(زه لکه د سیند کاڼی د شور په منځ کې غلی یم)
استاد پسرلی
د مرحوم استاد پسرلي د دوولسم تلین د یاد اودرناوي په مناسبت:
لیکوال: همت عمرزوی
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی زموږ د معاصر وخت د ادبي کهول سرخېل اوسرغانه و.
استاد؛ د شلمې مېلادي پېړۍ له څلورمې او پنځمې لسیزو راپه دې خوا او بیا د یووشتمي پېړۍ تر لومړیو لسیزو د هیواد د ادب او فرهنګ په لویه معنوي دنیا کې په ټول صداقت او خالصانه مجاهدت وپایید، د وطن ادبي بهیريي خوځنده او ژوندی وساتی او د دې لارې د یون او خوځون مخلصانه مسیر او تګلوری یې پاته نسلونو ته په ميراث پرېښود.
زه غواړم چې په دې لنډې شنني کې د استاد پسرلي د تخلیقي او شخصیتي دنیا پر ځینو ټکو تر خپله وسه لږ تم شم؛ دلته د یوې عمده او بحث برانګیزه پوښتني په توګه دا مورد رامنځ ته کېږي چې موږ د استاد پسرلي له ادبي او شخصیتي میراث څخه څه ترلاسه کولای شو؟
لومړی دا پرتلیز او منتقدانه سوال راپیدا کېږي چې استاد پسرلی له تخلیقي لحاظه ولي لاهم په یو عمومي او ټولیز ډول ونه لوستل شو او عام پسنده او لازم ولسي پام يي ورجلب نه کړ؟
دلته د عام پسند د کلمې له کارونې څخه زموږ موخه دا ده چې د استاد پسرلي د شخصیت او تخلیق پېژند تر ولسه لاهم نه دی ورسېدلی، داکه اوس ادیبان وروڼه د دې ناپېژند او نه منونکي حالت مختلف عوامل په ګوته کوي دا به پر خپل ځای د غور او تامل وړ وي؛ څوک به وايي چې د ده د شعر د سبک او ابهام علت دی، څوک به وايي چې نوموړي د شهرت شوق نه درلود، څوک به وايي چې د وطن د نیمي پېړۍ ستونزې او ناخواليې خنډ وې او څوک به نور لاملونه رایادوي…
هو؛ یاد عوامل به هر یو په خپل ځای تر یو حده اغیزناک وي خو؛ زه د ادب د دنیا او په خاص ډول د استاد پسرلي د شعر او شخصیت د یو عادي مینهوال په توګه دا په ټول منتقدانه نظر په بشپړه توګه د قبول وړ نه ګڼم ځکه چې: تر کومه بریده چې زما اخیستنه او تجربه ده دا د یو تنقیدي اعتراف په توګه وایم چې له بده مرغه حداقل د هرات، فراه او جنوب لویدیځ د ادبي حوزې په چهارچوب کې لږ ترلږه (٥٠) نفره ادیبان د استاد له پنځونو او شخصیتي مزیتونو سره لازمه او پوره آشنايي نه لري!؟
دا خو لا پرېږده چې ولسي خلک استادپسرلی له دې زاویې وپېژني او ویي لولي، دا څرګنده خبره ده چې هیڅ ادیب او تخلیقکار خپلې پنځونې یوازي د ادبي حلقو لپاره نه تخلیق کوي، شاعر او ادیب خپلې ټولنې او ولس ته مخاطب دی خو که ولس يي پام ورته وکړي او دا زمینه ورته برابره شي.
ما خپله په تېر کې په یادې حوزې کې د ځینو وړو ادبي او فرهنګي هلوځلو په ترسره کولو سره د ځینو لمانځغونډو جریانونه تجربه کړي دي، اما! په ډېر درد او درېغ چې اوس پرې پښېمانه يم! دا ځکه چې موږ د یو لازم او منظم میکانیزم په چوکاټ کې دغه فرهنګي هڅي منسجمي نه شوې کړای او پایله يي دا ده چې: (لالونه مو لا هم تر اېرو لاندي ناپېژنده او ناڅرګند پاته دي).
