د سر دردي لس لاملونه
سر دردي یو عام ځورونکی درد دی چې هر څوک یې حد اقل په ژوند کې یو ځل تجربه کوي.
که په کال کې یو یا دوه ځله د سر دردي سره مخ کیږئ نو د تشویش وړ خبره نه ده، ځکه چې کیداي شي د میاشتو په اوونیو کې مو پوره خوب نه وي کړي، یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کیداي شي د تشویش له امله د یو لنډ مهال لپاره په سر درد وي.
خو که تاسي په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې سر دردي لرئ او تاسي یې نارمل ګڼئ په دې وپوهیږئ چې دا حالت نارمل نه دی که چیري تاسي پرته له دې چې د خپلې سر دردۍ عامل مالوم کړئ او د سر دردي تسکین لپاره په دوام داره توګه د درد له ګولیو څخه کار اخلئ نو پوه شئ چې ځانته په خپله ستونزه جوړوي؛ ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوأ کیږي مګر دا چې لا ډیریږي او دوام مومي.
نو اوس هم باید د سر دردي په لاملونو ځان خبر کړو، چې لاندې ۱۰ د سر دردي لاملاونه ګڼل کیږي.
۱: د آکسیجن کم والی که څه هم ډیر دردونه د آکسیجن له کم والي څخه منځ ته راځي، نو انسان ډیر وخت د سر دردي سره هغه مهال مخامخ کیږي کله چې په یو چاپېریال کې د آکسیجن کمښت وي.
۲:خوراکي توکي، او یا هم موسمي الرژي په کال کې څلور مختلف فصلونه دي چې د هوا بدلېدل هم د سر دردي لامل کیدای شي.نو خوراکي توکي باید د موسم سره سم وکارول شي.
۳: اندیښنه د سر دردي یو لامل هم اندیښنه کول دي،نو که غواړي د سر دردي څخه خلاص شي د اندیښنه کولو څخه ځان وژغوري.
۴: د خلکو ګڼه ګوڼه (ترافیکي غالمغآل) ترافیکي ګنه ګوڼه او شور د سر دردي یو مهم لامل ده.د هغو سیمو خلک ډیر لږ د سر دردي څخه سر ټکوي چي د ښار له ګڼي ګوڼي څخه لري دي، نظر هغو ته کوم چې د ښار په شور او مزاحمو آوازونو په چاپېریال کې ژوند کوي.
۵: الکول (شراب) الکول د سر دردي تر ټولو لوي لامل ګڼل کیږي، د الکولو په څښاک کې اندازه مهمه نه ده، که لږ هم وڅښل چې نو د سر درد ترې پیدا کیدای شي.نو که غواړئ د سر دردي بد درد ته د پای ټکی کیږدئ نو د الکولو څښلو څخه ډډه وکړئ.
۶:لږ خوب د سر دردي یو عام لامل ګڼل کیږي.ځکه چي نارمل خوب (د ۶ ساعتو څخه تر ۸ ساعتو) د انسان بدن ته وخت ورکوي تر څو دماغ بیرته تازه او د راتلونکي ورځې ته ښه په فعالیت پیل وکړي.
۷: ولږه دا به ټولو تجربه کړې وي چې کله هم د وږي والې احساس وکړي نو یو ډول سر دردي سره مخامخ شي،خو خوشبختانه د دې ډول سر دردي حل تر نورو یو څه آسانه دی، هغه داسې چې کله د ولږي له وجهې د سر دردي احساس درته پیدا شي نو ژر د خوراکي توکو څخه ګټه واخلئ، نو په ډیر کم وخت کې به مو سر دردي له منځه ولاړه شي.
۸: دماغي ستونزه د دماغو ستونزه د سر دردي لامل کیدای شي، دا دغه لامل لپاره د ډاکټر مشوره ضروری ده او باید جدي تشخیص يې وشي.
۱۱: تنده، تنده هم د سر دردي یو لامل کیدای شي، ځکه چې د انسان بدن په کافي توګه اوبو ته اړتیا لري تر څو د بدن غړي سم فعالیت وکړي. چې کله هم تاسي تږي شئ نو د سر دردي احساس به حتمی کوئ، خو د اوبو په څښلو به مو د سر درد ورک شي.
۱۰: له اندازې څخه زیات د درد درمل استعمالول. څرنګه چې په لومړی سر کې هم یادونه وشوه، تر هغې چې د سر درد لامل مالوم نه شي د درد له درملو څخه ګټه اخیستل د دې پر ځاي چې درد ختم او یا هم کم کړي، برعکس درد زیاتوي او تر ډیره بریده کیدای شي ترې نورې ستونزې جوړې شي.نو په دې اساس که تاسو د سر درد څخه ډیر سر ټکوي نو د ډاکټر مشوره او تشخیص یې یو اړین او جدي کار وګڼئ.