تاند – ماښوم له زېږېدو وروسته چیغه وهي، ژاړي، دا چیغه د مور او پلار لپاره د خوښۍ او احساساتي ډاډ یوه ځانګړې شېبه وي؛ خو د طبي ساینس له نظره دا غږ یوازې د خوښۍ څرګندونه نه ده، بلکې د «ژوند پیغام» ګڼل کېږي.
متخصصان وایي، ماشوم چې نړۍ ته راځي نو ژړا یې یو عادي یا ناڅاپي غبرګون نه، بلکې یو ضروري حیاتي بهیر دی چې هغه له نوې نړۍ سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره چمتو کوي.
د نوزېږي دماغ او عصبي سیستم لا هم د ودې په پړاوونو کې وي، له همدې امله موسکا او خندا ژر نه څرګندېږي. برعکس، ژړا د فطري او ازلي نظام له مخې فعاله کېږي او د دماغ له هغې برخې سره تړاو لري چې د حمل پر مهال لا وده کوي. همدا لامل دی چې د زېږون په شېبه ژړا لومړنی غبرګون وي، خو موسکا د ودې له بشپړېدو وروسته راڅرګندېږي.
ډاکټران د زېږون پر مهال په لوړ غږ ژړا د ښه روغتیا نښه بولي. دا ښيي چې د ماشوم سږي په لومړي ځل له هوا ډکېږي، په بدن کې د اکسیجن جریان سمېږي او د زړه ضربان د نوي چاپېریال له شرایطو سره ځان عیاروي. دغه بهیر له سږو څخه د موجودې مایع، چې «امنیوتیک فلوېډ» بلل کېږي، په ایستلو کې مرسته کوي. دا د سمې ساه اخیستنې لپاره ډېر مهم دی.
نوزېږی له ژړا پرته د ځان د څرګندولو بله وسیله نه لري. نه خبرې کولی شي او نه اشاره. په همدې پړاو کې ژړا د هغه لومړنۍ او یوازینۍ ژبه وي.
طبیعت د همدې فطري عمل له لارې ماشوم له مور و پلار او چاپېریال سره نښلولی دی. لوږه، یخني، درد یا د پاملرنې اړتیا—هر پیغام د همدې غږ له لارې د مور و پلار او پالونکو تر غوږو رسېږي. له همدې امله ژړا یوازې د فزیکي اړتیاوو اعلان نه دی، بلکې د ماشوم او چاپېریال ترمنځ لومړنۍ اړیکه ده، چې د هغه د بقا او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.
ساینسپوهان وایي چې ژړا د دماغ له بنسټیزې برخې، یعنې «برېن سټېم»، سره تړاو لري، چې د ودې په لومړیو پړاوونو کې فعاله کېږي. خو موسکا او خندا د ذهن له لوړو برخو سره تړلې دي، هغه برخې چې احساساتي درک، پېژندنه او ټولنیزې اړیکې تنظیموي. دا برخې له زېږون وروسته ورو ورو پخېږي.
طبي څېړنې ښيي چې په ماشومانو کې موسکا عموماً له شپږو تر اتو اوونیو پورې راڅرګندېږي، هغه مهال چې ماشوم د مور و پلار او شاوخوا څېرو پېژندل پیلوي او غږونو ته غبرګون ښيي.
خندا بیا زیاتره د درېیو تر څلورو میاشتو په عمر کې اورېدل کېږي، کله چې د ماشوم احساساتي تړاو او د خوندیتوب احساس له مور و پلار سره پیاوړی شي. دا ځنډ فطري بلل کېږي او د سالمې ذهني ودې نښه ګڼل کېږي.