Homeخبرونهاقتصادي خبرونهزاهد: له هند سره د سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو لوړوو

زاهد: له هند سره د سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو لوړوو

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د هند سپوتنیک ته ویلي، کابل او نوی ډیلی هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو زیاته کړي.

زاهد چې په نوي ډیلي کې د هند د نړیوال سوداګریز نندارتون په ۴۵مه دوره کې د افغان پلاوي مشري کوله، ویلي چې دواړه هېوادونه د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي شته ستونزې هوارې او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د لا ډېرو فرصتونو زمینه برابره کړي.

نوموړي چې تر دې مخکې یې د هند د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر پیوش ګویال سره هم خبرې کړې وې، ویلي افغانستان د خپلو وچو او تازه مېوو او بېلابېلو معدني سرچینو له امله ښه نوم لري او هندي سوداګرو او پانګه‌والو ته د دغو سرچینو د سپړلو او ګټې اخیستنې لپاره د پام وړ فرصتونه برابروي.

افغاني شرکتونو په دې کلني سوداګریز نندارتون کې ۶۸ غرفې جوړې کړې دي. د زاهد په وینا، دا په دغه نندارتون کې د افغانستان تر ټولو پراخ ګډون دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، افغانستان د هندي محصولاتو او پانګه‌والو لپاره هم د پام وړ بازار دی، په ځانګړي ډول د درملو جوړولو، تولید او کرنې په برخو کې. د نوموړي په وینا، دغه برخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له مهمو فرصتونو څخه دي.

زاهد د هندي شرکتونو لپاره په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل، دا هېواد هندي شرکتونو ته زمینه برابروي چې د ستراتیژیکو معدني زېرمو د موندلو لپاره د لازمو اساسي تاسیساتو په جوړولو کې ونډه واخلي.

هغه زیاته کړې چې په دې برخه کې له تخنیکي متخصصانو سره د نقشې جوړونې، انجینرۍ او ډیزاین په برخو کې هم د همکارۍ فرصتونه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...