هغه وخت چې کابو ټول امکانات مساعد و، موږ د استاد او ده ته ورته نورو حقدارو شخصیتونو په ژوند او وروسته په مرګ د هغوی څومره او څه ډول یاد او درناوی وکړ؟ استاد پسرلی خو نه د کوم سیاسي ګوند غړی و، نه کوم سیاسي او حکومتي چارواکی و چې په لمانځلو به يي د کوم لوري خوا بده شوې وای او نه کوم تجار او سرمایه دار و چې زموږ عمل به د مادي اغیز په تور رنګ شوی وای؛ استاد خو فقط د دې وطن یو ملنګ شاعر او د دې خاورې د ادب او فرهنګ یو خاموش خدمتګار و.
موږ د هیواد په کچه په څو ولایتونو، څو ولسوالیو او څو کلیو کې د استاد د درناوي او پېژندني په پار غونډي او ناستې ترسره کړي دي؟ د ده منظوم او منثور آثار مو څومره تر کلو، بانډو او خلکو رسولي دي؟ په عامو ناستو او مجلسونو کې مو د استاد او دغسي نورو مستحقو خدمتګارانو یاد کله او څومره کړی دی؟
د استاد د شعر او هندي سبک د پېچلتیا او ابهام بانه قطعاً د توجیه وړ نه ده، ځکه؛ استاد داسي عام فهمه او ټولنیز بیتونه لري چې سړی يي لکه د رحمان بابا شعرونه د متلونو او عامو خبرواترو په لړ کې کارولای شي.
بل مهم مورد دا دی چې استاد د شعر ترڅنګ داستاني او ټولنیز عام فهمه ښکلی نثر لري، دا کیسهییز او ټولنیز نثر مو څومره لوستی دی او په کومه کچه مو تر خلکو ور رسولی دی؟ څومره بحثونه او شنني مو پرې کړي دي؟…
د استاد د ملنګانه او رښتیني شاعرانه شخصیت نه مو څومره زده کړه او الهام اخیستی دی؟ کله مو هم د نوموړي د آرام او بې مدعا ژوند پر سنګینو اړخونو فکر کړی دی؟ استاد ولي ترپایه یو سوچه او رښتینی شاعر او ادیب پاته شو؟ د قدرت، شهرت او دولت مادي تمایلات يي ولي رام او کنترول وه؟ دا څه علت و چې استاد پسرلی د هیواد په بحراني او څپڅپانده حالت کې هم په خپل ملنګانه او شاعرانه دريځ ثابت او پایدار پاته شو؟…
د استاد پسرلي په ژوند کې دا ډول په سلګونو مختلف تخلیقي او شخصیتي ابعاد شته چې کولای شو ويي څېړو او د شنني پایلي يي تر خپلو حقدارو هیوادوالو ورسوو…
دغه ډول منتقدانه حالت د هیواد پر نورو رښتینو ادبي او فرهنګي ګمنامو شخصیتونو هم بشپړ صدق او مثال جوړېږي.
اوس راځم د استاد مرحوم؛ د ژوند او تخلیق د اړوندو برخو جلا؛ جلا سپړني او شنني ته:
(١)
د استاد پسرلي د شخصي ژوند د ځینو ټکو یاد اوسپړنه:
طبیعي ده چې انسان په یوه سیمه یا جغرافیا کې دنیا ته راځي، او خپل د ژوند بهیر ته دوام ورکوي، استادپسرلی هم د هیواد په یو پوهنیزه، فرهنګي او تاریخي سیمه غزني کې دنیا ته راغلی، د غزني په عارفانه خاوره کې يې خاپوړې کړي او څه موده د همدې ماشومتوب په ژوند کې په تاریخي او حماسي کندهار کې له خپلي کورنۍ سره اوسېدلی دی، وروسته يي د مورني نیکه د سوداګریز او وظیفوي ضرورت په اساس د هیواد شمال ختیځ لور (کندوز) ته کډه کړې ده، هلته يي د نوي زلمیتوب، ښوونځي، پخې ځوانۍ او را وروسته شاعرانه او ادبي ژوند جلوې راځلېدلي او خوځېدلي دي، بیا د سولې په همدې آرامو کلونو کې د هیواد پلازمېني کابل ته راکوچېدلی دی، دلته يي هم خپل ادبي_فرهنګي ذوق پاللی دی، له ادبي شخصیتونو سره يي راشه درشه کړې او په معنوي محفلونو کې يې د خپل ژوند ډېره برخه لاهم منوره او بختوره ساتلې ده.
