تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له ۸۲۴ زرو څخه د زیاتو اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته تصویب کړې ده.
دا پیسې به د ژمي او د خوړو د کمښت په موسم کې له زیانګالو کورنیو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
اوچا ویلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون د مرکزي صندوق له لارې برابرې شي او د ژمي په موسم کې به د خوراکي توکو، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو او نورو بېړنیو مرستو د رسولو لپاره وکارول شي.
د دې مرستې له لارې به له ۸۲۴ زرو څخه د زیاتو کسانو اړتیاوې کمې وشي. دا په داسې حال کې ده چې د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نومبر له میاشتې د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې د ژمي او د خوړو د کمښت په موسم کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.
اوچا وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې یوه برخه برابره شوې او د مالي سرچینو کمښت د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې د مرستو د اغېزمن رسولو لپاره یوازې د پیسو برابرول بسنه نه کوي، بلکې اړمنو سیمو ته د مرستندویو ادارو د لاسرسي او د بشري مرستو د لېږد پر وړاندې د خنډونو لرې کول هم لازم دي.