تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷مه) د افغانستان ۲۰ کلن لوبغاړي نصیر خان معروفخېل د سېشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸مه، د کرکټ په ټېسټلوبو کې یوه نادره بریا ثبت کړه. نوموړی په نړۍ کې دوهم لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه وهي او پنځه یا تر دې ډېرې وېکټې اخلي.
معروفخېل دغه ریکارډ د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوهمې ټېسټلوبې په ترڅ کې، د شارجه په لوبغالي کې جوړ کړ. که څه هم د هغه غوره لوبې ونه شوای کولی افغانستان له ماتې وژغوري، خو نوموړي په توپاچونه او توپوهنه دواړو برخو کې کمسازې لوبه وکړه.
معروفخېل د زیمبابوې د لومړۍ پاڼۍ پر مهال په ۴۴ اورونو کې د ۱۵۱ منډو په بدل کې اووه وېکټونه واخیستل. هغه د سیالې لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې هم دوه لوبغاړي وسوځول او په دې توګه یې په ټوله لوبه کې د وېکټونو شمېر نهو ته ورساوه.
نوموړي په توپوهنه کې هم ښه وځلېد. هغه د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ په ترڅ کې، چې په اتم نمبر توپوهنې ته راغی، په ۷۴ توپونو ۲۰ منډې وکړې.
خو د دوهمې پاڼۍ لوبې د هغه نوم د کرکټ په ریکارډونو کې ثبت کړ. معروفخېل په ۲۴۲ توپونو ناسوځېدلې ۱۰۱ منډې وکړې، خپله لومړۍ ټېسټ سلیزه یې ووهله او په دې توګه یې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې دا بېسارې لاسته راوړنه بشپړه کړه.
بروس ټېلر تر معروفخېل مخکې یوازینی لوبغاړی و
تر معروفخېل مخکې د نیوزیلنډ بروس ټېلر یوازینی لوبغاړی و چې په خپله لومړۍ ټېسټلوبه کې یې سلیزه وهلې او پنځه وېکټونه یې اخیستې و.
ټېلر دا بریا د ۱۹۶۵ کال په مارچ کې د هند پر وړاندې د کلکتې په اېډن ګارډنز لوبغالي کې ثبت کړې وه. نوموړي د مارچ له پنځمې تر اتمې پورې په ترسره شوې لوبه کې په اتم نمبر توپوهنې ته راغی او په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۰۵ منډې وکړې.
هغه وروسته د هند د توپوهنې په ترڅ کې په ۲۳.۵ اورونو کې د ۸۶ منډو په بدل کې پنځه وېکټونه هم واخیستل. دا لوبه مساوي پای ته ورسېده.
اوس معروفخېل هم د ټېلر په څېر د هغو لوبغاړو په ځانګړي نوملړ کې شامل شوی چې په لومړۍ ټېسټلوبه کې یې دا دواړه لاسته راوړنې ثبت کړې دي. دا ریکارډ له شپږو لسیزو ډېر وخت یوازې د ټېلر په نوم و.
که څه هم اوو نورو لوبغاړو په خپلو لومړنیو ټېسټلوبو کې نیمه سلیزې وهلې او پنځه وېکټونه یې اخیستې دي، خو یوازې معروفخېل او ټېلر په یوه لوبه کې سلیزه وهلې او پنځه وېکټونه یې ترلاسه کړې دي.
معروفخېل د افغانستان د ټېسټ کرکټ ریکارډونو ته بله لاسته راوړنه ورزیاته کړه
د معروفخېل دې لوبې هغه د افغانستان د هغو لوبغاړو په کتار کې هم شامل کړ چې په خپلو لومړنیو ټېسټلوبو کې په توپوهنه کې سمدستي ځلېدلي دي.
هغه درېیم افغان لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ ټېسټلوبه کې سلیزه وهي. تر ده مخکې عصمت عالم دا کار کړی و.
معروفخېل څلورم افغان توپاچوونکی هم شو چې په خپله لومړۍ ټېسټلوبه کې یې پنځه یا تر پنځو ډېر وېکټونه اخیستي دي. د زیمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د هغه اووه وېکټونه د افغانستان د یوه توپاچوونکي له خوا په لومړۍ ټېسټلوبه کې دوهمه غوره پایله ده. تر هغه مخکې ضیاالرحمان د ۹۷ منډو په بدل کې اووه وېکټونه اخیستې و.
د معروفخېل له غوره لوبې سره سره، افغانستان ونه شوای کولی لوبه وګټي. زیمبابوې په دوهمه ټېسټلوبه کې افغانستان ته د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې د دوو ټیستلوبو لړۍ یو پر صفر وګټله.