تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دوو خپلواکو روسي رسنیو په یوه څېړنیز راپور کې اټکل کړی چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید له پیله تر اوسه تر ۷۰۰ زره ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي. په ورته وخت کې، د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یوې جلا څېړنې ښودلې چې په رسمي ډول په دې جګړې پورې د تړلو مړینو تر ۴۶۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې دوو رسنیو «مدوزا» او «مدیازونا» دا تازه اټکل د دوشنبې په ورځ، د لړم په دوهمه، خپور کړی دی. دغه اټکل د میراث د وېش اړوند اسنادو او هغو معلوماتو د څېړنې پر بنسټ چمتو شوی چې په دې وروستیو کې د روسیې د دولتي احصایې له ادارې افشا شوي دي.
دوه بېلاروسي او اوکرایني هکرانو ډلو د یادې ادارې معلوماتي سیستمونو ته د ننوتلو مسوولیت منلی او د ترلاسه شویو معلوماتو ډېره برخه یې رسنیو ته سپارلې ده.
د ټپیانو د شمېر له اټکل سره یوځای، په دې جګړه کې د روسي ځواکونو ټول تلفات دوه میلیونو ته نژدې شوی دی. دا شمېر له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ټولو جګړو کې د روسیې او پخواني شوروي اتحاد تر ټولو مرګ ژوبلو لوړ بلل شوی دی.
دا تازه اټکلونه تر ډېره د لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي او پوځي ادارو له پخوانیو ارزونو سره هم سمون لري. د بریتانیا د الکترونیکي استخباراتو ادارې مشر د روان کال په مې میاشت کې ویلي و چې په اوکراین کې تر اوسه تر نیم میلیون ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي.
د هالنډ پوځي استخباراتي ادارې هم په خپل کلني راپور کې، چې د اپرېل په میاشت کې خپور شو، اټکل کړی و چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه یو میلیون او ۲۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي یا د تل لپاره له جګړې وتلي وو. په دې شمېر کې تر ۵۰۰ زره ډېر وژل شوي سرتېري شامل وو.
ګارډین ورځپاڼې هم د دوشنبې په ورځ د وژل شویو د سندونو تر څېړلو وروسته په خپل څېړنیز راپور کې ۲۰۲۵ کال د روسیې لپاره د دې جګړې تر ټولو خونړی کال بللی دی. د راپور له مخې، په دغه کال کې کابو ۲۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیله تر اوسه د روسي سرتېرو د ځانوژنې تر زرو ډېرې پېښې هم ثبت شوې دي.
روسیې د داوطلبو سرتېرو د جذب لپاره هغوی ته د لوړو معاشونو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د مالي مرستو په ورکولو توانېدلې چې د جګړې لپاره د نوو ځواکونو جذب ته دوام ورکړي. خو وروستۍ څېړنې ښيي چې مسکو اوس د نوو سرتېرو په ګومارلو او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خپلو پوځي قطعاتو د اړتیا وړ کسانو په برابرولو کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.
اوکراین هم په دې جګړه کې درانه تلفات ګاللي دي. په واشنګټن کې مېشت د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز اټکل کړی چې شاوخوا ۶۰۰ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي، سخت ټپیان شوي یا د جګړې له ډګره وتلي دي.
د اوکرایني سرتېرو مرګ ژوبلې د دې لپاره تر روسي هغو کمې دي چې روسیه په جګړه کې تهاجمي حالت لري او اوکراین تر ډېره دفاعي.
دا راپورونه په داسې حال کې دخپرېږي چې سپینې ماڼۍ اعلان کړی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د جګړې په اړه د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د فلوریډا په ایالت کې وګوري.
دا لیدنه له ولادیمیر پوتین سره د ټرمپ د تېرې اوونۍ تر لیدنې وروسته کېږي. په همدې حال کې اروپايي هېوادونه غواړي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په ملاتړ په روانو خبرو اترو کې ونډه ولري.