تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) په امریکايي ښوونځیو کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراخ استعمال له امله د زدهکړې او د زدهکوونکو د پوهې د ارزونې دودیزې لارې بدلې شوې دي. ښوونکي د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړي زدهکوونکو درسونه په رښتیا زده کړي او یوازې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا جوړ شوي ځوابونه نه وړاندې کوي، کورنۍ دندې یې کمې کړې او په ټولګیو کې یې حضوري فعالیتونو ته ډېره پاملرنه اړولې ده.
د سنفرانسیسکو د شپږم ټولګي ښوونکی ټریسټن چنګ له تېر کال راهیسې زدهکوونکو ته په کور کې د مقالې لیکلو دنده نه ورکوي، بلکې شفاهي ازموینې ترې اخلي. هغه د ادبي اثارو د کرکټرونو، کیسو او اصلي پیغامونو په اړه ۱۵ پوښتنې کوي او کله ناکله په یوازې پنځو دقیقو کې د زدهکوونکو د پوهې کچه ارزوي.
په نیویارک کې د ریاضي ښوونکي بابسن وانګ هم کورنۍ دندې کمې کړې دي. هغه له زدهکوونکو غواړي چې د مسئلو د حل کولو طریقه تشریح کړي او ووایي چې ولې یې هماغه لاره غوره کړې ده. د نوموړي په وینا، مصنوعي ځیرکتیا نه یوازې د زدهکوونکو د مسئلو د حل کولو طریقه، بلکې د ښوونکو د تدریس بڼه هم بدلوي.
ځینې ښوونکي د دې لپاره داسې پوښتنې جوړوي چې زدهکوونکي اړ کړي چې په خپله فکر وکړي او د مسئلو لپاره بېلابېل او نوښتګر ځوابونه ومومي، څو پر مصنوعي ځیرکتیا پر پروګرامونو تکیه ونه کړي. نور بیا د کمپیوټر کارول محدودوي او پر ځای یې د قلم او کاغذ لیکل، د ټولګي دننه بحثونه او عملي پروژې هڅوي.
د انګلیسي ادبیاتو ښوونکې مېګن هایلنډ ان له زدهکوونکو غواړي چې د لنډ وخت لپاره له ټولګي څخه د وتلو په وخت کې خپل ګرځنده ټیلیفونونه له ځان سره وانه خلي. د هغې په باور، د زدهکوونکو د خپلواک او شنونکي فکر وړتیا باید تر ډېره په ښوونځي کې وارزول شي.
خو د زدهکړې پر بهیر د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو په اړه څېړنې بېلابېلې پایلې لري. د هارورډ پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له ځانګړي ښوونکي څخه کار اخیستل د زدهکړې بهیر ښه کولی شي. خو د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستیتیوت یوې کوچنۍ څېړنې موندلې چې د چټجيپيټي په مرسته د مقالو لیکلو پر مهال د زدهکوونکو فکري فعالیت کمېږي.
له بلې خوا، ځینې ښوونکي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د تاریخي متنونو د ساده کولو، د ښوونیزو سرچینو د برابرولو او د زدهکوونکو د څېړنو د اسانه کولو لپاره کار اخلي.
د ټولنیزو علومو ښوونکی مایکل زاګاري باور لري چې زدهکوونکي باید د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه کارولو څرنګوالی زده کړي، ځکه مصنوعي ځیرکتیا به څوک ونه کړای شي چې له ښوونیز چاپېریال څخه وباسي.
سره له دې بدلونونو، د امریکا ښوونځیو لا هم د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو په اړه یوه ګډه تګلاره نه ده غوره کړې او ډېری ښوونکي اړ دي چې په خپله د دې ټکنالوژۍ د ګټو او د زدهکوونکو د خپلواکو فکري وړتیاوو د ساتنې ترمنځ توازن رامنځته کړي.