Homeخبرونهد افغانستان د سفارت د چارو د ترلاسه کولو لپاره طالب استازی...

د افغانستان د سفارت د چارو د ترلاسه کولو لپاره طالب استازی ډیلي ته رسېدلی

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) نژدې پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیوه، د طالبانو له لوري ټاکل شوی لومړنی ډیپلومات هند ته رسېدلی، څو په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت مشري پر غاړه واخلي.

دا خبره سرچینو  «دي هندو» ورځپاڼې ته تایید کړې ده.

سرچینې وایي، مفتي نور احمد نور، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی دی، ډیلي ته رسېدلی او تمه ده چې د سفارت د سرپرست (شارژدافېر) په توګه دنده پیل کړي.

دا پرېکړه د هند او د طالبانو د حکومت ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر په لړ کې شوې وه، هغه سفر چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر یې کوربه و.

مفتي نور د هند په رسمي یو اوونیز سفر کې له امیر خان متقي سره ملګری و. هغه له متقي سره د دیوبند دارالعلوم لیدو ته هم تللی و.

همداراز، نوموړي د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې ډاکې ته سفر وکړ او ویل کېږي چې هلته یې له یو شمېر اسلامي مشرانو سره لیدلي دي. بنګله‌دېشي رسنیو دا سفر مهم بللی، ځکه دا د فبرورۍ له ۱۲مې نېټې څخه لږ مخکې ترسره شوی و.

سرچینې زیاتوي چې مفتي نور، چې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې عمومي رئیس دی، تر اوسه د ګومارل کېدو رسمي لیک نه دي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه ګومارنه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې طالبانو هڅه کړې وه چې په ډیلي کې یو بل کس د سرپرست سفیر په توګه وټاکي، خو د سفارت کارکوونکو هغه ونه مانه او سفارت ته یې د هغه د ننوتلو مخه ونیوله. وروسته بیا طالبان وتوانېدل چې خپل استازی د ممبۍ په قونسلګرۍ کې وټاکي چې نوم یې اکرام‌الدین کامل و.

په همدې مهال، د حیدراباد قونسل، محمد ابراهیم‌خېل، چې د پخواني جمهوري حکومت له لوري ټاکل شوی و، په ډیلي کې د سرپرست سفیر دنده پر غاړه واخیسته. سرچینې وایي، لا څرګنده نه ده چې ابراهیم‌خېل به بېرته حیدراباد ته ستنېږي که نه، ځکه هلته قونسلګري هم تازه د طالبانو بل استازي، حبیب‌الرحمن آفتاب، ته سپارل شوې ده.

ځايي چارواکو «دي هندو» ته ویلي چې هغوی ته تر اوسه د قونسلګرۍ د کارکوونکو د بدلون په اړه رسمي خبر نه دی ورکړل شوی. دا مهال د ممبۍ او حیدراباد دواړو قونسلان د مفتي نور د راتګ په تړاو ډیلي ته تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...