شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهملاله یوسفزۍ د اسلام اباد په غونډه کې د افغان نجونو د...

ملاله یوسفزۍ د اسلام اباد په غونډه کې د افغان نجونو د زده کړو پر حق خبرې کوي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۲ مه) د نوبل د سولې ډ جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، وايي چې په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده‌کړې» په نوم په دوه ورځني کنفرانس کې ګډون کوي. یوسفزۍ به په دې غونډه کې د نجونو د زده‌کړې د حق ملاتړ او د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د بشري حقونو د سرعړونو په اړه خبرې وکړي.

دا غونډه د شنبې او یکشنبې په ورځو (د جدي ۲۲ او ۲۳) په اسلام‌اباد کې بیل شوه.

طالبانو ویلي چې دې غونډې ته خپل استازی نه لیږي.

غونډه به د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په وینا پرانیستل شوه. د ۴۴ هېوادونو وزیران، سفیران، د ملګرو ملتونو استازي او د نړیوال بانک استازي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف غونډې ته وویل چې د نجونو زدکړه یوه داسې موضوع ده چې د هغې لپاره مبارزه او پانګونه زښت زيات ارزښت لري.

هغه زياته کړه چې د پاکستان په ګډون اسلامي نړۍ د نجونو لپاره زدکړو ته د مساوي لاسرسي په ډاډمن کولو کې له پام وړ ننګونو سره مخامخ ده.

د پاکستان د حکومت په وینا، دا غونډه به د «د زده کړو له لارې د نجونو د پیاوړتیا لپاره د مسلمانو ټولنو د ګډې ژمنې» په موضوع تمرکز وکړي.

د پاکستان د پوهنې وزیر تېره ورځ افغان طالبانو ته بلنه ورکړه چې په دې نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې دي.

ملالې یوسفزۍ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، په دې غونډه کې به ښوونځیو ته د ټولو نجونو د تګ د حق په اړه خبرې وکړي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان غواړي «په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده‌کړې» په نوم د غونډې په جوړولو سره د طالبانو مشران، چې پر ښځو یې سخت محدودیتونه لګولي دي، وشرموي.

ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ، د جدي ۲۲مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا غونډه د افغان ښځو د ریښتیني اندېښنې لپاره نه ده رابلل شوې، بلکې له طالبانو سره د روانو کړکېچونو په چوکاټ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده.

هغه په کنایه طالبانو ته ویلي: «خو کله ناکله، حتی دښمن هم درباندې مهربانه کېدای شي.»

6 COMMENTS

  1. دا ډو ل کنفرانسونه پاکستان د بین المللی موسساتو په پیسو دایروی. په دی سره دوی ته ښې ډېزې پیسی هم راځي، دوی د خپل ځوان نسل په تریه نجونو ته د تحصیلاتو او زده کړو روحیه ورکوی ، والدین تشویقوی چی لورګانی او زامن تحصیلاتو منور کړی، حال داچی په افغانستان حاکمه کړی ډله باندی زور راوړی چې په ولس فشار راوړی او افغان نجونی له تحصیل منع کړی. دوی وایی چی دافغانستان عنعنه اجازه نه ورکوی چی نجونی تحصیل وکړی. په دی توګه دا د دوی یوه بله مزخرفه لوبه ده چی دافغانانو په زخم مالکه اچوی.

  2. لعنت د اسلامي نا همکارۍ په غړو هیوادو چې په هغه ځای کې غونډه کوي چې د فساد او تروریزم مرکز دی او افغان طالبانو باندې د نجونو تعلیم همدوی بند کړی او اوس د پیسو لپاره داسې کاذبې غونډې جوړوي. طالب خو په انسانیت او افغانیت یو تور او نجس داغ دی.

