Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د یوه ګډ سوداګریز بازار جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وړاندیز په کابل کې د تاجکستان سفیر، سعدي شریفي، د دې خونې له مشر، سید کریم هاشمي سره په کتنه کې مطرح کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پیاوړتیا، د همکارۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.

سعدي شریفي ویلي چې د تاجکستان مشرتابه له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ګډو سوداګریزو فعالیتونو لپاره د فرصتونو رامنځته کولو ته لېوالتیا لري.

هغه زیاته کړې چې پر پوله د یوه ګډ بازار جوړول به د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګریزو ټولنو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي وړاندیز کړی چې لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو د یوه پلاوي لومړنی سفر تاجکستان ته برابر شي، څو په هغه هېواد کې سوداګریز او پانګیز فرصتونه وڅېړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...