پېژندنه
غني خان؛ د پښتو ژبې شاعر، ادیب، سیاستوال او مهم فلسفي شخصیت و، نوموړی د ۱۹۱۴م کال د فبرورۍ په ۷مه نېټه په پېښور کې زیږېدلی او د پښتو ادب او فرهنګ د پرمختګ لپاره یې ډېرې هڅې وکړې. د غني خان فکري نړۍ د فلسفې، هنر، روحانیت او ټولنیز بدلون په اړه ده. د ده ټوله شاعري ر ناشعوري (راغلې)شاعري ده، چې د شاعر په ذهن کې فکر او خيال ورشي او په ځانګړي ځېل کې یې ځای پر ځای کړي، ځينې شاعران او ليکوالان دې خيال ته الهام وايي.
الطاف حسين حالي وايي: (کوم شعر چې د شاعر د ژبې يا قلم نه فوراً او په غېر ارادي ډول ووځي، ښه شعر وي، نسبتاً هغه شعر ته چې په ډېر دقت او فکر کولو ليکل شوى وي.)
غني خان د خپل زړه خبرې په ډېره بې باکانه ډول کوي،
د دغه نومیالي شاعر د ژوند او فکر ځینې مهم ټکي په لنډ ډول تشرېح کېږي.
۱. روحانیت او مذهبي برداشت
د غني خان د فلسفي شاعرۍ فکر د دین او روحانیت سره تړلی. نوموړي نه یوازې په مذهبي جوړښتونو باور درلود، بلکې د دین د معنوي اړخ سره بې هم ژوره علاقه درلوده.
۲. ټولنیز بدلون
غني خان د پښتنو ټولنیزې ستونزې او د هغو د پرمختګ لپاره پراخ نظریات وړاندې کړل.
نوموړي د ټولنیز عدالت، انساني آزادۍ او د فردي حقونو لپاره مبارزه کوله او باور یې درلود چې پښتانه باید د خپلې ژبې، کلتور او هنر د ساتنې په برخه کې فعالیت وکړي، خو په عین حال کې باید د نوي نړۍ سره هم همغږي پیدا کړي.
۳. هنر او ادب
غني خان ته د هنر او ادبي ژانر په اړه ځانګړې علاقه وه. د هغه شعرونه او نثرونه د پښتو ادب په تاریخ کې مهم ځای لري.
نوموړي خپل شعرونه د انسانیت، آزادۍ، کلتور او رښتینولۍ په موضوعاتو باندې تمرکز کړل.
د غني خان په نظر، هنر یوازې د ښکلا د څرګندولو وسیله نه، بلکې د روحانیت او د ژوند د موخو څرګندولو یوه تر ټولو اغېزناکه لاره ده.
۴. د انسان آزادي
غني خان د انسان آزادي او د فردي غوښتنو پوره کولو ته خورا زیات ارزښت ورکاوه.
هغه په خپلو لیکنو کې دا څرګنده کړې چې انسان باید په ټولنه کې د خپل ځای د ترلاسه کولو لپاره آزاد او خپله ویاړنیزه پېژندګلوي ولري. د ده په نظر، یوازې هغه څوک چې په خپل ځان باور لري، کولی شي د خپل ټولنې لپاره بدلون راولي.
۵. پښتو کلتور او هویت
غني خان د پښتو ژبې او کلتور یوه غټه څېره و. نوموړي د پښتنو د کلتور، ارزښتونو، او ټولنیز جوړښت په اړه ژور فکر درلود او تل یې هڅه کړې چې د پښتو ادب او کلتور نړیواله جامه ورواغوندي.
د نوموړي شعرونه د پښتو تاریخ، هنر او ټولنیزو ارزښتونو سره ژوره اړیکه لري.
۶. د غني خان د شعر ځانګړتیاوې
د غني خان شعرونه ډېر ژور فلسفي معناوې لري. هغه د خپلو شعرونو له لارې د انسان د مبارزې، د ژوند د معنا او د روحانیت د پیغام په اړه خبرې کوي. د هغه شعر د ښکلا، هیجان، او ژور فکر یو ځانګړی ترکیب دی.
په لنډه توګه
غني خان کلاسيک فلسفي شاعر دى، که موږ په لرغونې او منځنۍ دورې کې پياوړي کلاسيک شاعران لرو، نو په معاصرې دورې کې هم د ګوتو په شمېر د غني خان په ډول نامتو مفکر شاعران لرو.
د غني خان غوندې لوی شاعر په ټوله معنا پېژندل امکان نه لري؛ خو لږ تر لږه دومره ویلی شم که چېرې زموږ ځوان نسل وغواړي د غني خان فکر او هنر راوسپړي؛ نو کولی شي د ژوند په هره برخه کې پښتو ادب ته خورا زیات معلومات وړاندې کړي.
په پای کې د پښتو ادب څېړونکو ته وړاندیز کوم، تر څو د غني خان د شاعرۍ او فکر په اړه پراخه څېړنې ترسره او دغه فلسفي اوهنري فکر نور هم توضېح کړي.