د دې نېکمرغه او بختورو ورځو په تالاکېدو سره استاد هم د خپلو نورو آواره هیوادوالو په څېر د مهاجرت سخته او ستومانه لار خپلوي، له کابل نه د پېښور په لور کډه کوي.
(٢)
کډوالي اود وطن د فرهنګ رښتینې پازوالي:
استاد پسرلي د مهاجرت له ټولو ستونزو او سختیو سره جوخت د وطن د فرهنګ او د پاشلو فکري او فرهنګي هڅو د اتحاد او پیوستون لپاره ډېره لویه، موخیزه او ګټوره هڅه او هاند وکړ، یو لوی ملي متحد ادبي تړون يې رامنځ ته کړ او د ادب دنیا ته يي د نوې ساه او سېک فرصتونه چمتو کړه، نوی ځوان کهول يي هم وروزی او هم يي د ادبي او فرهنګي کار لار او لور ورته وښود.
استاد دا تلپاته معنوي دود بنسټیز کړ چې په ناوریني حالت کې هم په تش لاس شونې ده چې ادبي او فرهنګي پېلوځی تود وساتل شي، له مادي امتیازاتو پرته د وطن فرهنګ ته کار وسي.
د استاد د ویاړمن او ارزښتمن کار د دوام تسلسل لا اوس هم د پاللو او عمل کولو وړ زرین فرصتونه لري.
(٣)
د کتابونو او مجلو د چاپ او خپراوي هوډمن چوپړ:
استاد پسرلي د خپل ژغورونکي ژور هنري ملي فکر د خپراوي ترڅنګ د علم او هنر د نورو ښو فکرونو د خپراوي او خوندیتابه په برخه کې نهایت مخلصانه زیار ایستلی دی، خپل منظوم او منثور آثار يي چې ډېری برخه د وطن د هغه وخت د ویر او ساندو غبرګوني انعکاس و؛ چاپ او خپاره کړه، مجله يي د ټولیز ویښتابه په موخه رامنځ ته او خپره کړه همدارنګه د نورو ویرمنو او فکرمنو قلمي فعالانو آثار او افکار يي هم تر خپلو هیوادوالو ورسول.
استاد پسرلي خپله ټوله فرهنګي هڅه د خپلو خلکو او هیواد د ملي آرمانونو او سوکاله ژوند د تحقق په موخه ځانګړي کړي وه، نوموړي یو ډېر مهم ادبي، فرهنګي او خپرنیز ملي مرکز راجوړ او بنسټیز کړ چې دوام يي موږ تر اوسه هم احساسوو.
د انساني چوپړونو په لړ کې دا غوره کړنه ډېره مهمه او ارزښتمنه ده چې د پایښت او انګېزې خپروني اوږدمهاله بهیر بنسټیز کړي، چې له نېکه مرغه د استاد پسرلي دغه غوره چاره په ډېر لوړ مهارت او پاخه کمال ترسره کړه.
(٤)
د کډوالۍ پای او بیا مېشتېدنه پر خپل (سرای):
د هر انسان د روح خوښي دا وي چې پر خپله مېنه د خپلو خلکو سره خپل زیست او ژواک ته دوام ورکړي، استاد پسرلی له ټولنیز لحاظه د کډوالۍ په بهیر کې هم له خپلو خلکو سره یو ځای اوسېدلی دی، ولي؛ د شاعر د آزادمحوره روح د غوښتنو پر بنسټ بیا هم د نوموړي د ادبي او فرهنګي هلوځلو په مخ کې څه ناڅه خنډونه او ستونزي وې، طبیعي ده چې وطن ته په راتګ به يي د خپلي خاوري د خوږ خوی او بوی سره شاعرانه روح خوښه او آرامه شوې وي.
په وطن کې د اوسېدو په مهال د استاد د سن او صحت حالت ته په کتو نوموړی تر ډېره حده په خفا او ګوښه توب کې و اوسېد، د استاد طبیعت ته په پام چې تل يي بې مدعا او یو خاموش سنګین ژوند غوره وباله، دلته يي بیاهم په ډېر خاموش او پٌرسکونه حالت کې ژوند تېراوه، خپلو شعرونو او لیکنو ته يي ډېر وخت ورکاوه او همدا قلم او مطالعه يي د یوازيتوب ډېره غوره ملګري وه، زموږ معاصر نسل ډېر نېکمرغه او خوشبخته و چې د استاد له غنیمت شتون څخه يې د زده کړي او حکمت معنوي ثمر اخیستلای شو، طبعاً د هیواد په کچه د ادب او فرهنګ لاروي به همیشه د استاد مرحوم ليدو کتو ته په ډېره مینه او تلوسه ورتله او د دې لوی معنوي شخصیت د ماناوو په جلوو به يي د خپل ادبي مزل تګلوري روښانه کول.