  3. ​پنجابی پاکستان کښی پښتانه دوه مخه دی اما غیرتی میرمنی ملالۍ یوسفزۍ د امریکا په ډالرو او د پنجابیانو له خوا روزل شوو قادیانیو چړیانو باره کښی جدی غوښتنه کړی او کوی چی دا مضره طائیفه انسانانو په قطار کښی ونه شمیرل شی دا ځکه چی دا قاتل وحشیان میرمنو او جلکیو ته نه د کار او تحصیل اجازه ورکوی او ددوی ژوند ئی په زندان بدل کړۍ دی حتی دا قاتل وحشیان میرمنی او جلکۍ د انسانانو په قطار کښی نه شمیری او افغان ملت ددی قاتلو خیټورو وحشیانو له خوا د لوږی سره مخامخ دی او د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان ددی قاتلو روزل شوو کمونیستانو له برکته ځان د افغان ملت بادار تمثیلوی دا جهان ته پوره څرګنده دی چی افغان ملت په اتفاق سره د پخوانی قاتل شوروی غلامان قاتل خلقیان او قاتل پرچمیان سره د ظالم شوروی یرغلګر په ستره قربانی سره له خپلی خاوری څخه وشړل اما غلیسی امریکا سره د خپلو غربی ممالکو ملګریو مسلسل د افغان ملت جهاد پلانیز د ساختګیو جوړ شوو تنظیمونو او تهدابی روزل شوو قادیانیو چړیانو په نامه تبلیغولو او غلیسی کاؤبائی امریکا سره د خپلو ملګرو د افغان ملت جهاد څخه ستره او خائینه سوءاستفاده وکړه او دا چورکونکی قاتل تنظیمونه او قاتل قادیانی چړیان مسلسل په بی شرمانه ډول د افغان ملت په اوږو کینول او دا پلیته خائینه قاتلانه ډورامه هنوز ختمه ندی ، همدارنګه غلیسی امریکا په ډالرو باندی دا یاد خائین کمونیستان ( د اناهیتا مشاور پرچمی کمونیست سیستانی ، د قاتلو خلقیانو له خوا د متعصب پرچمی شعار لاندی زندان ته اچول شوۍ دوکتور کاظم او شاغلی لمر احسان او شاغلۍ زمانی ددوی په شان نور ) کوشش کوی چی دافغان ملت ځلانده تاریخ تخریب کړی او د پخوا په شان د غدار نادرخان چرندی بابولانی ئی شوروع کړی دی او ددی هڅه کیږی چی د چورکونکیو ساختګیو قاتلو تنظیمونو او بالخصوص د خاص روزل شوو قادیانیو قاتلو چړیانو او قاتلو مکارو کمونیستانو په کومک افغان ملت له هره حیثه بدبخته کړی او وښودل شی چی افغان ملت وحشی ملت دی او باید دداسی وحشی ملت تر سخت کنترول لاندی وساتل شی او رهبری ددی ملت باید بهرنی ممالک په اوږو ولری بالخصوص د پنجابی پاکستان تر کنترول لاندی !!!!

    دا ټول رنګارنګ مضر مکروبونه او د رنګارنګو اجنبیو مداخلو زمینه د ملی خائین حسن شرق تر کنترول او د خودخواه دکتاتور محمد داؤد خان تر رهبری کمونیستی کودتا برابره کړی دی او دا واقعیتو نه باید مسلسل تکراری یاد شی او مضرو افسانو ته تخریبکاره کمونیستان پری نښودل شی چی دافغان ملت ځلانده تاریخ تخریب کړی !!!!

  4. سلامونه،
    یوسفزۍ ملاله ګوره چې د خیبر پښتونخوا او بلوڅخوا د پیغلو او میرمنو غږ چې د انګریز د هرمونو پنجابی نا-شریفانو له خوا بیعزته سوي؛وژل سوې ، شکنجه سوي ؛کوڼډې او رڼډې سوي هیڅ پورته نکړ ،هیڅکله یی د پشتون ژغورنې غورځنګ سره همژغي ونه ښودله؛ اوس د لټ او.آی سیی. او آی اس آی ډول ته مفتې خبرې هغه هم د افغانو نجونو او ښځو لپاره..؟؟؟؟ د لندن او نوبل په پیسو ولي!!
    لکه پورته مبصرینو چې لیکلي؛غیر له غروال ساب نه؛ د کشمیری بیشرفانو لوبه ده چې هم په میخ وهی هم په نعل!!؛ د ترهه ګرۍ،فساد ،قتلونو او بشر حقوقو ناقض پوک ایسټین ، د مسلمانو زنانه وو کنفرانس کوربه توب کوی!؟.او امریکن بالداران یی هم له دی طریقه د کرنیلانو جیبونه ورډکوی! + افغان مهاجر لوټنې!!!
    .له ۵۷ ملکونو نه ۴۴ برخه اخیستی وه!؟ ولې دا پاتی ۱۳ مسلمان نه وو که د او آی سی په اسلام ایمان نلری؟

  5. سربیره د زړور ساپی مخالفت بیا هم همدی پنجابی چټلستان ملالی ته پوره څرګنده دی چی قادیانی چړیان د پنجابی پاکستان له خوا رهبری کیږی او چړیانو د پنجابیانو په هدایت د میرمنو او جلکیو حقوق تر پښو لاندی کوی او د پنجابیو مخالفت د چړیانو سره بهر ته مصنوعی دی او پنجابی پاکستان غواړی چی افغانستان کښی د مکتبونو او پوهنتونونو په عوض یوازی قادیانی مدرسی موجودی وی نو کله چی یوه پنجابی پاکستان میرمن د خپل چټل حکومت برخلاف بیا هم د افغان میرمنو او جلکیو حقوقو غږ پورته کولو جرأت وکړی نو بیا هم پدی تظاهری کنفرانس کښی د ملالی چیغه د افغان میرمنو او جلکیو حقوقو باره کښی ستره ویاړنه دی ، افغان میرمنی او جلکۍ هری خوا ملا تړ ته اشد ضرورت لری دا ټوله تباهی د قاتلو غلامو کمونیستانو له خوا د افغان ملت په برخه شوۍ دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب