تاند – د هاضمې جهاز د انسان د بدن له مهمو نظامونو څخه دی، چې خواړه د بدن لپاره په لازمو غذایي موادو بدلوي. دا بهیر له څو پړاوونو څخه تېرېږي، چې پکې خواړه له خولې څخه د بدن تر وروستۍ برخې پورې سفر کوي.
خواړه لومړی په خوله کې ژول کېږي، څو غاښونه او لاړې (لعاب) یې په ماتولو کې مرسته وکړي او معدې او کولمو ته د تلو لپاره چمتو شي. په معده کې خواړه د معدې له شېرې او هاضمي انزایمونو سره ګډېږي او له شاوخوا ۲ تر ۴ ساعتونو پورې هلته پاتې کېږي. په دې موده کې خواړه نیمه مایع بڼه خپلوي چې کایم (Chyme) بلل کېږي.
کایم بیا وړې کولمې ته ننوځي، هلته غذایي مواد وینې ته جذبېږي. دا بهیر عموماً په ۴ تر ۶ ساعتونو کې بشپړېږي. هغه مواد چې په وړو کولمو کې نه جذبېږي، لويو کولمو ته رسېږي. هلته له ۱۲ تر ۴۸ ساعتونو پورې پاتې کېږي، اوبه او مالګې ترې جذبېږي، او وروسته د فاضله موادو په بڼه له بدن څخه خارجېږي.
د هاضمې موده د خوړو له ډول سره هم تړاو لري. ساده کاربوهایډریټونه ژر هضمېږي، خو پروټین، غوړ او پېچلي کاربوهایډریټونه د هضم لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، غوښه کېدای شي د بشپړ هضم لپاره څو ورځې وخت ونیسي، خو فایبر لرونکي خواړه لکه مېوې ژر هضمېږي او بدن ته انرژي برابروي.
د متخصصانو په وینا، خواړه کولای شي د هاضمې په سیستم کې له شاوخوا یوې تر درې ورځو پورې پاتې شي، او د خوړو ډول، د بدن حالت او غذایي اجزا د هاضمې پر وخت اغېز لري.