولایت ، مورنۍ ژبه او قوم .
په ټوله دنیا کې دا ډول تاریخ د تولد نه لیکل کیږي لکه دوازده ساله ای 1405. دا یو بې منطقه اداري پروسه ده او بل داچې د ماشومانو او یا لویانو د زېږېدنې نېټه موروپلار یا شخص ته معلومه وي . اداري او د احصایو مامورین حتی د عمر د معلومولو داکتران دا حق باید ونه لري، چې د تذکرې متقاضی تعیین سن کړي. دا یو ډېر غلط او بې منطقه اداري معمول دی. البته په هغه وخت کې چې د تذکرې غوښتونکی خپله نه پوهیږي چې څوکلن به وي ، په هغه وخت کې یو تقریبې سن لیکل به کومه ستونزه نه وي . کوم ماشومان چې تندرسته وي ، نسبت هغو کسانو ته چې مریضي وي ، د جسم او سن له لحاظه لوی معلومیږي . زمونږ د تذکرو مامورین د یو چا اصلي سن چې مور او پلار ته معلوم وي ، له خپل فکره غلط تعیینوي . دا ډېر لوی ظلم دی . په نورو هېوادونو کې ماشومان په روغتونو کې پیداکیږي ، او په هغه ورځ ورته د زېږېدو نېټه ، نوم ، د مور او پلار نومونه او د زېږېدو نېټه ورته لیکي او هغه ته د « زېږېدو تصدیق » وایی ، په افغانستان دا سند شته خو جبري نه ده ..
په افغانستان کې اکثره ماشومان کور کې پیداکیږي، بنا د تولد تصدیق نه لري ، خو مور و پلار د هغوی د تولد نېټه له ځان سره يادداشت کوي. همدغه نېټه باید اعتبار ولري.
لنډه دا چې هر افغان چې تذکره غواړي ، د دوی قانوني حق دی ، د مور ، پلار ، ورور یا د تره د تذکرې په رویت سره باید ورکړل شي . دومره لویه سرګرداني چې زمونږ بیروکراسي ورته جوړه کړېده ، په هېڅ ځای کې نشته .
زما په کاغذي تذکره کې یوه اشتباه شوېده ، دا اشتباه نورو نویو تذکرو ته هم نقل شوېده او زما د اوسېدو ځای یې داسې ځای ښودلی ، چې ما هېڅکله نه ده لیدلی . که سل ورته ووایم ، چې دا اشتباه اصلاح کړئ ، بیروکراسي اجازه نه ورکوي او میرزا صاحب له خدایه دا غواړي ، چې زه نور هم سرګردانه شم .
که زما اولاد تراوسه تذکره نه وي اخیستي ، میرزا صاحب له خپل ځانه سن ورته تعینوي ، لس کاله عمر زیات یا لږ ورته لیکي .
که زه غواړم خپل کورنۍ نوم په تذکره کې اضافه کړم . میرزا صاحب وایي ، د احصایې له رئیس نه امر واخله ، رئیس ته امر او رسمي عریضا دوه میاشتې وخت نیسي ، ترڅو دا ټولې امضاګانې راټولیږي ، له تخلص نه د شادي زخم جوړشي ، د سل افغانیو پرځای باید زرګونه افغانۍ د دفترونو صکوک ، رشوت ، د موټرو کرایه ، د غرمې ډوډۍ او له کار او غریبي نه وتل مصرف لري .
{فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ}