د ادبي اوقلمي اړیکو دا شالید کابو یوه نیمه لسیزه تاریخي پسمنظر لري، نوی زلمیتوب مې و، د ښوونځي دوره وه، د احساساتو او جذبو یوه عجیبه ولوله وه، مشاعرې وې، ناستي او جلسې وې، شعارونه او تصمیمونه وه، د ژبي او ادب د خدمت لږ چوپړ او ډېر بحثونه وه.
د رسنیو له مایکونو او درېڅو به مې د هیواد په کچه د ادبي او فرهنګي هلوځلو خپروني او راپورونه په خوند او تلوسه څارل، د یادو جریانونو په لړ کې به کله کله د وفاسمندر له نوم، غږ او څېرې سره هم مخ کېدم، یو ډول فکري اوڅار تړاومې ورسره پیدا شو، دا سلسله پسې غځېده او زما فکري اړیکه او د زړه مینه له دغسي ادبي سټو سره لا زیاتېده، تیلیفوني امکانات مساعد وه، کله کله به مې د ادب د نړۍ له داسي مهمو او مطرح څېرو سره تیلیفوني رابطه ساتله آن دا راته د ویاړ او خوښۍ یو عجیب احساس و چې کله به مې له ادبي استادانو سره تیلیفوني خبري اتري وشوې.
ښه خیر؛ د ښوونځي نه تر پوهنځي د ژوند مزل مخ په بره روان و، بیا داسي وخت راغی چې د وفاصاحب د آثارو د لوست شوق راته پیدا شو، کله چې به مې له نوموړي سره د تلیفون په مټ اړیکه ونیول نود (خوږو اومینه ګرو) خبرو په ترڅ کې به يې د خپلو نوو چاپ شوو کتابونو د رالېږلو د لاري چاري یادونه هم وکړه؛ مابه هم په ډېره لېوالتیا د راستولو کومه لار او سريښته ورته سنجول، استاد وفا سمندر څوځله په ډېري لويي لوریني سره خپل تخلیقي نوښتیز آثار راباندي ولورول، د وخت په تېرېدو سره قسمت یاري وکړه یوځل مو کابل کې حضوري ملاقات وشو، استاد په ډېره مینه خپل شعبې ته وروبللم او د علم اومعرفت په لارکې يې د هڅوني او انګېزې راکوني خوږه پېرزوینه وکړه، د ناستي په پای کې يې بیاهم خپل نوي چاپ شوي کتابونه اوژباړي په ډېره مخلصه روحیه راته ډالۍ کړه، او تري رخصت سوم، په دا بله ورځ مې په افغان ادبي بهیر کې یو ځل بیا د نوموړي د مهربانه څېري په لېدو سترګې خوږې شوې او خپل معنوي الهامونه يې راباندي ولورول، یوځل مې له کابل نه د تلیفون له لاري په خپلي یوې راډیويي ادبي خپرونه کې رامېلمه کړ، خپرونه يې په خپلو خوږو، مینه ناکو اونوو خبرو دومره جالبه او ځانګړې کړه چې هغه هنري شېبې او خوږې خاطرې مې تر اوسه له یاده نه وزي.
اوس به راشم د وفاسمندرصاحب د لیکنو او تخلیقي لاري د یون او تګلوري ځینو ځانګړنو او مزیتونوته؛ استاد وفاسمندر د میني جل وهلی او کړېدلی لاروی دی، هغه مینه چې د انسان د شان غوښتنه او فطرتي خاصه ده، سمندرصاحب په خپلو ټولو آثاروکې د عرفاني نړۍ لید پر بنسټ د (الهي میني) د رڼا په جلوو پسې لالهاند او لاروی دی، دی؛ دغه مینه په داسي یو غمځپلي هیوادکې لټوي او راهڅوي چې کابو نیمه پېړۍ غم اودرد ځپلی او ژړولی دی، وفاصاحب، سپېڅلې انساني مینه د ملي محور په چهارچوب کې د ټولو وطندارانو لپاره طلبوي او د دې غوره ملي محبت د بیا احیا او دودولو عملي طرحه او تګلوری وړاندي کوي، نوموړی فلسفي اندونه د مثبتي میني او مطلوب ژوند د جوړولو لپاره استخداموي، د هغه هر لفظ او هره کلمه د یو مینه خوځوونکي احساس له ژورو سرچینه اخلي او خپل مخاطب (میني کولوته) را بولي.
استاد محمدانوروفاسمندر؛ په خپلو داستاني آثاروکې چې کابوټول يې یو ژور هنري شاعرانه روح لري، د (انسان) د دروني رنځ د مداوا پېغامونه او وړاندیزونه تلقینوي، ښاغلی وفا؛ د افغان وطن د تېرناورین عمق د انسان د باطني ویجاړتیا په ژورو کې تشریح کوي، (په کوریولیونی، د بل بدلولو دوږخ، ټول سفر و دځان دننه…) دا هغه نوښتیز تخلیقي داستاني آثار دي چې وفاصاحب وطني ملي غم ته پکې روانپوهنیزه او ارواح شننیزه ژبه او روایت ورکوي.
د نوو او جالبو سمبولونو او کرکټرونو په انتخاب سره، د سمندرصاحب د نثر دا ډېره جاذبه او ځانګړي هنري قریحه ده چې خپل نثريې د شاعرانه ژبي کیف اوکان ته ورنښلولی دی.
د سمندرصاحب دا منحصره ادبي_هنري لار ځکه لاهم لازم لاروي او مخاطب نه لري چې فلسفیانه رنګ پرې راخور دی او خلکوته لاهم د ابهام اوګنځتیا سبب کېدلای شي، وفاصاحب به دا هڅه شعورانه کړي وي چې د یوې بېلې او بلي لاري په خپلولو سره د خپل تخلیق هنري ژبه بکره او ځانګړې کړي؛ خو د لوستوالو او مینه والو د شمېر کچه به یي هم ځانګړې او مخصوصه وي.
زه؛ د وفاصاحب د یو مینه وال اولوستونکي په توګه دغه لاره توجیه کوم اود هیوادپه کچه د فلسفي لیدتوکو اوپه خاص ډول په پښتني ماحول کې دغه ډول سبک اولیدتوکي یو نوښتیزه او اغیزمنه لاسته راوړنه ګڼم، د استاد مجروح او استاد اسمايي فلسفي تفکر خو اوس اوس هم ورځ تربلي زموږ د تفکري هضم فرصتونه مومي، اود خپلو ادبي_فلسفي محفلونو د رنګ او خوږلت حساب پرې کوو، نو؛ د سمندرصاحب په متعلق هم دا ویلای شو چې یوه ورځ به د نوموړي پرفلسفي لیدتوکو خپل څړنیز ادبي_فلسفي محفلونه تودوو، وفاصاحب ډېر ښه کوي چې زموږ د ملي ادبي_فلسفي شعور د کچي په لوړولو کې خپل مهمه ونډه لوبوي او زموږ راروان نسلونه به يې یوه زمانه د لاښه درک اوپېژند پوهه خپلوي.
ښاغلي استاد محمدانور وفاسمندرصاحب ته د لانېکمرغه اوږد ژوند په هیله خپله دا نیمګړې لیکنه راټولوم او تاسي ټوله قدرمن عزیزان د وفاصاحب د معنوي تبحر د سینګار ننداري ته رابولم.
ستا له ادراک د ګومانو برداشت دی
لکه چې زموږ د تلقینو برداشت دی
د تصویرونو نندارتون دي ګوره
دلته د سپینو آینو برداشت دی
چې فلسفه دي پښتنه وي (وفا!)
ورسره سم د پښتنو برداشت دی
په پېرزوینه اودرناوي
همت عمرزوی، فراه