ژباړه: پروین ملال
کور
په کور کې شپږ تنه یو
څلور د یوالونه، چت او زه
توره شپه مې خورلڼه
ځلیدونکې او سپینه ورځ مې
ملګرې
د پیاده تګ د پاره
یو سیوری راوځي
زه بې له ځنډه
په هغه پسي روانیږم
غواړم چې د اسمان
د لاجوردي پاڼې، الوتونکی شم
او یو انځور رسم کړم
په کور کې شپږ تنه یو
څلور دیوالونه، چت او زه
****
مور
زه به دې څنګه وپیژنم؟
چې لیدلی مې نه یې
هر وخت تا په خپله څیره کې پلټم
خلګ وایي چې زما سترګې
ستا په شان دي
هسي خو هر وخت له اوبو ډکې وي
خو تږې دي
یو غوږ مې سوری دی
دا به مورزاده داسي و؟
که به تا د نذر د پاره
سوری کړی وي
د غاښونو په مینځ کې مې فاصله ده
ښایي ستا به هم وه
نه پوهیږم ستا به ولي داسي تلوار و
چې زما له زیږیدو سره سم ستنه شوې
آیا، خدای ج ځان ته وبللې؟
چې زه دې پریښولم
زه به دې څنګه وپیژنم
چې لیدلی مې نه یې
****
شپه به ودانه کړو
راځه چې یوه شپه د چوپتیا
په مرمرینو کاڼو ودانه کړو
توره تیاره به د کیږدۍ په څیر
پر خپل سرجوړه کړو
د خپلو جسمونو دوې شمعې به،
پکې بلي کړو
کله چې پرخه په بې ږغه قدمونو
راکښته شي
زموږ د ساه اخیستلو ږغ به هم ورته
ونه رسیږي
***
ته ولاړې
ته ولاړې په ظاهره هیڅ بدل نه شوه
شپه هم هسي
د تورو تیارو پوړنی پر سر راځې
او، ورځ هم هغسي
ځپلې سترګې موږې او راویښیږي
په یخه او سړه شپه کې
روڼاګانې هم هغسي کنګل کیږي
او ستوري ټوله شپه له ستړیا څخه
هم هغسي اسویلي او ارږمۍ کاږي
او بیا بیده کیږي
شپې هم هغسي راځي
او بیرته ځي
سپوږمۍ هم راخیژي
هر څه هم هغسي دي
لکه ستا په شتون کې چې وه
کاشکي! ستا له تګ سره په ژوند کې
یوڅه بدلون خو راغلی وای
ايا، ستا د تللو له کبله
په اوبو تنده نه ماتیږي؟
که د نوکانو لوییدل بند شول؟
ایا، د باد له څپو سره ویښتان
نه ورانیږي؟
هر څه هم هغسی روان دي
خو، یوازي زما خوب
په تاپسي سم تللی دی
او، اوس هره شپه
د خوب ګولۍ تیروم
***
زه هره شپه خپلې ټولې هیلې
او ارمانونه تر ځان مخکې بیده کوم
خو دوی، هر سهار
ترما دمخه راویښیږي
په دې ژوند کې مو
ډیر څه لاس ته راوړل
خوبس،
موږ یوازي هغه شمیرو
چې لاس ته مو نه دي راوړي
د هند د سینما د لوی شاعر ګلزار څو شعرونه | ژباړه: پروین ملال – تاند