تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د څو ورځو لپاره د زیاتو خوږو، خوږو خوراکي توکو او خوږو مشروباتو استعمال د وینې د قند پر کچه اغېز کولی شي؛ خو په روغو کسانو کې داسې شواهد نشته چې دا اغېز دې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
د طبي څېړنو له مخې، د خوږو خوراکي شیانو زیات استعمال په ځیګر کې د غوړو د زیاتېدو او د انسولین د اغېز د کمېدو سبب کېدای شي؛ خو دا موضوع د هر انسان د روغتیايي وضعیت او بدني حالت له مخې توپیر لري.
له خوږو خوړو وروسته په بدن کې څه پېښېږي؟
په خوړو کې شته کاربوهایډرېټونه د هضم پر مهال په قند بدلېږي او په دې توګه په وینه کې د قند کچه لوړېږي. بدن د انسولین په مرسته دغه قند کاروي او کچه یې بېرته عادي حالت ته راولي.
کوم کسان له زیات خطر سره مخ دي؟
هغه کسان چې د شکر ناروغۍ ته نژدې حالت (پریډایبېټس) لري او یا په شکر ناروغۍ اخته وي، د خوږو خوراکي توکو د زیات استعمال له امله یې د وینې د قند کچه ډېره اغېزمنېږي.
ځینې وخت د مېلمستیاوو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وینې د قند لوړوالی د دې څرګندونه کوي چې ښايي یو کس له وړاندې په شکر ناروغۍ اخته وي، خو ناروغي یې نه وي تشخیص شوې.
خوب او فزیکي فعالیت هم مهم دي
د فزیکي فعالیت کموالی، د خوب ګډوډي، روحي فشار او اوږدمهاله ناروغۍ هم د وینې د قند د لوړوالي سبب کېدای شي.
یوازې د بورې پرېښودل بسنه نه کوي؛ ځکه وریجې، ډوډۍ، کچالو، شات او ګوړه هم د وینې د قند کچه لوړوي.
څنګه د وینې د قند کچه عادي حالت ته راوګرځوو؟
طبي متخصصان سپارښتنه کوي چې متوازن خواړه وخورئ، سبزي، دال، هګۍ او کب وکاروئ، د خوږو مشروباتو پر ځای اوبه وڅښئ ، له ډوډۍ وروسته لږ پلی مزل وکړئ او پوره خوب وکړئ.
د وینې د قند د کمولو لپاره باید لوږه ونه زغمل شي او د ډاکتر له مشورې پرته باید درمل هېڅکله بدل نه شي.
د وینې د قند معاینه څه وخت اړینه ده؟
که د عادي خوراک له بېرته پیلولو سره سره د وینې د قند اندازه پرلهپسې لوړه وي، باید ډاکتر ته مراجعه وشي.
په نهاره حالت کې د وینې د قند اندازه په هر دیسيلیټر کې ۱۲۶ مليګرامه یا تر دې لوړه وي، د شکر ناروغۍ نښه ګڼل کېږي؛ خو د لابراتواري معاینې له لارې یې تایید لازم دی.
د تېرو درېیو میاشتو د وینې د قند د منځنۍ کچې معلومولو لپاره د «HbA1c» معاینه هم ترسره کېږي.
پرلهپسې تنده، په وار وار ادرار کول، د وزن ناڅاپي کمېدل، کانګې، د ګېډې درد او خوبولس حالت هغه نښې دي چې باید له پامه ونه غورځول شي. که نښې شدیدې وي، باید سمدستي طبي مرسته ترلاسه شي.
د متخصصانو په وینا، د څو ورځو لپاره د زیاتو خوږو خوړل د هر انسان د وینې د قند کچه د څو اوونیو لپاره نه لوړوي؛ خو که د وینې د قند کچه په دوامداره توګه لوړه وي، باید دا موضوع یوازې د خوږو د زیات استعمال پایله ونه ګڼل شي او له پامه ونه غورځول شي.
یادونه: دا یوه معلوماتي لیکنه ده. د هر ډول ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره له ډاکتر سره مشوره وکړئ.