ګلدانۍ
ماته یوه ګلدانۍ راوړئ
زه یوه ګلدانۍ لټوم
یو لفظ پکښې کرم
د هغه نوم مې زیات اوریدلی
ډیر مشهور دی
زه هغه لفظ کرمه
خو، په مانا یې نه پوهیږم
خبره داسي ده
زه هغه لفظ کرمه
چې ډیر ښکلی دی
هر وخت یې ذکر اورم
ډیر مشهور دی
زه ئې کرم
ښايي نګهت یې راشي
یا راشین شي
او زه یې جوله *ووینم
د هغه یادونه هرځای کیږي
ډیر مشهور دی
زه هغه لفظ کرمه
ماته یوه ګلدانۍ راوړئ
*جوله : څیره
~~~~~~~~
ګڼ ځنګل
په ګڼ ځنګل کې وم
ښايي وخت زما ترشا پاته و
او یا مې مخ ته تللی و
یوازی وم
زما مخ ته سیده لار هم نه وه
زه په ځنګل کې وم
د هوا د سا ه ږغونه مې
یو په بل پسي اوریدل
ګلابي ماښام ونې پر ځان راپیچلې
خندل یې او په ځغاسته و
ورځې ماښام تعقیبوي
ورځې ټیله کړم
ماښام پر ما باندې قدمونه کښېښول
او را باندې تیر شو
په ګڼ ځنګل کې مې دواړه ولیدل
چې ځغستل یې
زما مخ ته لکه دوړې او غبار والوتل
او، ورک شول
هم هلته پر پاڼو مې یو پایزیب
او یوه لښتۍ پیدا کړه
د مرغیو چڼهار وو
چې سپېدې ولمبیدې
او، ورځ بیا د کور څخه
راووتل
~~~~~~~~
ښکاری
سهار و ماښام شو
هوسۍ مې په ځان پسي ځغلوي
په ټول ځنګل کې یې سرګردانه
په ځان پسي و ګرزولم
څوغشي مې د هغې دغاړې سره
نژدې تیر شول
خو، اوس هغه هم همدومره هوښیاره شوې
لکه زه چې یم
یو نظر يې ووینم
بیا په ونو کې راڅخه ورکه شي
او بیا د چینې پر هغه غاړه
ښکاره شي
هغه ماته ګوري
او زه د هغې څخه سترګې نه اړوم
څوک په چا پسي ځغلي؟
څوک د چا ښکار کوي؟
هیڅ نه ښکاري
کله چې سهار ځنګل ته راغلم
ګومان مې و چې دا شوخه هوسۍ به
د نیزې پر څوکه د بیرغ په څیر تاووم
او ښار ته به ستنېږم
ورځ په تیریدو شوه
په زړه مې بیره ننوتلې
چې داسي و نه شي
هوسۍ ما ښکار کړي
او د ځان سره مې
په یوه غار ننــه باسي
***
پوهیږې!
ستا له تګ وروسته مې
هره شیبه ستا سره تیره
شوې
***
سکیچ *
په یاد، دې دي؟
یوه ورځ دي
هغه میز باندې چې موږ ورته ناست وو
د سګریټو پر ډبه باندې
یو سکیچ جوړ کړی وو
راشه وګوره!
هغه بوټی اوس ګلونه کړي
*sketch