(٥)
د مرحوم استادپسرلي ابدي فراق، او زما تاثرات:
استاد پسرلی په خپلي یوې مرکې کې د خپلو هیوادنیو ولسي آرمانونو د يادوني په لړکې وايي:(چې وطن مو آرام وي، غلا او فساد نه وي او په فساد کې اول ونه اوسو، زیاتي هلته نو په آرامه ساه ورکړم او ووایمه چې اوس يې نو را اخله…)، له بده مرغه استاد د خپلو وطني آرمانونو د ختو خوږه تجربه ونه لیده او ده په وطن کې د ستړو او ستونزو په اوج کې د ژوند پور پرې کړ، خو! دا یي لویه نېکمرغي وه چې په خپل کور او شکور يي د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم ترسره سوه، او د خپل ګران وطن په خوږې سینې کې د تل لپاره آرام ویده شو.
زموږ یو کلیوال د ظاهرشاه بابا او داود خان په وخت کې په کندوز کې اوسېدلی دی، یو ځل يي په کلي کې زما ورور ته د استاد پسرلي د لېدو او هلته د هغه د ژوند او کورنۍ په باب څه بحث کړی و، زما له دې بحث سره ډېره دلچسپي وه، تل مې غوښتل چې دا کاکا ووینم او د استاد په اړه د خاطرو یاد او بحث ور سره وکړم، څو ځله به کلي ته راغلم خو د لېدو نصیب مې نه و، یوه ورځ مي دا سپین ږیری کاکا ولید او په کندوز کې د اوسېدو او د استاد په باب مې بحث ورسره وکړ، کلیوال کاکا د کندوز او هغه وخت په وطن کې د لوږې او قحطۍ په باب خپلې دردمنې خاطرې راسره شریکې کړې ولي؛ له بده مرغه د حافظې د کمزورۍ او ناروغۍ له وجهي يې د استادپسرلي په اړه ډېر څه نه وه په یاد، او دا خوږ بحث مو ډېر پسې ونه غځاوه.
پایله اولنډيز:
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی د ١٣٩٢ه.ش کال د ژمي په همدې مرغومي میاشتې کې له دې فاني دنیا نه د ابدي دنیا په لور وکوچېد، روح دې ښاد او په سکون وي.
اوس بحث دا دی چې د استاد پسرلي هدفمن هنري ژوند د یو فرد ژوند نه و، دا ژوند یوه لویه هنري_ فرهنګي سلسله ده، او زموږ اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته ډېر غوره او مهم درسونه لري، چې په هر وخت او هر ځای کې د غور او عمل وړ دي.
موږ له استاد پسرلي څخه رښتینې وطنپرستي زده کولای شو، له ولس سره مینه او د چوپړ لور او لار ييې پېژنو، د وطن او ولس په کره پېژندنه کې د استاد ځانګړی فکر او معرفت زموږ ښه لاس نیوی کوي، د ادبي_فرهنګي کار د ټولیز او متحد نچوړ راز ترې زده کوو، د شاعرانه کیفونو هنري زده کړه ترې کولای شو، د طبیعي نثر د تخلیق لارې چارې ورڅخه پېژندلای شو، د وطن د یو مصلح او خیر غوښتونکي شخصیت په توګه د استاد تګلوری زموږ لپاره غوره مثال دی.
موږ که د نوي عصر او نوښت خبره کوو نو؛ دا به نه هیروو چې ارواښاد استادپسرلی او د ده په څېر نور داسي متبحیر لوی هنري_ادبي شخصیتونه موږ ته د معنوي مرجعو په توګه لارښود او مرستندوی دي، او د دوی د راپاته معنوي مېراث نه پرته زموږ د ې برخې یون او خوځون نیمګړی دی.
لکه آوازد آرزوګانو په هوا درغلم.
لکه سېلاب بېرته په خپله غاړه وړم جنازه.
په دعا او درناوي
همت عمرزوی
فراه.